د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۶

د روسیې په لیپیڅک کې پر یوې هوايي اډې د ډرونونو د پراخ برید خبر ورکړل شوی


د روسیې په لیپیڅک کې د شویو بریدونو یو انځور
د روسیې په لیپیڅک کې د شویو بریدونو یو انځور

روسي رسنۍ د روسیې د لیپیڅک سیمې په لوېدیځه برخه کې پر یوې هوایي اډې د ډرونونو یا بې پیلوټه الوتکو د پراخ برید خبر ورکوي.

د اوکراین پوځ وویل چې تېره شپه یې د روسیې په جنوب، د لیپیڅک په سیمه کې یوه هوایي اډه ویشتې او په‌کې د رهبري کېدونکو بمونو زېرمې ویجاړې کړې دي.

پوځ پرټیلګرام چینل په یوه بیان کې ویلي چې لیدل شوې چې په اډه کې په څو ځایونو کې پراخ اورونه لګېدلې دي.

پوځ همدارنګه ویلي چې په دې اډه کې روسي سو، ۳۴، سو۳۵ او میګ ۳۱ الوتکې ځای پرځای وې.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې تر دې مخکې د روسیې د تاس خبري آژانس په شمول یو شمېر روسي رسنیو د لیپیڅک د سیمې په هوایي اډه کې د اور لګېدو خبر ورکړی و.

دا سیمه د روسیې د کورسک چې په‌کې د اوکرایني ځواکونو له‌خوا عملیات دوام لري، په لوېدیځ کې پرته ده.

په خپرو شویو راپورونو کې د دغې اورلګېدنې د لاملونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

دغه راپورونه څو ساعته وروسته له هغې خپرېږي چې د سیمې والي ایګورارټمانوف په ټولنیزو رسنیو کې ویلي وو چې لیپیڅک د بې پیلوټه الوتکو له یوه لوی برید سره مخ شوی دي.

هغه وروسته وویل چې په سیمه کې د برښنا تاسیسات زیانمن شوي او شپږ کسان ټپیان شوي دي.

نوموړي لومړی د سیمې له اوسېدونکو څخه غوښتي وو چې له خپلو سیمو د وتلو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې غوښتنې له پامه وغورځوي ځکه د ده په وینا، هغه د دښمن له خوا د دې لپاره خپرېږي چې وېره خپره کړي، خو څوساعته وروسته یې وویل چې په لیپیڅک ولسوالۍ کې اضطراري حالت اعلان شوی او د هستوګنې څلورو سیمو ته د تخلیې امر شوی دی.

د راپور له مخې د لیپیڅک پر هوایي اډې د اوکراین له وروستي برید څخه داسې بریښي چې د روسیې په کورسک سیمه کې د دې هېواد پوځي یرغل لا هم پای ته نه دی رسېدلی.

پر دې سیمې د اوکراین د پوځ یرغل، د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې چې روسیې پر اوکراین بې دلیله یرغل پیل کړی، د اوکراین له پولو بهر د دې هېواد لوی پوځي اقدام ګڼل کېږي.

تراوسه په دې اړه چې څومره اوکرایني سرتېرو په دغه برید کې برخه اخیستې او هم یې اړوند نور جزییات ډېر روښانه نه دي.

خو د روسیې پوځ ادعا کړې چې د شاوخوا شلو زغروال ګاډو او ټانګونو په ملتیا شاوخوا زر اوکرایني پوځیان په دغه برید کې ښکېل دي.

د راپورونو له مخې د اګسټ له شپږمې نېټې راهیسې چې د اوکراین پوځ دغه یرغل پیل کړی، تراوسه یې شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره مربع سیمه تر کنټرول لاندې راوستې او د خلکو د اوسېدو شاوخوا شل سیمې یې نیولې دي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي پرون پنجشنبې وویل چې روسیې یې هېواد ته جګړه وروړې او باید دا احساس وکړي چې څه یې کړي دي.

د اوکراین ولسمشرپه خپلو خبرو کې په مستقیم ډول دغه برید ته اشاره ونه کړه، خو زیاته یې کړه چې د پوځ له لوړپوړي جنرال اولکساندر سیرسکي څخه یې راپور ترلاسه کړی چې وایي په سیمه کې پوځي عملیات په اغېزمن ډول ترسره شوي.

هغه ویلي دا دقیقاً هاغه څه دي چې هېواد یې په اوس وخت کې ورته اړتیا درلوده.

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین بیا په کورسک سیمه کې د اوکراین له خوا پوځي عملیات په پراخه کچه یوه بله لمسونه یاده کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG