د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

اوکرایني ځواکونو په کورسک کې یو بل پُل هم له منځه وړی


په کورسک کې یو اوکراین سرتېری
په کورسک کې یو اوکراین سرتېری

اوکراین د روسیې د کورسک په سیمه کې پر یوه بله پُل هم هوايي برید وکړ.

د اوکراین د هوايي ځواکونو قوماندان میکولا اولیشوک وايي چې دوهم پُل هم له منځه یوړل شو.

هغه نن یکشنبه د اګست میاشتې په ۱۸مه نېټه په ټولنیزه رسنۍ ټیلیګرام کې لیکلي چې هوايي ځواکونه په دقیقو بریدونو سره د دښمن لوژستیکي وړتیاوو کمزوره کولو ته دوام ورکوي.

د دغه پوځي چارواکي په خبره، دا بریدونه په روانه جګړه کې د پام وړ رول لري.

تر دې وړاندې د روسیې پوځي بلاګرانو په کورسک سیمه کې پر سیم سیند د ویجاړ شوي پله انځورونه خپاره کړي.

مسکو تر اوسه پر دغه پله د برید په اړه څه نه دي ویلي، خو د جمعې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر اوکراین تور پورې کړ چې له لرې واټن ویشتونکو امریکايي راکټونو څخه په استفاده یې یو مهم پُل د کورسک سمې په ګلوشکوف ولسوالۍ کې له منځه وړی دی.

اوکرایني ځواکونو د اګست د میاشتې په ۶مه نېټه د کورسک په سیمه کې پر روسي ځواکونو د ناببره بریدونو په کولو سره د اوکراین او روسیې دوه نیم کلنې جګړې لوری بدل کړ.

د دغه برید له کبله ۱۲۰زره کسان له دغې سیمو وتښتېدل او د روسي چارواکو په خبره، د دغه پُل د ویجاړۍ له کبله له سیمې د خلکو د ایستلو لړۍ ستونزمنه شوې ده.

راپورونه وايي، جرمني په پام کې لري چې په راتلونکې کال کې له اوکراین خپلو پوځي مرستې کمې کړي، خو په جرمني کې د اوکراین سفیر ماکی‌یف له جرمني د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د کییف د پوځي ادارې مسوول سرهي پوپکو نن ویلي چې روسیې په دې میاشت کې خپل درېیم بالسټیک راکټ د اوکراین پر وړاندې استعمال کړی دی.

هغه ویلي چې روسیي ځواکونو یو کروز راکټ هم د کییف پر لوري توغولی دی.

د اوکراین هوايي ځواکونو بیا ویلي چې دوی پر کییف، سومی او بولتاوا پر سیمو د بې پیلوټه الوتکو د ۸ بریدونو او پنځو راکټو مخه نیولې ده.

پوپکو ویلي چې په کییف کې د اوښتې مرګ‌ژوبله په اړه راپور نه دی خپور شوی.

XS
SM
MD
LG