د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

امریکا د چین پر دوو چارواکو او یوه دولتي شرکت نوي بندیزونه لګولي


د امریکا بیرغ
د امریکا بیرغ

امریکا د چین یو دولتي شرکت او دوه اوسني او پخواني چارواکي د خپلو نویو بندیزونو په لېست کې ورزیات کړي دي.

پر دې شرکت او چارواکو په شنجن ایالت کې د اویغور مسلمانانو په ځورونو کې د هغوی د احتمالي لاس لرلو په خاطر بندیزونه لګول شوي.

امریکايي چارواکي وايي امریکا ژمنه ده چې له خپل ټول مالي قدرت څخه به کار اخلي څو په شنجن کې د بشري حقونو سرغړوونکي عدالت ته راکاږي.

د امریکا د خزانې وزارت پرون د جولای په ۳۱مه وویل، د شنجن ساختماني او تولیدي شرکت چې بندیزونه پرې لګول شوي دي، کمونېست ګوند ته وفادار ملېشه سازمان دی چې غواړي د چین د اقتصادي ودې د مفکورې د پیاوړي کولو له لارې په کور دننه ولکه ټینګه کړي.

د چین په شنجن کې اویغور مسلمانان
د چین په شنجن کې اویغور مسلمانان

هغه دوه کسان چې نومونه‌یې د بندیزونو په فهرست کې شامل شوي دي، یو د همدې ملېشه ډلې ګوندي مرستیال او پوځي قوماندان پینګ جیاروی او بل د شنجن د ساختماني تولیدي مؤسسې سیاسي کمیسار سون جینګلون دی.

د واشنګټن د دې اقدام له مخې په متحده ایالاتو کې د دې دوو چارواکو او د دې ډلې ټولې اړوندې شتمنۍ کنګل کېږي او له دوی سره د امریکايي شرکتونو راکړه ورکړه ممنوع کېږي.

د امریکا د خزانې وزیر ستیفن منوچېن په یوه بیان کې ویلي، امریکا لکه څنګه چې پخوا یې هم ویلي دي ژمنه ده چې له خپل ټول مالي قدرت څخه به کار اخلي څو په شنجن او نوره نړۍ کې د بشري حقونو سرغړوونکي عدالت ته راکاږي.

د امریکا د خزانې وزیر ستیفن منوچین
د امریکا د خزانې وزیر ستیفن منوچین

امریکا پر چینايي چارواکو دا بندیزونه داسې مهال اعلانوي چې د واشنګټن او پیکېنګ اړیکې سخت کړکېچنې شوې دي او متحده ایالات غواړي په شنجن کې د بشري حقونو د سرغړونو د راپورونو په تړاو پر چین فشارونه زیات کړي.

پر پیکېنګ تور دی چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې یې له یو میلیون زیات اویغور او د نورو اقلیتونو ځوانان چې ډېری مسلمانان دي په زندان ته ورته کمپونو کې اچولي دي.

د راپورونو له مخې دې کسانو ته جسمي او رواني شکنجې ورکول کېږي او تر فشار لاندې نیول کېږي چې له خپل دین او ژبې تېر شي.

چین وايي دا کمپونه د ښوونې او روزنې مرکزونه دي چې د بېلتون‌پالنې، ترورېزم او افراطیت پر ضد د مبارزې په مقصد جوړ شوي دي.

د متحده ایالاتو په نویو بندیزونو کې شامل چینايي شرکت په ۱۹۵۰ کال کې جوړ شوی دی او ویل کېږي چې اوس شااوخوا درې میلیونه غړي لري. مخکې له دې د دې شرکت غړي د احتیاط پوځیان وو چې په شنجن کې به‌یې ځمکې او کروندې پېرودلې او د بیمې، د جایدادونو د پلور او پېر او د سمنټ د تولید په څېر بزنسونه هم دوی کول.

د څارونکو په نظر دې شرکت چې اکثر کارکوونکي یې د چین د اصلي لوی قوم یعنې هان په ټبر پورې تړلي دي د شنجن ټولې اداري چارې په خپل لاس کې اخیستي دي.

XS
SM
MD
LG