په خوست کې د درېیو راډیوګانو بندولو په افغانستان کې د بیان د ازادۍ کورني او نړیوال بنسټونه اندېښمن کړي دي.
په تېرو دوو اوونیو کې د خوست سیمهيیزو چارواکو د درېیو راډیوګانو پر خپرونو د موسیقۍ د خپرولو له کبله بندیز ولګاوه.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چارواکو د ژمن راډیو خپرونو ته د دې تعهد له اخیستو وروسته د خپرونو اجازه ورکړې چې موسیقي به نهخپروي.
د بېپولې خبریالانو ټولنې یا RSF په یوه راپور کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور پر وزارت غږ کړی، چې د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د افغانانو د حق ځپل دې پای ته ورسوي.
په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست د اکتوبر په ۲۶مه رسنیو ته خبر ورکړ چې د موسیقۍ او د ښځو په اواز د خپرونو اجازه نهلري.
د اکتوبر په ۳۱مه چارواکو د غرغښت راډیو خپرونې لهدې اصولو څخه د سرغړونو په تور بندې کړې، خو درې ورځې وروسته یې پهدې شرط د خپرونو د بیاپیل اجازه ورکړه چې موسیقي به نهخپروي.
په دې اړه نور: خوست کې د ژمن راډيو خپرونې بېرته پيل شوېسیمهيیزو چارواکو د نوامبر په شپږمه د لونګ راډیو خپرونې هم په همدې دلیل بندې کړې.
دا راډیو چې د موسیقۍ د خپرولو ترڅنګ یې د نجونو لپاره د ثانوي او لوړو زدهکړو تعلیمي خپرونې جوړولې، تر اوسه بنده ده.
"د افغانستان د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې طالبان نه ښه پالیسي لري او نه ښه نیت.عزيز احمد تسل
د امربالمعروف ادارې له لونګ راډیو مخکې د ژمن راډیو خپرونې هم بندې کړې وې، خو دې راډیو تېره دوشنبې د لړم په ۲۱مه د خپرونو اجازه ترلاسه کړه.
د کابل پرس کلب مشر او رسنیز فعال عزیز احمدتسل وايي، د افغانستان رسنۍ اوسمهال د طالبانو د استخباراتو لهخوا ګواښل کېږي.
نوموړی وايي: "د افغانستان د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې طالبان نه ښه پالیسي لري او نه ښه نیت. له بدهمرغه کومه پالیسي چې دوی لري، لکه د ساعت په څېر باید په یوه ډول وګرځي. که یوه درجه هم ښکته او پورته شي بیا د استخباراتو له لوري خبریالان بندیانېږي او رسنۍ یې تړل کېږي. تازه بېلګه یې د خوست د رسنیو ده چې له نیکهمرغه یوه رسنۍ یې بېرته خلاص شوې ده خپل فعالیت یې پیل کړی."
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د خپلې واکمنۍ له ټینګولو سره هممهاله پر ټولو کورنیو رسنیو په تدریجي ډول خپل واک ټینګ کړی دی او خصوصي رسنۍ هم تقریبا د دولتي رسنیو په څېر اداره کوي.
په وروستیو څو اوونیو کې بېلابېلو کورنیو رسنیو ته هغه تګلارې استول شوي چې، طالبانو یې عملي کول جبري بللي دي.
![طالبانو په وروستيو کې رسنيو ته دستور ورکړی، چې د ژوندي موجوداتو د تصويورونو خپرول بند کړي، چې دا چاره په ډېری ولايتونو کې عملي شوې هم ده.](https://gdb.rferl.org/b737c262-a305-45e1-a1fe-af431b524812_w1080_h608_s.jpg)
طالبانو په وروستيو کې رسنيو ته دستور ورکړی، چې د ژوندي موجوداتو د تصويورونو خپرول بند کړي، چې دا چاره په ډېری ولايتونو کې عملي شوې هم ده.
پهدې تګلارو کې یوه دا ده چې هيڅوک به د نظام پر اجراتو نیوکې نهکوي.
همداراز دې رسنیو ته په تحلیلي بحثونو کې د ګډون لپاره د ځانګړو شنونکو نومونه ورکړل شوي دي.
د بېپولې خبریالانو د ټولنې د جنوبي اسیا د څانګې مشرې سیلیا میرسي Célia Mercier په هغه راپور کې چې پرون دې ټولنې خپور کړ ویلي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د رسنیو بېرحمانه ځپل پیل کړي او ټول خپلواک غږونه یې غلي کړي دي چې په نتیجه کې یې د افغانستان اواز د ویرې له کبله خاموش شوی دی.
مېرمن میرسي وايي، د خوست پر راډیوګانو بندیز هغه وېروونکې نښې نښانې ښيي چې پر سنیو تحمیل شوې ایډیالوژي د پراخېدو په حال کې ده.