د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

زيلينسکي: د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو پلان جوړ شوی


د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلينسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلينسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلينسکي وایي، په روسیه کې د دوی پيل شوې جګړه به د خبرو له لارې پای ته رسیږي، هغه هم داسې چې اوکراین به په‌کې برلاسی وي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلينسکي وایي، راتلونکې میلادي میاشت متحده‌ایالتونو ته ځي چې هلته به د ملګروملتونو په عمومي اسامبله کې ګډون وکړي او هم به د دغه هېواد له لوړپوړو چاروکو سره وګوري.

زيلينسکي پرون سه‌شنبه په کیف کې خبریالانو ته وویل، دی به د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د پلان شوي ملاقات پر مهال هغه ته د جګړې د پای ته رسېدو پلان وړاندې کړي.

د هغه په خبره د سولې په دغه پلان کې د روسیې په کورسک سیمه کې د اوکراین د جګړې پای ته رسېدل او له اوکراین سره اقتصادي او ډیپلوماتیکې همکارۍ شاملې دي.

د زيلينسکي په وینا، د سولې د پلان بله مهمه برخه دا ده چې روسیه په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو ته اړه کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې له روسیې سره یې د هېواد جګړه به باالاخره د خبرو له لارې پای مومي، خو په وینا یې دا خبرې به داسې وي چې د اوکراین دریځ به په‌کې پياوړی وي.

اوکرايني سرتېری د جګړې په کرښه کې.
اوکرايني سرتېری د جګړې په کرښه کې.

د اوکراین ولسمشر وایي، د سولې دغه پلان به د امریکا د ولسمشر له مرستیالې او ټاکنو ته د ډیموکرات ګوند له نوماندې کمالا هریس او ممکن د جمهوري غوښتونکو له نوماند او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم شریک کړي.

زيلينسکي پرون داسې مهال د سولې د پلان مهم ټکي په ډاګه کړل چې، په خبره یې د لومړي ځل لپاره یې هغه بالستیک توغندی و ازمایه چې خپله اوکراین کې جوړ شوی دی.

هغه که څه هم د دغه توغندي د څرنګوالي نور جزیات په ډاګه نه‌کړل، خو زیاته یې کړه چې هېواد یې د ( د هریم-۲) بالستیک توغندیو په سیستم هم کار کوي.

دغه توغندي د لنډ واټن لپاره کارول کېږي.

ښاغلی زیلینسکي دا اعلان داسې مهال کوي چې اوکراین له خپلو لوېدیځو متحدانو څخه بیا بیا غواړي چې د لوېدیځ په وسلو د روسیې په خاوره کې د برید اجازه ورکړي، څو د اوکراین پر ملکي وګړو او د انرژۍ پر تاسیساتو د مسکو د حملو د مخه ونیسي.

اوکراین داسې مهال د سولې د نوې طرحې او د نویو توغندیو د جوړولو هڅه کوي چې روسیې تېرو دوو ورځو کې پر دغه هېواد خونړي بریدونه کړي دي.

هم‌مهاله د روسیې په کورسک سیمه کې له تېرو درې اوونیو راهیسې د اوکراین جګړه هم روانه ده او دغې جګړې هلته په کورچاتوف اټومي بټۍ کې د یوې اټومي پېښې ویره هم رامنځته کړې ده.

کورسک ته د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ مشر رافایل ګروسي له خپل سفره وروسته دغه اندېښنه ښودلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG