ایرکین: د اويغورانو کورنۍ د چين حکومت له بېلابېلو ګواښونو سره مخامخ دي

د چین اويغور مسلمانان

د اويغورانو د نړيوال کانګرس مشره وايي، د جون په مياشت کې د اويغورانو د عمومي اسامبلې د تر سره کېدو له اعلان سره، د دوی کورنۍ د چين د حکومت له بېلابېلو ګواښونو سره مخامخ دي.

د بشري حقونو د فعالانو او څېړونکو د اټکل له مخې، د سین‌کیانګ په دښتو او غرنیو سيمو کې شاوخوا ۱۴ مليونه اويغوريان او د نورو مسلمانو اقلیتونو غړي ژوند کوي.

د دغو فعالانو او څېړونکو په وینا، په دې سیمه کې خلک د سیاسي تعصب، جبري کار، د کورنۍ څخه د جلا کېدو، د نویو ماشومانو پر زېږونې سخت کنټرول او په مذهبي دودونو باندې بندیز سره مخ دي.

له بلې خوا، د اویغور د نړیوال کانګرس مشره زومرتای ارکین وايي، د جون په میاشت کې د اویغورانو د سازمان د عمومي غونډې د ترسره کولو له اعلان وروسته، دوی د خپلو غړو او د هغو کاندیدانو چې د دوی په سازمان کې د لوړو پوستونو لپاره نومول شوي، پر ضد د بدنامولو کمپاینونو په ګډون له ګڼو نورو ګواښونو سره مخامخ شوي دي.

هغه چې په بهر کې د مېشتو اویغورانو د سازمان د مرستیالې مشرې لپاره نومانده ده، په دې وروستیو کې د آزادې اروپا راډیو د بالکان له څانګې سره په یوه مرکه کې وویل چې د چین حکومت اکثره د دغو خلکو د کورنیو غړي ګواښي.

ارشیف: د چین اويغور مسلمانانو د تاوتریخجنو لاریونونو یو انځور

هغې زیاته کړه: "د مثال په توګه زموږ همکار چې د مشرتابه لپاره کاندید دی، په مستقیماً توګه د چینایي چارواکو له‌خوا ورته ګواښونه کېږي. زه د مرستیالې مشرې لپاره ځان کاندیدوم او زه هم د خپلو ځینو همکارانو په څېر، د مختلفو انلاین حسابونو له لاری د مختلفو توهینونکو کمپاینونو او زما د شخصی ژوند په اړه له دروغو او تهمتونو سره مخ شوې یم."

ارکین دا هم وايي چې دوی ته دا ګواښونه د چین د سفارت له لوري شوي چې په کې د دوی د عمومي غونډې د لغوه کولو ګواښ هم شامل و.

د اویغورانو د کانګرس د مشر په وینا، د چین حکومت د ځپلو لپاره له مختلفو لارو کار اخلي.

هغه ادعا کوي چې د چین د پولیسو هغې ته ټیلیفون کړی او په مستقمیه توګه یې تهدید کړي، ورته یې ویلي: "که تاسو خپل فعالیت بند نه کړئ نو د خپلې کورنۍ په اړه فکر وکړئ."

ارکین وایي، په تېرو څو کلونو کې د مذهب پر آزادۍ هم بندیزونه زیات شوي او د اویغور مسلمانانو مذهبي ازادۍ تر ډېره محدودې شوي دي.

د نوموړې په وینا، چین له ۲۰۱۴م کال راهیسې د مذهبي ازادۍ د محدودولو په هدف یو لړ قوانین او لارښوونې تصویب کړي دي.

هغې زیاتوي: "د مثال په توګه د افراطیت او د تروریزم سره د مبارزې قانون ترهګري په خورا پراخه اصطلاحاتو کې تعریفوي، په‌دې معنی چې په کور کې د لمانځه په ګډون هر ډول عادي مذهبي عمل جرم دی، د جماعت په لمانځه کې ګډون کول جرم ګڼل کېږي او حج کول هم غیرقانوني دي."

د ارکین په وینا، دا بندیزونه د کلونو په اوږدو کې زیاد شوي او له ۲۰۱۷م کال راهیسې د درې میلیونه اویغورانو او نورو ترکانو د جبري کار په کمپونو کې د بندی کېدو یو اصلي لامل هم همدا بندیزونه دي.

هغې ادعا وکړه چې د چین حکومت هڅه کوي چې د اویغورانو او نورو مسلمانو اقلیتونو د وضعیت په اړه یو ډېر مثبت تصویر وړاندې کړي، دوی د نورو شیانو تر څنګ بهرني پلاوي په ځانګړي ډول د مسلمانو هېوادونو څخه راغلي پلاوي جوماتونو ته ورولي څو هغوي ته دا ښکاره کړي چې دلته د مذهب آزادي شتون لري.

