د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

‎ د هند صدراعظم نریندرا مودي اوکراین ته د تاریخي سفر په ترڅ کې د سولې غوښتنه وکړه


اوکراين ته د نريندرا مودي سفر
اوکراين ته د نريندرا مودي سفر

‎کییف ته په تېرو دېرشو کلونو کې چې د هند او اوکراین دوه اړخیزې اړیکې پیل شوي دا د هند د صدراعظم لومړنی سفر دی.

نریندرا مودي ویلي چې د "هند او اوکراین د دوستۍ د لا ټینګښت" هوډ لري.

هغه چې له پولند وروسته د جمعې په ورځ کییف ته ولاړ د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره لومړی هغه موزیم ته لاړ چې په جګړه کې د وژل شویو اوکرایني ماشومانو د درنښت لپاره جوړ شوی.

مودي وروسته له زیلینسکي سره په غونډه کې وویل، هند د اوکراین د جګړې په برخه کې بې‌تفاوته نه وو پاتې او تل یې د سولې پلوي کړې.

نوموړي ويلي: "موږ عاقلانه له جنګ څخه لیرې پاتې شوي یو، دا په‌دې مانا نه‌ده چې موږ بې تفاوته یو، له لومړۍ ورځې څخه، موږ بې طرفه نه وو، موږ یو اړخ نیولی او په زغرده مو د سولې غوښتنه کړې."

مودي د دې جګړې د سوله‌ییز حل لپاره چې د هند د متحد روسیې له‌خوا پیل شوې د خپل لید په اړه توضیحات ورنه‌کړل.

مودي همداراز وویل، هېواد یې چمتو دی د اوکراین سره بشري مرستې وکړي.

دا وار زیلینسکي کییف ته د مودي په سفر په اړه څه وینا ونه‌کړه خو په خپله پاڼه یې له مودي سره د وژل شویو ماشومانو د یادښت ځای ته د ورتلو په اړه ولیکل.
دا وار زیلینسکي کییف ته د مودي په سفر په اړه څه وینا ونه‌کړه خو په خپله پاڼه یې له مودي سره د وژل شویو ماشومانو د یادښت ځای ته د ورتلو په اړه ولیکل.

هند وروسته له هغه د ځینو لوېدیځو هېوادونو تر سختو نیوکو لاندې راغی کله چې هغه تېره میاشت په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل، هغه هم داسې وخت چې په کییف کې د ماشومانو پر روغتون د روسیې له‌خوا وژونکي توغندیز برید شوی وو.

متحده‌ایالات په ځانګړې توګه روسیې ته د مودي د دوه ورځني سفر په اړه اندېښمن وو، ځکه چې دوی نوي ډیلي ته د چین د کنټرول لپاره په خپله ستراتیژۍ کې د یو مهم ستنې په توګه ګوري.

روسيه ته د مودي د سفر يو انځور
روسيه ته د مودي د سفر يو انځور

زیلینسکي هم په هغه وخت کې د مودي د سفر په اړه کلکې نیوکې کړې وې او ویل یې چې: "دا د سولې هڅو ته یو لوی مایوسي او ویجاړونکی ګوزار دی چې د نړۍ د ترټولو لوی ډیموکراسۍ مشر په مسکو کې د نړۍ ترټولو خونړی مجرم په غېږ کې نیسي."

دا وار زیلینسکي کییف ته د مودي په سفر په اړه څه وینا ونه‌کړه خو په خپله پاڼه یې له مودي سره د وژل شویو ماشومانو د یادښت ځای ته د ورتلو په اړه ولیکل.

زیلینسکي وویل، له ښاغلي مودي سره یې د روسیې د یرغل په نتیجه کې د وژل شویو ماشومانو یاد ځای يې ولید.

هغه ټینګار وکړ چې ماشومان باید هر ځای کې خوندي وي او موږ باید دا یقیني کړو.

XS
SM
MD
LG