د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

افغانستان لپاره د ځینو هېوادونو د ځانګړو استازو د ګوښه کولو دوام؛ شنونکي: دغه هېوادونه له طالبانو ستړي شوي


د ایران ځانګړی استازی حسن کاظیمي قمي چې تازه له دندې ګوښه شوی او پرځای یې علي رضا بیګدلي د افغانستان لپاره د دې هېواد استازی ټاکل شوی دی.
د ایران ځانګړی استازی حسن کاظیمي قمي چې تازه له دندې ګوښه شوی او پرځای یې علي رضا بیګدلي د افغانستان لپاره د دې هېواد استازی ټاکل شوی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو او پاکستان څخه وروسته ایران د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشرځانګړی استازی او په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست له دندې ګوښه کړ.

سیاسي کارپوهان او یو شمېر پخواني ډیپلوماتان د ځینو هېوادونو له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو ګوښه کول د دغه هېوادونو په سیاستونو کې د طالبانو د رول او اغیز د کمښت په معنا بولي.

په وروستیو کې امریکا، پاکستان او ایران د افغانستان لپاره ټاکل شوي ځانګړي استازي له دندو ګوښه کړي دي.

په روسیه کې د افغانستان پخواني ډیپلوماټ غوث جانباز په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له دې معلومېږي چې افغانستان د ځینو هېوادونو په سیاستونو کې اول ځای نه لري او دغه هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې له اوسني حاکمیت سره اړیکې له عمومي عنعنوي او ډیپلوماتیکو لارې مخ ته یوسي."

په روسیه کې د افغانستان پخواني ډیپلوماټ غوث جانباز
په روسیه کې د افغانستان پخواني ډیپلوماټ غوث جانباز

په هند کې د افغانستان پخوانی ډیپلومات همایون محتاط بیا وايي، له ورستیو بدلونو داسې ښکاري چې ځینې هېوادونه له طالبانو سره له پېچلو اړیکو ستړي شوي دي.

هغه په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "موږ په ډیپلوماسۍ کې یوه اصطلاح لرو چې هغې ته (سیاسي خستګي) وايي، له طالبانو سره د دغو هېوادونو په اړیکو کې دغه مسئله لیدل کیږي، هغه په دې معنا چې له یوه رژیم سره تعامل کېږي، خو په مقابل کې ځواب نه ترلاسه کېږي چې بیا هېوادونه له دا ډول حالته ستړي شي، زه فکر کوم چې همدغه مسئله د ځانګړو استازو د ګوښه کېدو اصلي علت کېدای شي."

سعیدي وايي:دا ښيي چې د ایران حاکمیت دا نتیجه اخیستې چې د افغانستان لپاره د ډیپلوماټانو کار یې اغېزمن نه دی.

د سیاسي چارو کارپوه صلاح‌الدین سعیدي د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي د ګوښه کېدو د لاملونو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه فکر کوم د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازې ګوښه کول او بیخي د دغه پوسټ له‌منځه وړل له ایران څخه د راتلونکو فرهنګي کتابونو چې طالبانو راټول کړي له مسئلې سره تړاو لري، دا ښيي چې د ایران حاکمیت دا نتیجه اخیستې چې د افغانستان لپاره د ډیپلوماټانو کار یې اغېزمن نه دی."

دا په داسې حال کې ده چې پرون یکشنبه د نومبر ۲۴مه د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او په کابل کې د ایران سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي له دندې ګوښه او علي رضا بیګدلي یې د سفیر په توګه وګماره.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر د میاشتې په ۱۰مه د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی اصف درانی له دندې کوښه کړ او ورپسې د امریکا متحدو ایالتونو د روان میلادي کال د اکتوبر په لومړیو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ له دندې ګوښه کړ.

حسن کاظمي قمي د ۱۴۰۱ کال د قوس په میاشت کې د افغانستان لپاره د ایران د سفیر په توګه وټاکل شو او ترڅنګ په افغانستان کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه هم چارې مخ ته وړلې.

د افغانستان لپاره د ایران تازه ګومارل شوی سفیر علي رضا بیګدلي تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو د مرستیال، په قزاقستان کې د ایران د ډیپلوماتیکې استازولی د استازي او په ازربایجان، قبرس او ترکیې د سفیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

د افغانستان لپاره د ایران تازه ګومارل شوی سفیر علي رضا بیګدلي
د افغانستان لپاره د ایران تازه ګومارل شوی سفیر علي رضا بیګدلي

که څه هم د نړۍ هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو طالبانو تل دا ویلي چې غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري په داسې حال کې بېلابېلو بسټونو او ګڼو هېوادونو د طالبانو د ځپونکو اقداماتو له کبله پر دوی تل نیوکې کړي دي.

XS
SM
MD
LG