د فرانسې او جرمني خبري اژانسونو د داعش د تبلیغاتي چينلونو په حواله ویلي چې برید د دوی د یوه ځانمرګي له خوا شوی دی.
خلیل الرحمان حقاني پرون چهارشنبه د وزارت په انګړ کې ځانمرګي برید کې ووژل شو او په دغه برید کې ځایي چارواکو د لږ تر لږه شپږو نورو کسانو د وژلو پخلی هم کړی دی.
دا چې د خلیل الرحمان حقاني وژل کېدل به څه اغیزې ولري، پر دې او اړوندو نورو مسلو ژورنالست او د چارو کتونکی سمیع یوسفزی له ازادۍ راډيو سره غږیدلی دی.
خلیل الرحمان حقاني څوک و؟
۵۸ کلن خلیل الرحمن حقاني د افغانستان د پکتیا ولایت اوسیدونکي و چې د خلیل حقاني یا خلیل احمد حقاني په نوم هم یادیده.
خلیل الرحمن حقاني د پخواني جمهوریت پر مهال د افغان او بهرنیو ځواکونو په وړاندې د جنګیدونکې حقاني شبکې یو له جګپوړو مشرانو څخه و. هغه د پخواني جهادي قومندان جلال الدین حقاني ورور او د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تره وو.
د امریکا د خزانې وزارت د ۲۰۱۱ کال د فبروري په نهمه خلیل الرحمان حقاني د نړیوال ترهګر په توګه نومولی و.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د هغو معلوماتو په بدل کې چې د نوموړي له نیولو سره یې مرسته کوله، پنځه میلیونه ډالره انعام ټاکلی و.
کله چې د ۲۰۲۱ م کال په اګست په پنځلسمه نیټه کابل ته ننوتل، خلیل الرحمن حقاني له لومړنیو طالب مشرانو څخه وو چې په کابل راڅرګند شو. نوموړي په هماغه لومړیو ورځو کې د پخواني جمهوریت د ځینو چارواکو او سیاسي ډلو له مشرانو سره وکتل.
نوموړی وروسته د طالبانو په سرپرسته کابینه کې د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست او ټاکل شو او په تېرو درې کلونو کې یې په همدې دنده کار ته دوام ورکړ.
نوموړی د طالبانو د کابینې لومړی وزیر دی چې پر کابل ددې ډلې د بیا ځلي واکمنۍ لومړی وزیر دی چې په کابل کې وژل کیږي.