د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

تهران ته د رافايل ګروسي سفر؛ له ايراني چارواکو سره يې پر اټومي پروګرام خبرې کړي


د ايران د اټومي پروګرام مشر محمد اسلامي او د نړۍ د اټومي ادارې مشر رافايل ګروسي
د ايران د اټومي پروګرام مشر محمد اسلامي او د نړۍ د اټومي ادارې مشر رافايل ګروسي

د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر رافايل ګروسي نن په تهران کې له ایراني چارواکو سره د دې هېواد د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړې.

دا یوحقیقت دی چې روانې نړیوالې او سیمه‌‌ییزې شخړې د خبرو او ډیپلوماسۍ فضا پراخوي نه، بلکې لا یې محدودوي.
رافايل ګروسي

رافايل ګروسي له ایران او نړیوالو شریکانو وغوښتل چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرو کې د پام وړ نتیجې ته ورسیږي، ځکه د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډټرمپ ټاکل کېدو، د دندې له پیلېدو سره ښایي د ډیپلوماسۍ کړکۍ وتړل شي.

ټرمپ په خپلې پخوانۍ واکمنۍ کې په ۲۰۱۸م کال کې خپل هېواد د ایران د اټومي پروګرام له هغه تړون څخه وایست، چې له نورو اړخونو، فرانسې، بریتانیا، چین روسیې او جرمني سره یې په ګډه په ۲۰۱۵م کال کې لاسلیک کړی و.

ګروسي د ایران د اټومي پروګرام له مشر محمد اسلامي سره تر کتنې وروسته نن پنج‌‌شنبې په تهران کې په یوه خبري غونډه کې وویل، دى پوهېږي چې د پام وړ ځينو پايلو ترلاسه کول د دې لپاره اړين دي چې ثابته شي ګډ کار نتیجه ورکوي او په‌‌‌دې برخه کې یو پرمختګ کولای شي د تقابل مخه ونیسي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر همدارنګه وویل، دا یوحقیقت دی چې روانې نړیوالې او سیمه‌‌ییزې شخړې د خبرو او ډیپلوماسۍ فضا پراخوي نه، بلکې لا یې محدودوي.

رافایل ګروسي تهران ته په سفر کې دغه راز د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره هم خبرې وکړې.

د ايران د بهرنيو چارو وزير عراقي او رافايل ګروسي
د ايران د بهرنيو چارو وزير عراقي او رافايل ګروسي

عراقچي د ایران هغه ستر مرکچي و چې د خپل هېواد د اټومي پروګرام په اړه یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره یې د نړۍ له سترو قدرتونو سره خبرې مخته وړې او په نتیجه کې یې په ۲۰۱۵ کال کې یو تړون لاسلیک شو.

د دغه تړون له‌‌‌مخې د ایران د یورانیمو د غني کولو تر ټولو لوړه کچه پر ۳،۶۵ سلنې پورې محدوده شوه او لوېدیځ هم پر تهران لګول شوي بندیزونه یو څه نرم کړل.

عراقچي نن په خپله ایکس‌‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې له ښاغلي ګروسي سره خبرې مهمې او زغردې وبللې.

هغه ژمنه وکړه چې تهران به د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره اټومي پروګرام ته د نه پراختیا ورکولو په نيت په زړورتیا او ښه نیت همکارۍ ته دوام ورکړي.

هغه د تهران پخوانۍ ادعا تکرار کړه چې ویلي یې دي، د ایران اټومي پروګرام سوله‌ییز دی.

په ۲۰۱۸م کال کې چې د ټرمپ د پخوانۍ ادارې پر مهال واشنګټن د ایران د اټومي پروګرام په اړه له موافقې ووت او پر تهران یې بېرته بندیزونه ولګول، ایران هم خپل اټومي پروګرام ته پراختیا ورکړه او له خپلو اټومي تاسیساتو یې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د څارونکو څارنه محدوده کړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG