د واشنګټن او تهران ترمنځ د اړيکو هڅه؛ ايلون ماسک ملګروملتونو کې د ايران له سفير سره ليدلي

ملګروملتونو کې د ايران سفير سعيد ايرواني او ايلون ماسک

د راپورونو له‌‌‌مخې ایلون ماسک چې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ نژدې متحد دی، د واشنګټن او تهران ترمنځ د شخړو د کمېدو په نیت په ملګروملتونو کې د ایران له سفیر سره کتلي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون پنج‌شنبې د یوې ایرانۍ سرچینې په وینا راپور ورکړ چې، امریکایي میلیارډر ایلون ماسک د نومبر په یوولسمه په ملګروملتونو کې د ایران له سفیر سره څه باندې یو ساعت په یوه پټ ځای کې لیدلي دي.

دې ایرانۍ سرچینې چې ورځپاڼې یې نوم نه‌‌‌دی اخیستی، دا خبرې مثبتې ارزولې دي.

خو د دې راپور تر چمتو کېدو پورې واک ته د ټرمپ د لېږدېدو ټیم او په ملګروملتونو کې د ایران استازولۍ دا غونډه نه‌ده تایید کړې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د یوې سرچینې له خولې ویلي چې، په ملګروملتونو کې د ایران سفیر هم له ماسک څخه غوښتنه کړې چې، متحدایالات دې پر ایران لګول شوي بندیزونه لیرې کړي او تهران کې دې د سوداګرۍ چارې پیل کړي.

د فرانس پریس اژانس په باور، که چېرته دا خبرې شوې وي، دا د دې څرګندونه کوي چې ډونالډټرمپ له ایران سره د ډیپلوماسۍ په برخه کې جدي دی او دا د ټرمپ په نوې اداره کې د ټسلا، ایکس او سپیس ایکس د څښتن ایلون ماسک د نفوذ بله نښه ده.

ايلن ماسک ټرمپ سره د کمپاين پر مهال مالي مرسته هم کړې وه.

د راپور له‌‌‌مخې د نړۍ له مشرانو سره د ټرمپ په اکثرو ټیلفوني خبرو کې ښاغلی ماسک هم حاضر و.

متحدایالات د لوړ زکاوت یا آی کیو لرونکو غړیو څخه جوړ یوه کوچني حکومت ته اړتیا لري
ايلن ماسک

ټرمپ نوموړی د یوې نوې جوړې شوې ادارې د مشر په توګه ټاکلي چې د حکومت له محدودو بهر به فعالیت کوي او هدف یې د بیروکراسۍ له‌‌منځه وړل او د بې‌‌ځایه لګښتونو کمول دي.

ایلون ماسک پرخپلې ایکس‌‌پاڼه کې لیکلي چې، متحدایالات د لوړ زکاوت یا آی کیو لرونکو غړیو څخه جوړ یوه کوچني حکومت ته اړتیا لري چې، په لګښتونو کې د پام وړ کموالي لپاره په خپله خوښه اتیا ساعته په اوونۍ کې کار وکړي.

په ملګروملتونو کې د ایران له سفیر سره د ایلون ماسک د کتنې راپور داسې مهال خپرېږي چې، د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر رافايل ګروسي ایران ته په سفر کې پرون پنج‌شنبې له ایران او نړیوالو شریکانو وغوښتل چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرو کې د پام وړ نتیجې ته ورسیږي، ځکه د ده خبره د امریکا د ولسمشر په توګه (د منتخب ولسمشر، اضافي دی) د ډونالډ ټرمپ د دندې له پیلېدو سره ښایي د ډیپلوماسۍ کړکۍ وتړل شي.

ټرمپ په خپلې پخوانۍ واکمنۍ کې په ۲۰۱۸م کال کې خپل هېواد د ایران د اټومي پروګرام له هغه تړون څخه وایست چې له نورو اړخونو، فرانسې، بریتانیا، چین، روسیې او جرمني سره یې په ګډه په ۲۰۱۵م کال کې لاسلیک کړی و.

په دې اړه نور: تهران ته د رافايل ګروسي سفر؛ له ايراني چارواکو سره يې پر اټومي پروګرام خبرې کړي

ګروسي د ایران د اټومي پروګرام له مشر محمد اسلامي سره تر کتنې وروسته پرون پنج‌شنبې په تهران کې په یوه خبري غونډه کې وویل، دى پوهېږي چې د پام وړ ځينو پايلو ترلاسه کول د دې لپاره اړين دي، چې ثابته شي ګډ کار نتیجه ورکوي او په‌‌دې برخه کې یو پرمختګ کولای شي د تقابل مخه ونیسي.

په ۲۰۱۸ م کال کې چې د ټرمپ د پخوانۍ ادارې پر مهال واشنګټن د ایران د اټومي پروګرام په اړه له موافقې ووت او پر تهران یې بېرته بندیزونه ولګول، ایران هم خپل اټومي پروګرام ته پراختیا ورکړه او له خپلو اټومي تاسیساتو یې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د څارونکو څارنه محدوده کړه.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د هغو راپورونو په اړه خبرداری ورکړی چې وایي، تهران د غني شویو یورانیمو ذخیره ۶۰سلنې ته لوړه کړې او د اټومي وسلې جوړولو ته چې ۹۰سلنه غني شویو یورانیمو ته اړتیا لري، نژدې شوی دی.