ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه باید افغان مېرمنې او نجونې له پامه ونه غورځوي

د کابل پوهنتون مخکې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام یا "یواین ډي‌پي" استازي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې افغان نجونې او مېرمنې باید له پامه ونه غورځوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي سټیفین رودریکس له افغان نجونو او مېرمنو څخه د نړۍ پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

نوموړي تازه د "این‌ایچ‌کې" په نوم یوې جاپانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، نړیواله ټولنه باید افغان مېرمنې او نجونې له پامه ونه غورځوي.

ارشیف: په نیمروز کې د سوالګرو مېرمنو یو انځور. د طالبانو د بندیزونو له کبله یو شمېر ښځې سوال کولو ته اړې شوې دي.

رودریکس پر افغان نجونو د طالبانو وروستي بندیزونو ته په اشارې سره اندېښنه ښودلې چې امکان لرِي دا ځپل لا بدتره شي او دا یې په ټولنه کې د ښځو د شتون او غږ د سیستماتیک حذفولو یوه برخه بللې ده.

رودریکس وايي: که موږ د افغانستان وضعیت له پامه وغورځوو او هغه په همدې ماتېدونکي وضعیت کې پاتې شي او لا خراب او بې ثباته شي، نو پنځه کاله وروسته به موږ هماغه ځای ته ورګرځو چېرته چې موږ پیل کړی و.

هغه په دې مرکه کې زیاته کړې: "موږ د غزې، اوکراین، لبنان او نورو ځایونو د مسایلو اهمیت درک کوو، خو موږ غواړو خبرداری ورکړو چې که موږ د افغانستان وضعیت له پامه وغورځوو او هغه په همدې ماتېدونکي وضعیت کې پاتې شي او لا خراب او بې ثباته شي، نو پنځه کاله وروسته به موږ هماغه ځای ته ورګرځو چېرته چې موږ پیل کړی و."

سټیفین رودریکس په خپلو خبرو کې دغه راز وویل په داسې حال کې چې نړيواله ټولنه پر اوکراين او منځني ختيځ تمرکز کوي، له ۲۰۲۱م کال راهيسې له افغانستان سره مرستې کمې شوي او د ښځو د کار د ځایونو او د هغوى د ژوند د ملاتړ لپاره د تمویل کچه د سږکال د اړتیا وړ بودیجې له نیمايي څخه ټیټه شوې ده.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم وايي، که ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د افغان مېرمنو د حقونو په برخه کې جدي اقدام ونه کړي، په دې هېواد کې به شته بشري ناورین لا زیات شي.

له ډلې یې طاهرې کریمي ازادي راډيو ته وویل: "دا محدودیتونه پر ښځو ډېر ناوړه اغېزه لري او یواځې یو نسل نه، بلکې د افغانستان څو نسلونه پر شا تګ کوي. د ملګرو ملتونو استازي او ملګري ملتونه دا وړتیا لري چې د دې پر وړاندي جدي اقدام وکړي."

یوه افغانه مېرمن چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل: "زموږ هیله له نړیوالو څخه هغه که د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دي یا که د اسلامي هېوادونو نړیوال سازمان دا ده چې په افغانستان کې مېرمنو او د هغوی حقونو ته پاملرنه وکړي، ‎ښځې دې له پامه ونه غورځول شي او دوی سره مرسته وشي څو وکولای شي لږ تر لږه په افغانستان کې په ښه توګه ژوند وکړي."

ارشیف: په کابل کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ښځینه کارکوونکو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی د کار د دوام غوښتنه کړې وه.

طالبانو په افغانستان کې واک ته تر بیا ځلې رسېدو وروسته د زده‌کړو او کار په ګډون په افغان مېرمنو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو پر افغان مېرمنو د محدودیتونو په لړ کې په وروستیو کې د امر بالمعروف قانون اعلان کړ چې د نړیوالو له ګڼو غبرګونونو سره مخ شو.

د دې قانون په ۱۳مه ماده کې چې د روان کال په اګست میاشت کې اعلان شو آن د ښځو غږ عورت بلل شوی او د دوی د مخ پر بشپړ پوښلو په کې ټینګار شوی دی.

د دې قانون په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو سره سره د طالبانو حکومت په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون پر پلی کولو ټینګار کړی دی.