خبرونه
خامنه یي: د بشار الاسد دحکومت نسکورېدو کې امریکا، اسراییل او یوه ګاونډي رول درلود
د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه یي، اسراییل او متحده ایالتونه په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم د چټک پرزېدو مسول بللي دي.
خامنه یې نن چهارشنبه ( د لیندۍ ۲۱مه) د ایران دولتي تلویزیون سره په خبرو کې، بې له دې چې د کوم بل هېواد نوم واخلي، وویل چې یوه ګاونډي هم په دې تحول کې لاس درلود.
د ډي.پي.اې خبري اژانس د راپور له مخې په ظاهره د خامنه یي اشاره ترکیې ته وه چې د سوریې د پخواني حکومت د مخالفانو ملاتړ یې کاوه.
ایران او روسیه بیا هغه هېوادونه وو چې د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې د پرزیدلي حکومت ملاتړ یې کاوه.
خامنه یي ټینګار وکړ چې د بشار الاسد د حکومت سقوط د ایران د کمزورۍ په معنا نه ده، د هغه په خبره، ایران پياوړی او ځواکمن دی او نور به هم پياوړی شي.
تر دې وړاندې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې ایران او روسیه کمزوري موقف کې دي او له همدې کبله یې د اسد د حکومت ملاتړ هم ونه شو کړای.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو په کندهار ولایت کې د نورو هېوادونو د بیرغونو پر چاپ بندیز ولګوه
طالب چارواکو په کندهار ولایت کې د نورو هېوادونو د بیرغونو پر چاپ، پیر او پلور بندیز لګولی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعام الله سمنګاني نن یکشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" ټولو کتابتونونو، مطبعو، قرطاسیو او د ډیکوریشن مرکزونو او پلورنځیو ته خبرورکول چې د "اسلامي امارت" له بیرغ پرته د نورو هېوادونو د بیرغونو له چاپ، پیر او پلور څخه جدي ډډه وکړي".
طالبان دا بندیز په داسې حال کې لګوي چې له افغانستانه بهر میشت افغانان لا هم د افغانستان پخوانی ملي بیرغ د افغانستان ملي بیرغ ګڼي او په نړیوالو لوبو کې افغان لوبغاړي لا هم له دغه بیرغ سره ګډون کوي.
قالیباف؛ له واشنګټن سره په خبرو اترو کې پرمختګ شوی خو په اساسي موضوعاتو کې لا هم اختلاف شته
د ایران د پارلمان مشر او د مذاکراتي ټيم غړی محمد باقر قالیباف وايي،"له واشنګټن سره په خبرو اترو کې پرمختګ شوی خو په اساسي موضوعاتو کې لا هم اختلاف شته".
هغه نن یکشنبې د ایران حکومتي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي،" موږ لاتراوسه له وروستیو خبرو اترو لیرې یو".
د ایران د ملي امنیت عالي شورا پرون شنبې وویل،"د امریکا پر هغو وړاندیزونو غور کوي چې د پاکستان پوځ عاصم منیر ایران ته سپارلي دي".
د دغه شورا په خبره،"تراوسه دغو وړاندیزنو ته ځواب ویل شوی نه دی".
قالیباف د مرکې په یوه برخه کې ویلي چې د هرمز تنګي کنټرول به د ایران په لاس کې وي او که چیرته امریکا سمندري محاصره ختمه نه کړي نو دوی به دغه تنګي ته لاسرسی محدود کړي.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې ایران د هرمز تنګي په تړلو له موږ باج نه شي غوښتلی.
د کرکټ بورډ مشر وايي شاپور ځدراڼ په ښه کېدو دی
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر وايي د شاپور ځدراڼ روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او ورځ تر بلې ښه کېږي.
میرویس اشرف شنبه ناوخته په خپله فیسبوک پاڼه له شاپور ځدراڼ سره ګډ عکس هم خپور کړی دی.
شاپور ځدراڼ د افغانستان له چټکو بالرانو وو چې په ګڼو نړیوالو لوبو کې یې د افغانستان لپاره لاسته راوړنې کړې دي.
ځدراڼ له څه وخته د ورپېښې ناروغۍ په سبب په هند کې تر درملنې لاندې دی.
مخکې له دې په خواله رسنیو د کرکټ بورډ په چارواکو کلکې نیوکې شوي چې د شاپور ځدراڼ د درملنې لپاره ناغېړي کوي او لکه څنګه چې په کار ده له هغه سره یې همکاري نه ده کړې.
اوکرایین پلازمینه کې وسله وال برید شوی
د اوکراین په پلازمینه کیف کې په ډزو دوه کسان وژل شوي.
ډزې د یوه سوپرمارکېټ دننه یوه کس کړي چې پنځه نور خلک یې ټپيان کړي هم دي.
د بریدګر د نیولو لپاره پولیسو هڅې کړي دي.
د طالبانو حکومت تېره اوونۍ څه باندې ۴۰ تورن کسان په دُرو وهلي
د طالبانو حکومت د افغانستان په څو ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۴۲ کسان په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا سزاوې په جوزجان کې په ۲۷ کسانو او په فراه کې په ۱۴ کسانو پلې شوي.
د محکمې د بیان په اساس دا خلک د الکولي مشروباتو د تولید، څښلو، پېر او پلور، روژې خوړلو، د والدینو د ځورولو او زنا په جرمونو په عام محضر کې له ۲۹ تر ۳۹ دُرو وهل شوي.
د طالبانو لخوا د بدني سزا تطبیق د بشري حقونو ډلو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو کلکې نیوکې پارولي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د برتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د طالبانو جزايي اصولنامه ظالمانه بللې او د ملګرو ملتونو د متخصصینو د هغې غوښتنې ملاتړ یې ښوولی چې د دغه قانون د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د طالبانو "د جزا اصولنامه" د افغانانو اساسي حقونه نور هم زیانمنوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ په مشرۍ په د ملګرو ملتونو د متخصصینو ډلې له طالبانو غوښتي چې دا اصولنامه لغوه کړي.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې
د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د یکشنبه په ورځ د افغانستان په یولس ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سیلونو د بهیدو اټکل کړی دی.
د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې به یکشنبه په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، کندز او بدخشان کې بارانونه ووریږي.
د وړاندوینې له مخې د باران کچه په دغو ولایتونو کې له لسو تر شل ملي مترو پورې اټکل شوې ده چې د سیلونو د بهیدو سبب به شي.
له افغانستانه د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره الوتنې پيل شوې
د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره د افغانانو لومړۍ ډله نن سعودي عربستان ته ورسیده.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د بیان له مخې دیرش زره افغانان به سږکال د حج لپاره له افغانستانه سعودي عربستان ته د اریانا او کام اییر الوتکو له لارې په شپږ نوي الوتنو کې انتقال شي.
بیان زیاتوي چې پنځلس زره به مدینې منورې ته او پنځلس زره نور به جدې ته ولېږدي.
د حج مراسم سږکال د مې په وروستۍ اونۍ کې پیلیږي.
ایران ته د ولسمشر ټرمپ خبرداری
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، که چیرته تر چهارشنبې له ایران سره موافقې ته ونه رسیږي، نو اوربند به تمدید نه کړي. ډونالډ ټرمپ د شنبې سهار وختي دا هم وویل چې د ایران د بندرونو محاصره به هم روانه وي.
ولسمشر ټرمپ بیا وویل چې په دې حالت کې بیا له بده مرغه مجبوریږو چې بیرته بمبارۍ پیل کړو.
د اسراییل، امریکا او ایران ترمنځ د دوو اونیو اوربند د چهارشنبې په ورځ پای ته رسیږي.
په افغانستان کې نن سهار دوه ځله زلزله وشوه
د افغانستان په شمال ختیځ کې نن سهار زلزله وشوه. د امریکا د جیولوجي سروې د راپور له مخې د پنځه اعشاریه درې ریښتر په کچه د دې زلزلې مرکز د بخشان د جرم ولسوالي د جنوب په اووه ویشت کیلومترۍ کې و.
تر دې زلزلې وروسته نن سهار د څلور اعشاریه پنځه ریښتر درجې په کچه بله زلزله هم وشوه چې د دې مرکز هم د جرم په ولسوالي کې و.
لومړۍ زلزله په کابل ، اسلام اباد او د افغانستان او پاکستان په یوشمیر نورو سیمو کې هم احساس شوې ده.
تر اوسه د دې زلزلو له امله د سر او مال د زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
ملګرو ملتونه: د افغانستان سیل ځپلي بیړنیو مرستو ته ضرورت لري
د ملګرو ملتو په وینا، د افغانستان په یو دیرش ولایتونو کې وروستیو سیلونو له درې اویا زره ډیر کسان اغیزمن کړې دي.
د ملګرو ملتو د وګړو صندوق په یوه بیان کې ویلي دي چې په تیرو دولس ورځو کې د ورښتونو او سیلونو له امله په افغانستان کې درې نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوسل او یو اتیا نور ټپیان شوې دي.
د ملګرو ملتو په وینا د ورښتونو له کبله بیځایه شوې کورنۍ روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري او بیړنیو مرستو ته ضرورت لري.