د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

سيمې ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير سفر؛ هم‌مهاله حزب‌الله پر اسراييل بريدونه کړي


پر اسراييل د حزب‌الله د بريد يو انځور
پر اسراييل د حزب‌الله د بريد يو انځور

د لبنان حزب‌الله ډله سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له راتګ څخه څو ساعته مخکې پر اسرايیلو د توغندیو برید وکړ.

د حزب‌الله ډلې د راکټي برید په ترڅ کې د اسراییلو په ګڼ‌مېشتو سیمو کې د هوایي بریدونو د خطر زنګونه کړنګولي، خو ظاهرا یې ځاني یا مالي زیان نه درلود.

د اسرايیلو پوځ ویلي، پنځه توغندي له لبنان څخه پر اسرايیلو وتوغول شول او زیاته کړې یې ده، چې ډېری یې د الوتکو ضد سیسټمونو له‌خوا کشف او له‌منځه وړل شوي او په یوه پراخه ازاده سیمه کې لوېدلي دي.

دا راکټي برید په‌داسې حال کې کېږي چې، اسراییلو په لبنان کې خپل بریدونه زیات کړي او په حزب‌الله پورې تړلې مالي اداره یې په نښه کړې.

بل خوا امریکا هڅه کوي چې د حماس ډلې د مشر یحیي سنوار له وژل کېدو وروسته په غزه کې د اوربند خبرې بیا پیل کړي.

د لبنان حزب‌الله ډله یو سیاسي او پوځي ډله ده، چې د لبنان ډېرې جنوبي سیمې کنټرولوي.

امریکا، حزب‌الله ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، خو اروپايي ټولنې بیا د دې ډلې یوازې پوځي ځانګه د ترهګریزو سازمانونو په لېست کې شامله کړې ده.

له ارشيفه د بريد يو انځور
له ارشيفه د بريد يو انځور

دا په‌داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ ناوخته د اسراییلي الوتکو د بریدونو د تلفاتو شمېر چې په بیروت کې یې یو لوی روغتون ته څېرمه څو ودانۍ په نښه کړې، ۱۳ تنو ته ورسېد.

د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي، په‌دې بریدونو کې ۵۷ کسان نور ټپیان شوي او د اووه تنو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی.

یحیی سنوار د تېر کال د اکټوبر د میاشتې د حملې طراح ګڼل کېږي، چې په نتیجه کې یې د اسراییلو د شمېرو له‌مخې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ تنه نور یرغمل شول.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ژمنه کړې چې، حماس به له‌منځه وړي او د دغې ډلې له‌خوا نيول شوي لسګونه يرغمل شوي کسان به بېرته راولي.

خو حماس وايي، یوازې د یوه تلپاتې اوربند، له غزې څخه د اسراییلو د بشپړ وتلو او د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې به یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

د روغتیايي چارواکو په وینا، د غزې په تړانګه کې د څه باندې یو کال جګړې په ترڅ کې تر ۴۲ زره زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

جګړې د غزې پراخې سیمې ویجاړې کړې او د غزې د ۲.۳ میلیونو وګړو شاوخوا ۹۰سلنه یې بې‌کوره شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG