د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۵

د امريکا او روسيې ترمنځ د بنديانو کم‌سارې تبادله شوې


يو شمېر هغه بنديان چې د روسيې له‌خوا تبادله کې ازاد شوي.
يو شمېر هغه بنديان چې د روسيې له‌خوا تبادله کې ازاد شوي.

متحده‌ایالتونو او روسیې د بندیانو د تبادلې هغه نړیوال بهیر پرون بشپړ کړ چې د شوروي اتحاد تر سقوط وروسته یې ساری نه‌‌دی لیدل شوی.

د ازادي راډیو د روسي څانګې خبریاله السو کورماشېوا او د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې خبریال ایوان ګریشکوویچ په هغو ۲۴ بندیانو کې شامل دي چې پرون د متحده‌ایالتونو، روسیې او یوشمېر نورو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د بېسارې نړیوالې تبادلې په ترڅ کې خوشې شول.

دا تبادله چې د شوروي اتحاد له پرځېدو وروسته یې ساری نه‌دی لیدل شوی، په ترکیه کې شوې او ترکي چارواکو هم تایید کړې ده چې شپاړس تنه بندیان د روسیې له‌خوا او اته تنه روسان د امریکا او نورو هېوادونو له‌خوا خوشې شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د باخبره سرچینو په حواله خبر ورکوي چې د تبادلې په‌دې پروسه کې دوه ماشومان هم شامل دي خو هغو بندیان نه‌دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن بېګا په یوه بیان کې دا معامله د امریکا د ډیپلوماسۍ لپاره یوه بریا وبلله.

د امريکا ولسمشر جوبايډن
د امريکا ولسمشر جوبايډن

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو لوی مشر ستیفن کاپوس پرون تایید کړه چې السو کورماشېورا هم په هغه ډله بندیانو کې شامله ده چې د دې معاملې په اساس خوشې شوي دي.

ښاغلي کاپوس د امریکا د حکومت او ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې د دې بهیر په بریا کې یې مرسته کړې ده.

کورماشېوا چې د امریکا او روسیې دوه ګونی تابعیت لري د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د روسیې په کازان کې ونیول شوه او په تېره جولای میاشت کې په‌دې تور چې ګنې د روسیې د پوځ په اړه یې ناسم معلومات خپاره کړي په شپږنیم کاله حبس محکومه شوه خو د هغې کورنۍ او ازادي راډیو دواړو دا تور رد کړی و.

د دې تبادلې په اساس له کورماشېوا او ګریشکوویچ پرته یوبل امریکايی چې پاول وهالین نومېږي او په مشیګن ایالت کې امنیتي کمپنۍ لري او د کارا مورزا په نوم یوه ښځه چې په امریکا کې د استوګنې دایمي اقامه لري، هم خوشې شوي دي.

همداراز ۵ جرمنان او ۷ روسان چې په روسیه کې سیاسي بندیان وو، هم جرمني ته ستنېږي. ولسمشر بایډن وویل، په دوی کې ځینې له کلونو راهیسې بې له کوم دلیله په زندان کې وو.

السو کورماشېورا هم په هغه ډله بندیانو کې شامله ده چې د دې معاملې په اساس خوشې شوي دي.
السو کورماشېورا هم په هغه ډله بندیانو کې شامله ده چې د دې معاملې په اساس خوشې شوي دي.

د دې ۱۶ کسانو په بدل کې ۸ تنه روسان مسکو ته وسپارل شول چې له امریکا څخه ۳ نارینه، له سلووینیا څخه یو نارینه او یوه ښځه او له جرمني، ناروې او پولنډ څخه یو- یو نارینه په‌کې شامل دي.

د اسوشیتیدپریس آژانس د راپور له‌مخې که څه هم د واشنګټن او مسکو اړیکي پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د بل هروخت پرتله ترینګلي دي، خو د دې معاملې لپاره د دواړو خواوو ترمنځ له کلونو راهیسې پټې خبرې روانې وې.

دا معامله په تېرو دوو کلونو کې د واشنګټن او مسکو ترمنځ د بندیانو د تبادلې د لړۍ وروستی مورد دی.

د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې هم د ورته معاملې په ترڅ کې د امریکا د ښځو د باسکټبال نامتو ستورې بریتني ګینر متحده‌ایالاتو ته ستنه شوه او په بدل کې یې د وسلو خطرناک روسی قاچاقبر ویکتور بوت خوشې شو.

په همدې کال له‌دې مخکې د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد سرتېری تریور رید د روسي پیلوټ کنستانتین یاروشینکو په بدل کې چې په امریکا کې د مخدرو موادو د قاچاق په قضیه کې بندي شوی و، خوشې شو.

XS
SM
MD
LG