د افغانستان د متقاعدو کارکوونکو د ټولنې مشر وايي، د متقاعدینو روانو ستونزو ته د یوې حللارې د موندلو لپاره یې کندهار ته سفر وکړ، خو بیا یې هم د قناعت وړ ځواب ترلاسه نهکړ.
د يادې ټولنې مشر افندي سنګر وايي، د ژمي له رانژدې کېدو سره د هېواد د متقاعدینو ستونزې هم خورا زیاتې شوې دي او دوی او کورنۍ یې له غذایي ناامنۍ او روغتیايي مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي.
نوموړی وايي، ډېری متقاعدین حتی د خپلو کورونو د تودولو وس هم نهلري.
ښاغلي سنګر چې متقاعدینو د بندو امتیازونو لانجې ته د یوې حللارې د موندلو لپاره کندهار ته تللی و، تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "متقاعدین له سختو حالاتو او ستونزو سره مخامخ دي او داسې هم نهده چې لهدې ستونزو څوک خبر نهدي. ما خپله د اسلامي امارت ټولو چارواکو ته دا ستونزې رسولي دي، حتی کندهار ته ولاړم او هلته مې دولس شپې وکړې څو د متقاعدینو ستونزې شیخ صاحب ته له نژدې ورسوو له ما یې عریضه واخیسته، خو له بدهمرغه د ځینو ستونزو له کبله مو ترلاسه نهشو کړای."
په دې اړه نور: فایق: افغان متقاعدینو د حقونو نه ورکول د طالبانو غلا او زور ویل ديد طالبانو حکومت د دلایلو له وړاندې کولو پرته د افغانستان د تقاعد سیسټم لغو کړ او د طالبانو د لوی مشر ملاهبتالله اخندزاده د یوه فرمان په اساس د ۱۴۰۳ کال له لومړۍ میاشتې څخه د دولتي ادارو د ملکي او پوځي کارکوونکو له معاشونو څخه د تقاعد پیسې هم نه ګرځول کېږي.
د طالبانو دې پرېکړې خورا زیاتې پوښتنې رابرسېره کړي، له هغې ډلې دا چې د هغو کسانو پر وړاندې به د طالبانو د حکومت مسوولیت څه وي چې له ۱۴۰۳ کال مخکې له دندو تقاعد شوي دي؟
د حقوقي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون پخوانی استاد نصرالله ستانکزی دې پوښتنې ته ځواب وايي.
هغه وويل: "د کار حق او تبعات یې یو طبیعي حق دی او د اکتساب لهمخې لاس ته راځي، نو د طالبانو د مشر فرمان د صدور له نېټې څخه په وروسته حالاتو تاثیر کوي، ځکه قانون ماقبل ته رجعت نهکوي نو هغه حقوق چې له متقاعدینو څخه وضع شوي دي د هغوی مسلم حق بلل کېږي او باید ورکړل شي."

نصرالله ستانکزی
اوس چې ژمی په درشل کې دی، یوشمېر متقاعدینو چې فکر کوي هېر شوي دي، ازادي راډیو ته دردوونکي پیغامونه رااستولي دي او غواړي چې غږونه یې د ازادي راډیو له څپو څخه د واکمنو طالبانو غوږونو ته ورسېږي.
دا درې اوونۍ کېږي چې متقاعدین په اوونۍ کې دوه درې ورځې اعتراض کوي او د مالیې وزارت ته ورځي، خو هلته ځواب نه ورکوي."يو متقاعد
يوه متقاعد چې نوم يې نهدی اخيستی، په خپل پيغام کې ويلي: "اسلامي امارت چې کامیاب شوی بیا یې موږ ته تقاعد نهدی راکړی. دا درې اوونۍ کېږي چې متقاعدین په اوونۍ کې دوه درې ورځې اعتراض کوي او د مالیې وزارت ته ورځي، خو هلته ځواب نه ورکوي."
دغهراز يو بل متقاعد چې دا هم خپل نوم نهاخلي وايي: "طالبان مو نه پرېږدي. کاروبار هم نهشته چې کار ته ولاړ شو، ۲۰۰ - ۳۰۰ کار وکړو خو هغه جواليګري هم نه پیدا کېږي. د متقاعدینو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی. اولادونه مو وايي چې پلاره موږ ته کالي واخله، موږ ته بوټ واخله. خو وس یې نهلرو. موږ بیخي در په دره یو."
د شکایتونو دا غږونه داسې مهال اوچتېږي چې د خوړو نړیوال پروګرامWFP په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی.
د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې ویلي دي چې، پهدې هېواد کې اوسمهال له ۲۷ میلیون ډېر وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.