د راپورونو له مخې په تاجکستان کې یوه حمله کې چې ګومان کېږي د افغانستان له خاورې به شوې وي، د چین یو وګړی وژل شوی دی.
په دې حمله کې چې تېره شپه د افغانستان پولې ته څېرمه شوې، د چین څلور وګړي او یو ځایي اوسېدونکی ټپیان شوي دي.
له پېښې باخبره سرچینو رسنیو ته ویلي چې دغه حمله د تاجکستان د شمسالدین شاهین ولسوالۍ په دره زربز ساحه کې شوې ده.
د تاجکستان د ختلان ولایت دغه ولسوالي د افغانستان پولې ته څېرمه پرته ده چې کله ناکله ورڅخه د ناامنیو راپورونه ورکول کېږي.
دوو سرچینو د موضوع حساسیت ته په پام د نومونو د نه ښوولو په شرط د ازادې اروپا/ازادۍ رادیو د تاجکستان څانګې ته نن دوشنبه ویلي چې دغه حمله تېره شپه شوې ده.
خو د تاجکستان چارواکو د دې پېښې په باب تر اوسه رسماً څه نه دي ویلي او د چین حکومت هم لا څه نه دي ویلي.
د طالبانو حکومت له چین سره نږدې اړیکې لري او چین له هغو هېوادونو دی چې د طالبانو ډیپلومات یې منلي دي.
تر اوسه مشخصه ده چې په دې حمله کې د مخدره موادو قاچاقوونکي که جنګي ډلې لاس لري.
د تاجکستان په دې سیمه کې د چینايي وګړو حضور، د سرو زرو په یوه کان کې د دوی له فعالیت سره تړاو لري.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به بل هېڅ هېواد پر خلاف نه کارول کېږي، خو تاجکستان په وار وار له پولې هاغاړې د امنیتي ګواښونو په باب اندېښنې ښوولې دي.
د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې د ۲۰۲۳م کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه د انصار اله په نوم د یوې افراطي ډلې چې په تاجکستان کې یې فعالیت منع دی، د درېیو غړو د وژلو تر څنګ د وسلو او مهماتو د کشف خبر ورکړی و.
په مستقل ډول د دغسې ادعاګانو تایید یو سخت کار دی.
تر دې مخکې هم په سرحدي ولسوالۍ شمسالدین شاهین کې د تاجکستان پر وګړو او پوله ساتو د حملو او د هغوی د یرغمل کېدو راپورونه ورکړل شوي وو، خو دا لومړی وار دی چې د چین یو وګړی په دې سیمه کې وژل کېږي او څلور نور چینايي وګړي ټپیان کېږي.
تاجکستان په وار وار د خپلو سرحدونو د خوندیتوب په باب اندېښنې ښوولي او د افغانستان پولې ته څېرمه یې خپل امنیتي تدابیر سخت کړي دي.