بیګدلي د تهران او طالبانو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د ایران نوی استازی او سرپرست سفیر علي‌رضا بیګدلي

د افغانستان لپاره د ایران نوي استازي او سرپرست سفیر علي‌رضا بیګدلي ټینګار وکړ چې هڅې به یې دا وي چې د تهران او کابل اړیکې پراخې شي.

بیګدلي نن کابل ته ولاړ.

د ایراني رسنیو په وینا، بیګدلي به په خپل ماموریت کې لومړیتوب دې ته ورکړي چې د کابل او تهران اړیکې پسې پراخې شي، په ځانګړي توګه د اقتصاد، تجارت او ټرانزیټ په برخو کې او په ورته وخت کې به له مخدره مواد سره د مبارزې په ارتباط هڅې وکړي، همداراز به د افغان کډوالو له امله رامنځته شویو مشکلاتو ته توجه زیاته کړي.

بیګدلي کابل ته له رسېدو سره سم، د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له یو شمېر چارواکو سره وکتل.

هغه د دې لیدنې کتنې پر مهال ده د دواړو ګاونډیو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې هغه کډوال چې په قانوني ډول ایران ته ځي هغه به په دواړو سترګو مني.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې له اټکل سره سم په ایران کې نږدې څلور نیم میلیونه افغانان ژوند کوي.

ایراني چارواکو د سپټمبر په نیمایي کې ویلي وو چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به نږدې دوه میلیونه بې اسنادو افغانان له خپلې خاورې وباسي.

د افغانستان لپاره د ایران د نوي استازي د ټاکلو په اړه د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی ازادي راډيو ته وویل، په واشنګټن او تهران کې نویو ادارو ایران هڅولی چې د افغانستان په برخه کې داسې بدلونونو ته مخه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی

هغه وویل: "په ایران کې د نوي حکومت یا نوي ولسمشر له راتګ سره په طبیعي ډول دوی په خپل سیاست کې تغییر راولي، دا تجربې هم ښودلې ده چې ایرانیان کومه مدونه ستراتیژي د افغانستان په ارتباط نه لري او معمولاً تکتیکي حرکات کوي. له بلې خوا د ټرمپ راتګ چې یوه‌نیمه میاشت وروسته به قدرت ته ورسېږي، دا هم ایران دې ته هڅوي چې په سیمه کې په ځانګړې ډول په افغانستان کې د خپل نوي سیاست له مخې نوې څېرې معرفي کړي."

مسعود پزشکیان په جولای کې د ایران د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو او ډونالډ ټرمپ به د جنوري په شلمه د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

د بیګدلي پر ځای د ایران مخکېني استازي حسن کاظمي قمي د سې شنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

د ایران مخکېنی استازی حسن کاظمي قمي

د خدای پاماني د دې غونډې پر مهال متقي د دې سربېره چې د هغه د ماموریت ستاینه وکړه دا خبره هم وکړه چې له نوي استازي علي رضا بیګدلي سره به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره هڅې وکړي.

ایران له هغو هېوادونو څخه دی چې د طالبانو له حکومت سره یې ښه اړیکې دي، خو د څه باندې درېیو کلونو له تېرېدو وروسته یې لا هم په کابل کې د طالبانو واکمن حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په افغانستان کې یې تقریباً هر وخت د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د غبرګولي په میاشت کې په تهران کې د کوربه هېواد، روسیې، چین او پاکستان استازیو د افغانستان پر وضعیت په یوه غونډه کې بحث وشو، دې غونډې ته حسن کاظمي قمي ویلي وو چې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو وړاندیز ته باید اوسني چارواکي د افغانستان په چارو کې د مداخلې په سترګه ونه ګوري.