د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

د طالبانو حکومت: تقاعد ته د نږدې کارکوونکو کاري موده، دوه کلونه نوره هم وغځول شوه


د طالبانو بيرغ
د طالبانو بيرغ

د طالبانو حکومت وايي، د هغو تقاعد ته نږدې کارکوونکو د کار موده يې د دوه نورو کلونو لپاره غځولې ده، چې لا هم د کار کولو توان لري.

د طالبانو حکومت وايي، د تعلیمي بنسټونو د استادانو او د نورو مسلکي، تخصصي او تخنیکي څانګو د هغو کارکوونکو د خدمت موده به د دوه کلونو لپاره وغځوي چې د جسمي او روحي ځواک په درلودلو سره تقاعد ته نږدې دي.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر اژانس د دوشنبې په ورځ ناوخته په خپله ايکس‌پاڼه يا پخواني ټويټر ليکلي، دغه پرېکړه د لوړو زده‌کړو وزارت د وړانديز او د طالبانو د رئيس الوزراء په لارښوونه د طالبانو د معاشونو د تنظيم کمېسيون له‌خوا شوې ده.

د راپور له‌‌مخې، دغه پرېکړه د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د حمل له لومړۍ نېټې د عملي کېدو وړ ده.

"زه نه‌غواړم چې تقاعده شم ځکه د کور ټول مسووليت پر ما دى، زما کور کرايي دى اقتصاد مې خراب دى
يلدا کابل کې يوه ښوونکې

په‌همدې حال کې د تعلیمي ادارو په ګډون د دولتي ادارو یو شمېر کارکوونکي چې له اقتصادي پلوه په خراب وضيعت کې ژوند کوي د حکومت له‌خوا د تقاعد معاش نه ورکولو ته په اشارې ادعا کوي چې، د کار کولو توان لري او نه‌غواړي چې په کور کې کېني.

د کابل د یوه ښوونځي ښوونکې یلدا ازادي راډیو ته وویل: "زه نه‌غواړم چې تقاعده شم ځکه د کور ټول مسووليت پر ما دى، زما کور کرايي دى اقتصاد مې خراب دى د کار توان لرم، کله چې د تقاعد حق نه راکوي نو موږ هم نه‌غواړو چې تقاعد شو، حکومت دې پرېکړه وکړي يا دې د تقاعد پيسې ورکړي يا زه کار کوم له معاش پرته ژوند راته ارزښت نه‌لري."

د طالبانو حکومت په داسې حال کې د تقاعد شویو کارکوونکو د کار موده غځولې ده، چې یو شمېر متقاعدین له حکومته د دوی د درې کلن معاش د ورکړې غوښتنه کوي.

د تقاعد شویو کسانو له ډلې رحمان‌‌الله د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "درې کاله کېږي چې تقاعد مې نه‌دى اخيستى، په ستونزو او سختو حالاتو کې ژوند کوو، د فرش او لوښو په ګډون مو د کور ټول توکي پلورلي زه ناروغ يم او د درملنې توان نه‌لرم."

يو شمېر متقاعدينو، دوی ته د تقاعد د نه ورکړې له امله، څو څو ځل شکايتونه هم کړل.
يو شمېر متقاعدينو، دوی ته د تقاعد د نه ورکړې له امله، څو څو ځل شکايتونه هم کړل.

نعمان یو بل متقاعد هم د ورته ستونزې يادونه کوي او وايي: "زموږ تقاعد را نه‌کړل شو او زه په بېلابېلو ناروغيو لکه شکر روماتيزم عضلي او مفصلې او د ملا په درد اخته شوی يم، اوس نه د ژوند او نه هم د درملنې مصارف برابرولى شو او له‌‌دې چې سپين ږيری يم کار هم نه‌شم کوى."

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره د طالبانو مالیې وزارت ته امر کړی و چې د ملکي او پوځي کارکوونکو له معاشونو دې د تقاعد لپاره پیسې نه کموي.

په فرمان کې راغلي و، د ملکي او پوځي کارکونکو له معاشونو د پیسو کمول به د ۱۴۰۳ کال د حمل له میاشتې څخه ودرول شي.

د راپورونو له‌‌مخې په افغانستان کې د تقاعد عمر ۶۵ کاله دی او هم هر هغه مامور چې ۴۰ کاله یې په دولت کې کار کړی وي د تقاعد وړ دی.

XS
SM
MD
LG