بل‌خوا بیا د چین حکومت تل د اویغورانو او نورو مسلمانو اقلیتونو د بشري حقونو د سرغړونې ادعاوې رد کړې دي.

د اویغورانو د نړیوال کانګرس مشره وايي، له ترکيې څخه د اویغورانو د ایستلو هڅې کېدای شي رښتیا وي، خو د ترکیې د حکومت دریځ دا دی چې دوی په رسمي ډول د اویغورانو له حقونو ملاتړ کوي.

ارکین بیان وايي چې د مرکزي او جنوبي اسیا هېوادونه له دې ډلې د قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان حکومتونه له دې کبله چې د چین د حکومت پوروړي دي د اویغور نسل‌وژنې په اړه چوپه خوله دي، په داسې حال کې چې د نوموړې په وینا د دوی د ټولنې ډېر غړي اوس هم د چینايي جبري کار په کمپونو کې بندیان دي.

نوموړې هغه بسټیزو پروژو ته اشاره وکړه چې چینایانو د یو کمربند او یوې لارې د نوښت او د شانګهای همکارۍ تړون له مخې په دې هېوادونو کې پیل کړي او ادعا کوي چې دوی د چینایي چارواکو په غوښتنه د مصر په څېر هېوادونو څخه د اویغورانو د بېرته راستنېدو ډېری قضیې مستندې کړي دي.

ارکین وویل چې د چین حکومت ځینې پرمختیايي پروګرامونه پلي کړي، خو ادعا کوي چې دغو پروګرامونو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

ارکین وايي: دا کارونه د حکومت له‌خوا اجباري کارونه دي او یاد کارګران د هغو شرکتونو له‌خوا ګمارل کېږي چې د چین د حکومت ملاتړ لري، که دوی انکار وکړي نو بندیانېږي او یا کمپونه ته د استولو سره مخ کېږي.

نوموړې وویل: "آیا دوی سیمې ته پرمختګ ورکړی؟ هو، دا یو حقیقت دی. په هرصورت، دوی په دې کار د بشري حقونو څخه سرغړونه کړې ده. دوی په خپله خوښه تر ۳ ملیون پورې خلک په کمپونو کې بندیان کړي دي. اویغوران کارګران اوس هغو فابریکو ته لېږل کېږي چېرته چې دوی د اجباري کار سره مخ دي. دا کارونه د حکومت له‌خوا اجباري کارونه دي او یاد کارګران د هغو شرکتونو له‌خوا ګمارل کېږي چې د چین د حکومت ملاتړ لري، که دوی انکار وکړي نو بندیانېږي او یا کمپونه ته د استولو سره مخ کېږي."

د هغې په وينا، په دې وروستيو کلونو کې اويغوريان په بشپړه وېره کې ژوند کوي، ځکه چې خلک د شپې له خوا ورکېږي او په بهر کې د مېشتو اويغوريانو اړیکې له خپلو خپلوانو او کورنيو سره پرې کېږي.

ارکین اوس هم ادعا کوي چې د دوی ډېری روڼ‌اندي او پوه عالمان د خپل تدریس لپاره زنداني شوي او ځينې نور بیا د هغې په وینا د ترهګرۍ او جلاوطنۍ غوښتنې په تور زنداني شوی دي.

د هغې په وينا، په وروستيو کلونو کې د چين حکومت اويغوريان دې ته اړ کړي چې په خپلو موبايلونو کې يو اپلېکېشن نصب کړي چې له لارې يې د دوی څارنه کوي.

ارشیف: د چین د اویغور یو مسلمان په خپله هټۍ کې

ارکین زیاتوي چې له ۲۰۱۷م کال وروسته او د چین د حکومت له‌خوا د زور زیاتي په زیاتېدو سره، اویغوران اوس نه‌شي کولی چې د چین د حکومت له‌خوا د پاسپورټونو د ضبطولو له امله له سین‌کیانګ څخه ووځي او نور اویغوران هم د ترکیې په ګډون په درېیمو هېوادونو کې د فشارونو له امله د کوربه هېوادونو څخه اروپا کې د پناه غوښتلو په هڅه کې دي.

هغې وویل چې اویغوریان د شکنجې، ورکېدو، خپلسري توقیف او زنداني کېدلو په ګډون له ګڼو ګواښونو سره مخامخ دي او کله چې ورک شي، نو له دوی سره اړیکې هم پرې کېږي.