د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د ازادي راډیو پر خبريالې السو کورماشېوا د شپږنيم کاله بند حکم؛ د ازادې اروپا راډيو مشر دا پرېکړه غندلې


د ازادې اروپا/ازادي راډيو خبرياله السو کورماشېوا
د ازادې اروپا/ازادي راډيو خبرياله السو کورماشېوا

د ازادې اروپا/ازادي راډیو مشر سټیفن کاپوس د بندي خبریالې السو کورماشېوا په اړه د یوې روسۍ محکمې وروستۍ پرېکړه غندلې او هغه یې په عدالت باندې ملنډې بللي.

پر السو کورماشېوا د شپږ نیم کاله بند محکومیت په اصل کې د جمعې په ورځ د روسیې په کازان کې د محکمې له‌خوا اعلان شوی.

اسوشیتید پرېس اژانس ته پرون دوشنبه په‌دې تړاو چارواکو خبر ورکړی او هم د محکمې ځینې اسناد په لاس ورغلي.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو عمومي رییس ستیفان کاپوس له اسوشیتدپریس سره په خبرو کې د السو کورماشېوا محاکمه او حکم، پر عدالت ملنډې بللي او غندلي یې دي.

ښاغلي کاپوس په خپل بیان کې ویلي چې، کورماشېوا باید ډېره مخکې خوشې شوې وای او له خپلې کورنۍ او عزیزانو سره یوځای شوې وای.

کورماشېوا چې د امریکا او روسیې دوه ګونی تابعیت لري، د ازادي راډیو د تاتار، باشکیر څانګې لپاره کار کاوه.

هغه دوه لوڼې لري او خاوند یې هم په ازادې اروپا راډيو کې کار کوي.

کورماشېوا د مې په وروستیو کې له زندانه په خبرو کې چې رویټرز او سوټا خبري اژانس خپرې کړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې وروستی وار یې له خپلو لوڼو سره کله خبرې کړي ویلي: "وروستی وار مې په اکتوبر کې ورسره خبرې کړې وې. زه د ټیلیفوني اړیکو او لیک استولو اجازه نه‌لرم. په هرو شپږو اوونیو کې ځینې لیکونه راځي.

صحت مې هم ورځ تر بلې خرابیږي. د زندان شرایط بدل شوي.

زه اوس یوه لویه کوټه کې له لسو نورو بندیانو سره یمه."

کورماشېوا د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې په‌دې پلمه نیول شوې وه چې ګواکې د روسیې د پوځ په اړه یې معلومات ټولول خو ځان یې د بهرنۍ اجنټې په توګه نه وو ثبت کړی.

د دغه قانون له‌مخې چې د اوکراین د شخړې په اړه هر ډول بیان جرم ګڼي پر السو د روسیې د اردو په اړه د "ناسمو معلوماتو" خپرولو تور هم ولګول شو.

کرماشیوا لومړی سر وروسته ۲۰۲۳ کال کې د خپلې ناروغې مور د لیدو لپاره روسیې ته تللې وه او بېرته راستنېدو پر مهال د همغه کال جون میاشت کې د کازان په نړیوال هوايي ډګر کې ودرول شوه.

چارواکو د هغې امریکايي او روسي پاسپورتونه ضبط او د امریکايي پاسپورټ د نه ثبتولو په خاطر یې جریمه هم کړه.

السو چې کله د خپلو پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره په تمه وه په اکتوبر کې په نویو تورونو سره ونیول شوه.

هغه تورونه چې یو یې هم نه السو او نه د هغې کورنۍ او ازادي راډیو منلي.

د السو ترڅنګ روسیې د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې خبریال ایوان ګریشګوویچ هم د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کلونو بند محکوم کړی دی.

ازادې اروپا راډيو په وار وار د السو د خوشې کولو غږ کړی خو روسیې هيڅ نرمښت نه‌دی ښوولی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG