د تاجکستان امنیتي چارواکي ادعا کوي چې یوې وسلهوالې ډلې د افغانستان له قلمرو څخه د تاجکستان په نژدې سرحدي ولایت ختلان کې برید کړی او هلته یې یو چینایی وګړی وژلی دی.
د تاجکستان دوو امنیتي سرچینو چې په امنیتي دلایلو نه غواړي نومونه یې واخیستل شي د ازادي راډیو تاجکي څانګې ته ویلي چې دا حمله د یکشنبې په ورځ د لړم په ۲۷مه ماښام مهال وشوه.
د تاجکستان او د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې اړه احمدتکل د افغان خبریال میرویس افغان نظر وپوښت او لومړی یې ترې پوښتلي چې د تاجکي چارواکو ادعا د ده له نظره څومره کره ده؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5