د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

اوکراين ته د هند د صدراعظم سفر؛ له اوکراين او روسيې يې د سولې غوښتنه کړې


د هند صدراعظم نرندرا مودي او د اوکراين ولسمشر ولوديمرزيلينسکي
د هند صدراعظم نرندرا مودي او د اوکراين ولسمشر ولوديمرزيلينسکي

د هند صدراعظم نرندرا مودي په یوه تاریخي سفر نن د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد.

نوموړی به په‌دې سفرکې د اوکراین له ولسمشر ولوديمیر زیلینسکي سره د جګړې د پای ته رسېدو پر سوله‌ییزو لارو چارو خبرې وکړي.

د هغې جګړې چې پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل وروسته پیل شوې او دوه کاله پرې تېریږي.

مودي کییف ته له رسېدو مخکې له وارسا څخه د کتنې په ترڅ کې له روسیې او اوکراین څخه وغوښتل، هرڅومره ژر چې کېدای شي، د سولې لار مخته ونیسي.

ښاغلي مودي په وارسا کې وویل، هند پوره باور لري چې هیڅ ستونزه د جګړې له لارې نه‌شي حل کېدای او زیاته کړې يې ده چې هېواد یې په سیمه کې د سولې او ثبات د ژر تر ژره بېرته اعاده کېدو لپاره د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ملاتړکوي.

کییف ته له رسېدو سره سم په اوکراین کې مېشتې هندي ټولنې د مودي تود هرکلی وکړ.
مودي په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې د دې ټولنې له غړیو سره د روغبړ او هرکلي څو تصویرونه هم خپاره کړي دي.

تردې مخکې د اوکراين د ریلګاډي دولتي کمپنۍ Ukrzaliznycja پر ټلېګرام چېنل د مودي یوه ویډیو خپره کړې چې په‌کې نوموړی د ریل په ذریعه له پولنډ څخه کییف ته رسیږي.

دا له کله چې د هند او اوکراین ترمنځ دوه اړخیزې اړيکې ټینګې شوي، په څه باندې دېرشو کلونو کې کییف ته د هند د یوه مشر لومړنی سفر دی.

مودي ویلي چې، دی به اوکراین ته په‌دې سفرکې د هند او اوکراین ترمنځ د دوستۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړي.

پر هند د لوېدیځو هېوادونو له‌خوا انتقادونه هله زیات شول چې مودي تېره میاشت په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره وکتل.

دغه کتنه داسې مهال وشوه چې د روسیې د میزایلو په یوه خونړي برید کې په کییف د ماشومانو یو روغتون په نښه شوی و.

متحده‌ایالات چې نوي ډیلي ته د چین د پراختیا غوښتنې د سیاستونو په کنټرولو کې د یوه مهم شریک په توګه ګوري، روسیې ته د مودي پر دوه ورځني سفرخواشیني څرګنده کړې وه.

هغه مهال د مودي پر دې سفر تر ټولو سخت انتقاد د اوکراین ولسمشر ولوديمیر زیلینسکي کړی و او هغه یې خواشینونکی او د سولې پر روانو هڅو یو ویجاړونکی ګوزار بللی و.

(ښی-کین) د هند صدراعظم نرېندرا مودي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
(ښی-کین) د هند صدراعظم نرېندرا مودي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

هغه ویلي و چې په دغسې یوه ورځ کې د نړۍ د تر ټولو لویې ډیموکراسۍ مشر په مسکو کې د نړۍ تر ټولو خونړی جنایت کار په غېږ کې نیسي.

د اوکراین د ولسمشر یوه همکار میخایلو پودولیاک رویترز اژانس ته ویلي چې، له کییف څخه د مودي کتنه ډېره مهمه ځکه ده چې نوی ډیلی په حقیقت کې پر مسکو نفوذ لري.

پودولیاک زیاته کړه: "دا زموږ لپاره خورا مهم دي چې له دغسې هېوادونو سره په اغېزمنه توګه اړیکې جوړې کړو، دوی ته دا روښانه کړو چې د جګړې سم پای څه دی او دا د دوی په ګټه هم ده."

XS
SM
MD
LG