د روسیې د پارلمان یا دوما استازیو جرګې پرون سې شنبې هغه لایحه تصویب کړه چې حکومت ته لاره هواروي چې د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له لست څخه وباسي.
د لویدیځو خبري آژانسونو د راپورونو له مخې د تصویب شوې لایحې له مخې یوه ډله چې په روسیه کې په رسمي توګه ترهګره ډله نومول شوې وي، یوه محکمه کولای شي هغه په لنډ مهاله توګه له دغه لست څخه وباسي. د دې لپاره چې د دوما د استازیو جرګې دغه تصویب شوې لایحه پرقانون بدله شي، د مشرانو جرګې تصویب ته هم اړتیا لري او د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین یې هم باید توشیح کړي.
روسیې په ۲۰۰۳ م کال کې طالبان د ترویستي سازمانونو په لست کې شامل کړل چې د دې هیواد د قانون له مخې له ډلې سره د هرډول اړیکو ټنیګول د سزا وړجرم ګڼل کیږي. خو له دې سره مسکو مخکې تردې چې طالبان د ۲۰۲۱ په دوبي کې پرافغانستان بیا واکمنان شي، څو ځلې د طالبانو د پلاوو کوربه توب کړی و. روسیې پردې سربیره په تیرو څه کم درې نیمو کلونو کې د طالبانو له سرپرست حکومت سره نژدې اړیکي پاللي او خپل سفارت یې هم په کابل کې پرانیستی پریښی. خو پوښتنه داده چې د روسي جګپوړو چارواکو هغو څرګندونو ته په پام له یوې اوږدې مودې راهیسې له تورلست څخه د طالبانو د نوم د لیرې کولو په اړه کړي، ولې مسکو اوس په دومره ځنډ په دې برخه کې عملي ګام پورته کړ. په دې اړه مو د سیمه ییزو او نړیوالو چارو د کارپوه غوث جانباز چې د حقوقو په برخه کې یې په روسیه کې دوکتورا اخیستې دا پوښتنه وکړه چې د روسیې د دوما دغه اقدام به ایا روسیه دې ته ور نژدې کړې چې د طالبانو سرپرست حکومت چې تراوسه د نړۍ هیڅ یوه هیواد په رسمیت ندی پیژندلی، په رسمیت وپیژني؟ هغه په ځواب کې وویل چې دی ګومان نه کوي چې روسیه دې په یوازې توګه ډیر ژر د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.
“روسیه غواړي د طالبانو په اړه محتاطانه ګامونه اوچت کړي. لوی مسیرغواړي طی کړي او د نویو قوانینو په چوکاټ کې طالبان داسې یوه حالت یا موقف ته ویسي چې دوی یې له مدیریت څخه ونه وځي او طالبان په ځان داسې ډاډه نشي چې ګواکې دوی له تورلست څخه ووتل نوبیا هرکار کولای شي. نو په دې ترتیب دا یو محتاطانه ګام دی د روسیې له خوا. د رسمیت پیژندنې خبره لا ډیره لیرې ده، زه فکرنه کوم چې روسیه به دا جرات وکړي چې په یوازې ځان تصمیم ونیسي چې طالبان په رسمیت وپیژني.”
د طالبانو سرپرست حکومت د دغه راپور ترچمتو کیدو پورې د روسیې د دغه اقدام په اړه رسمي څرګندونې ندي کړي خو له دې مخکې یې جګپوړو چارواکو څه باندې دوه اونۍ مخکې کابل ته د روسیې د ملي امنیت د شورا منشي سرګې شویګو د سفرپه مهال له مسکو څخه غوښتي و چې حکومت یې غواړي، افغانستان په ټولو سیمه ییزو اوفارماټونو او غونډو کې معنالرونکی حضورولري.
د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې روسیې چې له طالبانو سره یې په تدریجي ډول اړیکو ته پراختیا ورکړې، د دې هیواد ولسمشرولادمیرپوتین په تیره جولای میاشت کې ویلي و چې طالبان اوس د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د دوی متحدین دي. پوتین دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړي چې په مارچ میاشت کې د مسکو په یوه څنډه کې د کنسرټونو پریوه تالار په برید کې چې مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی و، ۱۴۴ کسان ووژل شول. د هغې ډلې چې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې یې په افغانستان کې هم د ډیرو خونړیو حملو مسولیت اخیستی او طالبان یې په وړاندې مبارزه کوي.
تردې مخکې د منځنۍ آسیا دوو نورو هیوادونو قزاقستان اوقرغزستان روان کال د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له نوملړڅخه ایستلی و. خو ایا دغه اقدامات به له دې سره مرسته وکړي چې د نړیوالو له خوا د طالبانو د حکومت د په رسمیت پیژندلو جنجالي موضوع هواره شي، د یوشمیرلویدیځو ډیپلوماتانو په باور ترهغو پورې چې طالبانو د بشري حقونو په تیره بیا د ښځو او نجونو په وړاندې له سختو چلندونو لاس نه وي اخیستی، د نړیوالو له خوا د حکومت په رسمیت پیژندل به یې له خنډ سره مخامخ وي. طالبانو په خپلې څه باندې درې کلنه واکمنمۍ کې د نجونو او ښځو پرمخ د منځنیو او ثانوي زده کړو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړې او پرښځو یې نور سخت بندیزونه هم لګولي دي.