د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د سلګونو سیمهییزو ټولګیو له تړلو وروسته، طالبانو تازه بامیانو ولایت کې هم ټول سيمهييز ټولګي تړلي دي.
د بامیانو ولایت ځینې سيمهييزې سرچینې وایي، دا لسګوڼه ټولګي د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) لهخوا د وطن ټولنیزو او تخنیکي خدماتو د مؤسسې "ډبليوايسټياې" په همکارۍ د دې ولایت په ليرې پرتو سیمو کې فعال وو.
بدبختانه طالبانو دا ټولګي لهدې له امله بند کړل چې د کوچنيو هلکانو او نجونو ټولګي یوځای وو.امير مهدي د باميان اوسېدونکی
یادې سرچینې چې د زدهکوونکو کورنۍ او د هغوی ښوونکي دي زياتوي چې، د دې ټولګیو تړل کېدو له سلګونو هغو هلکانو او نجونو څخه د زدهکړو فرصت واخيست چې، له وړاندې یې ښونځيو ته لاسرسی نه درلود.
امیر مهدي، چې د بامیانو ولایت یو اوسېدونکی دی او درې ماشومانو یې په دغو ټولګیو کې زدهکړه کوله، ازادی راډيو ته يې وویل: "دا ټولګي زموږ ماشومانو ته ډېر ګټور وو، ډېر څه یې زده کړي وو، خو بدبختانه طالبانو دا ټولګي لهدې له امله بند کړل چې د کوچنيو هلکانو او نجونو ټولګي یوځای وو. له یونېسف څخه غواړو چې پر طالبانو فشار راوړي، څو زموږ ماشومان له زدهکړې محروم نهشي."
نجيب سادات چې د بامیانو یو بل اوسېدونکی دی، وايي: "دا ټولګي زموږ لپاره په لرې پرتو سیمو کې یوه هیله وه، هلته چې مکتبونه نهشته. اوس طالبان غواړي د دې ټولګیو پر ځای خپلې دیني مدرسې جوړې کړي او زموږ ماشومان یا مجبور دي د طالبانو دیني مدرسو ته لاړ شي یا له سواد څخه بېبرخې پاتې شي."
یو ښوونکی، چې د موضوع د حساسیت له امله نهغواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته يې وویل: "په بامیانو کې د زدهکړیزو مرکزونو بندېدو دلیل څه دی؟ باید چارواکي یې ځواب ووايي. پهداسې حال کې چې نیمه ټولنه له سواد بېبرخې ده، باید هڅه وشي چې د زدهکړې لارې لا زیاتې پرانيستل شي، نه دا چې هره ورځ پهدې برخه کې د ګڼو ستونزو شاهدان واوسو. له مسوولینو، په ځانګړې توګه د یونېسف دفتر څخه غوښتنه کوو چې د زدهکړیزو مرکزونو په بیا پرانيستلو کې مرسته وکړي."
بامیانو ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکو لا پهدې اړه څه نهدي ویلي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) مسوولینو هم ازادی راډيو ته پهدې اړه ځواب ور نهکړ خو، د روانې اوونۍ د سهشنبه، په ورځ د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د سلګونو سیمهییزو ټولګیو له تړل کېدو وروسته، د یونېسف د رسنیو دفتر ازادي راډيو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي وو چې، دوی دا وضعیت په غور څاري او ژر به یې پایلې له رسنیو سره شریکې کړي.
په دې اړه نور: طالبانو په ارزګان او یو شمېر نورو سویلي ولایتونو کې هم پر سیمهییزو ټولګیو بندیز لګولید طالبانو حکومت د روانې اوونۍ په ترڅ کې د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل په ګډون په جنوبي ولایتونو کې د نړیوالو ادارو په ملاتړ د سلګونو سیمهییزو ټولګیو دروازې وتړلې.
سیمهییز ټولګي چې د نړیوالو مرستندویو ادارو په مرسته فعالیت کوي، هغو هلکانو او نجونو ته د لومړنيو زدهکړو فرصت برابروي، چې ښوونځي یې له استوګنځایونو ليرې دي یا د فقر او ټولنیزو محدودیتونو له امله له زدهکړې بېبرخې پاتې شوي دي.
د یونېسف د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۸ زره سیمهییز ټولګي په ۳۰ ولایتونو کې فعال دي، چې له ۵۶۶ زره څخه زیات ماشومان پهکې زدهکړه کوي.