پر ايران د اسراييل بريد؛ غبرګونونه او د بريدونو په سيمه کې اوښتي تلفات او زيانونه

تهران کې يو نظامي مرکز

د اسراییلو پوځ ویلي، پر ایران يې په ځوابي بریدونو کې دقیقې موخې په نښه کړې دي.

د اسراییلو پوځ نن سهار په ایران کې پر یوشمېر پوځي موخو د بریدونه خبر ورکړ او وروسته يې د دې بریدونو د پای ته رسېدو اعلان وکړ.

د اسراییلو د پوځ یو ویاند، دانیل هګاري په یوه ویډیو پیغام کې ویلي، دې بریدونو د اسراییلو پر وړاندې احتمالي ګواښونه دفعه کړل.

هغه زیاته کړې، الوتکې يې بېرته خوندي هېواد ته ستنې شوي دي.

دا بریدونه وروسته له هغې دي چې ایران د همدې روانې میلادي میاشتې په پیل کې پر اسراییلو د بالستیک توغنديو بریدونه کړي وو.

د اسراییلو پوځ ویلي، په ایران کې يې د توغندیو د تولید پر تاسیساتو بریدونه کړي، هغه ځای چې د اسراییلو د پوځ په خبره، په تېر یو کال کې پر اسراییلو کارول شوي توغندي په‌کې تولید شوي وو.

د اسراییلو جنګي الوتکې د ایران هوا ته د ځمکنیو توغندیو سیستم او هوايي وړتیاوې په نښه کړې دي.

د اسراييلو د پوځ وياند

له‌‌دې تجهیزاتو څخه د ایران دننه د اسراییلو د عملیاتو د محدودولو په برخه کې کار اخیستل کېږي.

د اسراییلو پوځ ويلي، دا بریدونه يې د ایران د هغوو دوامدارو حملو پر وړاندې کړي، چې پر اسراییلو يې کوي.

د اسراییلو د پوځ په خبره، د ایران رژیم او په سیمه کې د ایران نیابتي ډلې د پروسږ کال د اکتوبر له اوومې را په‌‌ دې‌خوا په پرله‌پسې ډول پر اسراییلیانو بریدونه کوي چې په دغو کې د ایران له خاورې په مستقیم ډول هم پر اسراییل حملې وشوې.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له‌‌‌خوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي.

په ایران کې د دوه سرتیرو وژل کېدل

ایران ویلي، د اسراییلو په تازه بریدونو کې يې دوه سرتیري وژل شوي دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکز څانګه لیکي، ایران دا هم تایید کړې چې په پلازمېنه تهران او د ایران په یوشمېر نورو برخو کې پوځي اهداف د اسراییلو له‌‌‌خوا په نښه شوي دي.

ایران زیاته کړې، دې بریدونو ډېر "محدود زیانونه" اړولي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

پر ايران د اسراييل بريد؛ ايران د خپلو دوو سرتېرو وژل کېدل تأييد کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د ایران پر پوځي اهداف د اسراییلو له بریدونو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، تهران د هغوو کړنو پر وړاندې چې دوی یې "بهرني تیري ګر" بولي، د فاع حق لري.

د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور پر بنسټ، په هغې اعلامیه کې چې نن د (اکټوبر ۲۶مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې، دا برید په "کلکو ټکو غندل" شوی دی.

په اعلامیه کې وړاندې دا بریدونه له نړیوال قانون او د ملګروملتونو له منشوره سرغړونه بلل شوې ده.

د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، د ایران په هوايي ډګرونو کې له لنډ‌مهاله ځنډ وروسته الوتنې بېرته پیل شوي دي.

د ایران سیمه‌‌ییزو رسنیو نن سهار په تهران او کرج ښار کې د څو چادونو راپور ور کړی و.

د ایران د سپاه پاسدارن پورې اړونده فارس خبري اژانس او سي‌اين‌اين شبکې د دې چادونو راپورونه ورکړي وو.

د راپورونو پر بنسټ، د اسراییلو په تازه بریدونو کې د ایران د ټومي او د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي نه‌دي.

په دې اړه نور: د ايران د بهرنيو چارو وزارت: د اسراييل بريدونه په ښکاره ډول له نړيوالو قوانينو سرغړونه ده

د امریکا او بريتانیا غبرګون

پر ایران د اسراییلو د ځوابي هوايي بریدونو په غبرګون کې د بریتانیا صداعظم کییرسټارمر ویلي، ایران باید دې بریدونو ته ځواب ور نه‌‌کړي.

د رویترز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، سټارمر له ښکېلو خواو غوښتي چې له زغم کار واخلي.

سټارمر په ساموا، هغه ځای چې د ګډو ګټو هېوادونو مشران په‌کې راټول شوي ویلي، اسراییل له ځانه د دفاع حق لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند شان ساوت وویل، په پوځي اهدافو بریدونه، د اکتوبر په لومړۍ نېټې پر اسراییل د ایران د بالستیک توغندیو د برید په ځواب کې د ځان دفاع ده.

هغه ویلي، امریکا په‌‌دې عملیاتو کې ګډون نه درلود، او له ایرانه يې غوښتي چې په سیمه کې د شخړې د پراخېدو د مخنیوي په موخه دې پر اسراییلو ځوابي برید نه‌کوي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر لوید استین له خپلې اسراییلي سیال یوف ګالانات سره په خبرو کې یو ځل بیا تاکید کړی، چې امریکا د اسراییلو امنیت ته ژمنه ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پټ رایدر ویلي، اسراییل له ځانه د دفاع حق لري او امریکا په سیمه کې د جګړي د پراخېدو د مخنیوي هوډ لري.