د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

بلېنکن: مسکو باید له 'ایوان ګیرشکوویچ' سره د کتنې زمینه برابره کړي


ایوان ګیرشکوویچ
ایوان ګیرشکوویچ

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، په روسیه کې د امریکا د قونسلګرۍ کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې په روسیه کې د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې له نیول شوي خبریال سره وګوري.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون شنبه د اپرېل ۱۵مه د ویتنام د سفر پر مهال وویل چې تر اوسه د امریکا د قنسولګرۍ هېڅ کارکوونکی نه دی توانېدلی چې روسیه کې د والسټریت ژورنال له نیول شوي خبریال ایوان ګیرشکوویچ سره وګوري.

بلېنکن زیاته کړه، چې مسکو باید 'همدا اوس» د دې کتنې زمینه برابره کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

ایوان ګیرشکوویچ تر سړې جګړې وروسته لومړی امریکايي خبریال دی چې په روسیه کې د جاسوسۍ په تور نیول کېږي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په جاسوسۍ کې د ګیرشکوویچ د دخالت تورونه رد کړي دي.

د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال ادارې د مارچ میاشتې پر ۳۰مه اعلان کړی و چې ایوان ګیرشکوویچ یې په اورال یکاترینبورګ ښار کې په دې تور نیولی چې د روسیې د پوځي صنعت د ټولنې په اړه یې دولتي رازونه ټولول.

دغه اداره وايي، د دې امریکايي وګړي پر خلاف یې د جاسوسۍ دوسیه پرانیستې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره دوشنبه ګیرشکوویچ د روسیې له خوا په اشتباه د نیول شوي کس په توګه معرفي کړ او د تېر په څېر یې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه تکرار کړه.

د خبریالانو نړیوالو بنسټونو له روسیې غوښتي چې ګیرشکوویچ خوشې کړي.

د والسټریټ ژورنال دغه خبریال، چې لا هم د مدافع وکیل د لرلو اجازه نه ده ورکړل شوې، د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال ادارې په لیفورتوا زندان کې بندي دی.

دا هغه ځای دی چې روسیه د جاسوسۍ په تور ډېر مشکوک کسان په کې ساتي.

د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال ادارې د مارچ میاشتې پر ۳۰مه ویلي چې ګیرشکوویچ یوازې د امریکا د اوامرو له مخې عمل کاوه او د روسیې پټ دولتي معلومات یې ټولول.

د مسکو یوې محکمې د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال ادارې له سپارښتنې سره سم د دوو میاشتو لپاره په توقیف کې د ګیرشکوویچ له ساتلو سره موافقه کړې ده.

د روسیې یوه مخکښ ډیپلومات تېره پنجشنبه ویلي وو، ممکن روسیه د جاسوسۍ په تور د ګیرشکوویچ تر محاکمې وروسته د بندیانو د احتمالي تبادلې په باب له واشنګټن سره خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي چې د بندیانو پر احتمالي تبادلې خبرې کولی شي، د هغه اختصاصي چینل له لارې وشي چې د روسیې او امریکا امنیتي ادارو په همدې هدف ایجاد کړی دی.

ریابکوف په دې اړه چې هېڅ درېیمګړي هېواد ته په دې موضوع کې د دخالت اړتیا نه شته وویل، یو کاري چنل شته چې مخکې ورڅخه پر مشخصو موافقو د سلا کېدو لپاره کار اخیستل کېده او پر هغو موافقو سلا شوې ده.

XS
SM
MD
LG