د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

د سوریې نویو واکمنانو د موقتې ادارې مشر اعلان کړ


د سوریې نوی موقت مشر محمد البشیر
د سوریې نوی موقت مشر محمد البشیر

په سوریه کې هغو وسله والو ډلو چې د بشاراسد رژیم یې وپرزاوه، پرون سې شنبې د موقتي ادارې لپاره د یوه مشر د ټاکلو اعلان وکړ چې د فبرورۍ میاشتې ترپایه پورې به د هیواد چارې سمبالوي.

د سوریې د دولتي ټلویزیون پرټلګرام پاڼه محمد البشیر ته منسوب په یوه خپره شوې اعلامیه کې چې نوموړی ځان د سوریې نوی صدراعظم بولي ویل شوي چې عمومي قومندانۍ دوی ته دنده سپارلې چې د مارچ میاشتې ترلومړۍ نیټې پورې د انتقالي حکومت چارې سمبال کړي.

د تیرې یکشنبې په ورځ دمشق ته د اسلام پالو یاغي ډلوپه ننوتوسره د بشارالاسد رژیم ړنګ شو او د اسد د کورنۍ د پنځو لسیزو مستبدې واکمنۍ ته د پای ټکی کیښودل شو.

د ابومحمد الجولاني په مشرۍ د هیئت تحریر شام ډلې چې د اسد د رژیم د نسکورولو لپاره یې په دې وروستیو کې پوځي عملیاتو ته زور ورکړی و، دمشق ته له ننوتو سره سیم اعلان کړی وچې د قدرت د انتقال لپاره خبرې پیل شوي او ژمنه یې کړې چې هغه پخواني جګپوړي چارواکي به چې د خلکو د شکنجې مسول دي او جنګي جرمونه یې ترسره کړي، تعقیب کړي.

هیئت تحریر شام ډله چې په سوریه کې د القاعده څانګې سره یې تړاو درلود، د امریکا په ګډون د ډیرو لویدیځونو هیوادونو له خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پیژندل شوې. خو دې ډلې په دې وروستیو کې هڅه کړې چې له ځانه د یوې منځلارې ډلې تصویر ورکړي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین له ټولو هیوادونو وغوښتل چې په سوریه کې د یوې ټولګډونه سیاسي پروسې ملاتړوکړي او زیاته یې کړه چې که راتلونکی حکومت دغه معیارونه پوره کړې نو احمتال شته چې متحده ایالات یې په رسمیت وپیژني.

بلینکین ټینګاروکړچې د سوریې راتلونکی حکومت باید د اعتباروړ، ټولګډونه او غیرفرقه یي وي. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې د لږکۍ شیعه مذهبه علوي فرقې غړي بشارالاسد چې د ایران له کلک ملاتړه برخمن و، خپل رژیم په یوه سیکولره دیکتاتورۍ سره رهبري کاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د متحدو ایالتونو لومړیتوبونو ته په اشارې سره وویل چې نوی حکومت باید د اقلیتونو حقونو ته د بشپړدرناوي لپاره څرګندې ژمنې عملي کړي او اجازه ورکړي چې دې هیواد ته د بشري مرستو بهیرپیل شي.

ښاغلي بلینکین زیاته کړه چې متحده ایالات له راتلونکي حکومت څخه غواړي چې له سوریې څخه د تروریزم د اډې په توګه کاروانخیستل شي. که څه هم د اسلامي دولت ډله د سوریې د خاورې پرکومې برخې کنټرول نه لري خو دا ډله بیا هم په دې هیواد کې فعاله ده.

په داسې حال کې چې سوریایان له قدرت څخه د بشارالاسد لیرې کیدل په خوشحالیو او جشنونو سره لمانځي، خو د دې هیواد راتلونکې اوس له خورا نا څرګند حالت سره مخامخ ده او دا هم نده څرګنده چې ایا په دې هیواد کې به د ډیموکراسۍ هغه هیلې پوره شي چې ډیرو وګړو یې قرباني ورکړې.

XS
SM
MD
LG