د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

د روسيې پر يوې پوځي اډې د اوکراين بريدونه؛ پايله کې اورلګېدنه رامنځته شوې


انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفه

د روسیې په خاوره کې د اوکرایني ځواکونو د بریدونو په دوام، په مارینوفکا هوايي پوځي اډه کې د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده

اوکراین نن د (اګست۲۲مه) د روسیې په جنوب کې پر یوې پوځي اډې د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړی دی.

ظاهراً د کورسک په سیمه کې د اوکراین وروستیو بریدونو مسکو حیرانه کړی دی.

د روسیې یو ټلېګرام چینل سیمه کې د عیني شاهدانو په حواله ویلي چې، نن د ولګوګردا سیمې په مارینوفکا هوايي پوځي اډه کې څو چادونې شوې دي.

بل پلو، د سیمې اوسېدونکو ادعا کړې چې، د روسیې پر هوايي دفاعي سیستم د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.

مارینوفکا د اوکراین ختیځې پولې ته په ۲۷۵ کیلومتره کې لرې پرته سیمه ده.

د روسیې دننه د ولګوګردا والي اندري بوچاروف د بې‌پیلوټه الوتکو برید او په یوه پوځي مرکز کې اورلګېدنه تایید کړې ده، خو ادعا یې کړې چې برید یې په شا تمبول شوی دی.

هغه پر خپل ټلېګرام ویلي: "د دفاع وزارت هوايي مدافع سیستم د ولګوګردا په سیمه کې پر مارینوفکا پوځي اډه برید په شا کړی، چې د ډېر شمېر بې‌پیلوټه الوتکو د رانسکورېدو له کبله اورلګېدنه رامنځته شوې ده."

د هغه په خبره، د اور وژنې ډله بوخته ده، چې اور مهار کړي.

د اسټرا په نوم یو ټلېګرام چینل له‌خوا په یوې خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د مارینوفکا په هوايي اډه کې لویه چادونه شوې ده.

که څه هم بوچاروف له برید وروسته ویلي چې، چاته مرګ‌ژوبله نه اوښتې، خو د سیمې ټول سوداګریز پروازونه ځنډېدلي دي.

په عین حال کې د روسیې دفاع وزارت ویلي، د دوی هوايي مدافع سیستم په ولګوګردا، رستوف، بلګرود، کورسک او یو شمېر نورو سیمو کې ۲۸ بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

له‌دې مخکې د براینسک د سیمې والي ویلي و چې، روسیې ځواکونو په‌دې سیمه کې د اوکرایني ځواکونو د بریدونو مخه نیولې وه.

بل‌خوا، د اوکراین پوځ ویلي چې، د روسیې په کورسک سیمه کې یې د امریکايي وسلو په مرسته یو بل پل ویجاړ کړی دی.

اوکراین په‌دې وروستیو ورځو کې پر روسیې ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.

له‌دې وړاندې اوکرایني ځواکونو د سیم پر سیند درې پلونه ویجاړ کړي وو.

اوکراین په‌دې وروستیو ورځو کې پر روسیې ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي خپلو ځواکونو ته امر کړی و چې، د روسیې په خاوره کې د کورسک په سیمه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

اوکراین وروسته له هغه په لوېدیځو سیمو کې د روسیې په لور پرمختګ وکړ، چې زرګونه سرتیري هلته ځای پر ځای شول او روسیه یې غافل‌ګیره کړه.

دا له ۲۰۲۲م کال راهیسې چې په اوکراین د روسیې غیر موجه یرغل پیل شوی، د اوکراین لوی پرمختګ بلل کېږي.

اوکرایني ځواکونو ادعا کړې، چې شاوخوا زره کیلومتره مربع ساحه یې له روسیې نیولې ده.

د اوکراین د دې بریدونو په ځواب کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، دې بریدونو ته به "د پام وړ ځواب" ورکړي.

XS
SM
MD
LG