د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

د ۱۴۰۳ مالي کال بودجه د طالبانو د مشر لخوا توشيح شوه


د طالبانو مشر ملا هبت الله ته منسوب تصوير
د طالبانو مشر ملا هبت الله ته منسوب تصوير

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت اعلان کړی چې د ۱۴۰۳ کال مالي بودجه د دوی د مشر ملاهبت‌الله اخندزاده له‌خوا توشیح شوې ده.

دې وزارت په یوه اعلامیه کې چې د دوشنبې په شپه یې په خپله ایکس‌پاڼه خپره کړې بې له دې چې د دې بودجې ارقام خپاره کړي لیکلي چې دا بودجه له کورنیو عوایدو چمتو شوې ده.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت زیاته کړې، دا بودجه به په عادي او پراختیايي چارو ولګول شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌‌الله مجاهد هم په خپله ایکس‌پاڼه ادعا کړې چې د ۱۴۰۳ مالي کال بودجه د خلکو اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په کتو توشیح شوې.

د جمهوري نظام پر مهال به کلنۍ مالي بودجه د مالیې وزارت له‌خوا ملي شورا ته له لېږلو او هلته له بحثونو او تصویب وروسته د جمهور رییس له‌خوا توشیح کېده، داسې مهال ټول جزییات او ارقام به یې معلوم او روښانه و.

په ورته وخت کې یو شمېر افغانان وايي، د طالبانو حکومت له افغانانو په بېلابېلو نومونو مالیات اخلي او د دوی حق دی چې د بودجې په اړه هر اړخیز معلومات ولري.

افغان بېوزلان په بودجه کې د دوی ستونزو ته د حل غوښتنه لري
افغان بېوزلان په بودجه کې د دوی ستونزو ته د حل غوښتنه لري

د کابل اوسېدونکی احمد‌الله ازادي راډیو ته وايي:

" د کارکوونکو تنخوا په خپل وخت نه ورکول کېږي، د متقاعدینو د معاش برخلیک لا معلوم نه‌دی. عواید هم له خلکو د مالیاتو له لارې ټولېږي، باید د بودجې ارقام معلوم وي، ځکه خلک باید وپوهېږي چې بودجه چېرې مصرفېږي. "

د افغانستان د متقاعدینو ټولنې رییس افندي سنګر هم ازادي راډیو سره خبرو وویل، هیله یې دا ده چې په سږنۍ بودجه کې د متقاعدینو معاش په پام کې نیول شوی وي.

"موږ په تمه یوو چې په دې بودجه کې متقاعدین په پام کې نیول شوي او که نه، ځکه درې کاله وشول چې هغوی خپلو معاشونو ته په تمه دي، خو تر اوسه یې حقوق ورکړل شوي نه‌دي. موږ معلومات نه‌لرو چې اوس په دې بودجه کې شامل کړی شوی یوو او که نه، ځکه ډېره تشریح نه‌ده ورکړل شوې. "

بل‌خوا د اقتصادي مسایلو کارپوه اذرخش حافظي وايي، که څه هم د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه نه‌دی او بودجه هم له خلکو د مالیاتو اخستو او په غیر مسلکي شکل د کانونو له کېندنې پوره کېږي، نو باید روڼتیا ولري او ټول جزییات یې روښانه شي.

" کله چې ویل کېږي چې د خلکو اړتیاوو په کتو مو بودجه توشیح کړه، دا هماغه تکراري او عمومي خبرې دي. ځانګړې اړتیاوې څه دي، د بې‌وزلۍ د له‌منځه‌وړو لپاره مو څه کړي، د پراختیايي، زېربناوو، دولتي کارکوونکو د معاشاتو او نورو اړتیاوو لګښتونه باید معلوم شي. "

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ۱۴۰۳ کال د بودجې په اړه هیڅ ارقام نه‌دی خپاره کړي چې څومره ده او څومره یې عادي او څومره بودجه یې پراختیايي ده.

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۲ کال بودجې ارقام هم نه‌و خپاره کړي، خو د ۱۴۰۱ کال مالي بودجه یې ۲۳۱ میلیارډه افغانۍ اعلان کړې وه چې ۲۷،۹ میلیارډه افغانۍ یې پراختیايي او پاتې یې عادي بودجه وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG