د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

زیلینسکي: اوکرایني ځواکونه به په کورسک کې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړي


په کورسک کې د روانې جګړې یو انځور
په کورسک کې د روانې جګړې یو انځور

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي اعلان کړی چې ځواکونه به یې په کورسک کې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړي او جنرالانو ته یې امر کړی چې د روسیې په خاوره کې بل "مهم ګام" واخلي.

د چهارشنبې په ورځ د اوکرایین د پوځ مشر اولکساندر سیرسکي ددغه هېواد ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ته د خپلو پرمختګونو په اړه راپور ورکړ او ویې ویل چې د سودژا سرحدي کلي کنټرول یې په لاس کې اخیستی.

اوکراین وروسته له هغه په لوېدیځو سیمو کې د روسیې په لور پرمختګ وکړ چې زرګونه سرتېري هلته ځای پر ځای او روسیه یې غافلګیره کړه.

دا له ۲۰۲۲م کال راهیسې چې په اوکراین د روسیې غیر موجه یرغل پیل شوی د اوکراین لوی پرمختګ بلل کېږي.

اوکراییني ځواکونو ادعا کړې چې شاوخوا زره کیلومتره مربع ساحه یې له روسیې نیولې ده.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي چې له دې وضعیت خوښ دی، وايي چې خپلو سرتېرو ته یې امر کړی چې همداسې پرمختګ ته دوام ورکړي او بل مهم ګام د ده په خبره د روسیې په خاوره کې پورته کړي.

د اوکرایني چارواکو دا ادعاوې په خپلواګه توګه د تایید وړ نه دي.

په همدې حال کې د چهارشنبې په ورځ د اګست ۱۴مه د اوکراین تلوېزیون د کورسک په سیمه کې له یوې حکومتي ودانۍ څخه د روسیې د بیرغ د لرې کولو انځورونه خپاره کړل.

په دې انځورونو کې درې اوکرایني سرتېري د روسیې بیرغ ښکته کوي او د وطن پالنې شعارونه ورکوي.

په دې سیمه کې د اوکراین بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د خپلو بې پیلوټه الوتکو بریدونه نه دي بند کړي.

د اوکراين هوايي ځواک او سيمه‌ييزو چارواکو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تېره شپه اوکراين د روسيې له لوري د ویشتل شویو ۲۳ ډرونونو له ډلې څخه ۱۷ يې ويشتلي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن هم د چهارشنبه په ورځ اعلان وکړ چې د اوکراین وروستي بریدونه د د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره "رښتینی کړکېچ" رامنځته کړی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

بایډن همداراز اعلان وکړ چې امریکا په دې عملیاتو کې هیڅ ډول ښکېلتیا نه لري.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کورسک پر سیمې د کییف بریدونه به د سولې خبرې د اوږدې مودې لپاره وځنډوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا ویلي چې اوکراین ته به د "د پام وړ ځواب" ورکړي او د کییف لوېدیځ ملاتړي یې د اوکرایین په مرسته تورن کړل.

د روسیې خاورې ته د جګړې غځول دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا د اوکراین پوځ هغه وسلې چې په دې وروستیو کې یې د ناټو له غړو هېوادونو څخه ترلاسه کړې دي د دې عملیاتو لپاره کارولي که‌نه؟

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG