د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۷

چين او پاکستان د افغانستان له سولې سره د مرستې هوډ څرګند کړ

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر
د چهارشنبې په ورځ د چين او پاکستان مشرانو په خپلو خبرو کې هوډ څرګند کړ، چې غواړي په افغانستان کې د سولې په ټينګښت کې مهم رول ولري.

د چين په پايتخت پيکنک کې د پاکستان او چين د مشرانو خبرې پر اقتصادي او دفاعي مسايلو او نورو ټکو متمرکزې وې.

دواړو مشرانو په خپلو خبرو کې هوډ څرګند کړ، چې غواړي په افغانستان کې د سولې په ټينګښت کې مهم رول ولري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر او د هغې چينايي ساري ينګ جيچي د دغو خبرو مشري کوله.

حنا رباني وويل پاکستان له چين سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې قوي اړيکې غواړي.

د رويټرز اژانس په حواله، وروسته تر دې چې له امريکا سره د پاکستان اړيکې خړې پړې شوې پاکستان پر چين خپله تکيه زياته کړې ده، امريکا دپاکستان لوى مرستندوى ګڼل کېده، کله چې په مې مياشت کې امريکايي ځواکونو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه، د پاکستان او امريکا اړيکې خرابې شوې.

خو چين د پاکستان په باب خپلې اندېښنې لري. د چين د شين جين (سينکيانګ) سيمې په جنوب کې د کاشګار ښار چارواکي وايي، د جولاى په وروستيو کې دلته يو بريد د ختيځ ترکستان د اسلامي بېلتون غوښتونکي غورځنګ يا (ETIM) د غړو له خوا تنظيم شوى و، چې دغه وسلوال چين ته تر تګ مخکې په پاکستان کې روزل شوي وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر وويل د سخت دريځو په وړاندې په مبارزه کې د اسلام اباد او چين ترمنځ بېلتون نه شته، خو هغې پر دې شک څرګند کړ چې د کاشګار د بريد او پاکستان ترمنځ دې اړيکې وي.

مېرمن رباني وويل امنيتي مسايلو اسلام اباد او پيکنګ نور هم سره نژدې کړي، بېل کړي يې نه دي.

هغې زياته کړه:

”موږ به د دې مسئلې په وړاندې د مبارزې لپاره خپله ټروريزم ضد او استخباراتي همکاري زياته کړو او دېته اړتيا لرو چې دا همکاري لا غښتلې کړو“

شين جين هغه سيمه ده چې د جنوبي او مرکزي اسيا په څنګ کې پرته ده، چې ناامنه بلل کېږي. د اويغور مسلمانان دغلته مېشت دي چې په کلتوري او قومي لحاظ د مرکزي اسيا او ترکيې خلکو ته نژدېوالى لري نه د چين هان قوم ته چې د چين د خلکو اکثريت جوړوي.

دوى په خپله خاوره کې د چين د هان قبيلې له حضور څخه کرکه لري. ځينې کارپوهان وايي د ختيځ ترکستان د اسلامي بېلتون غوښتونکي غورځنګ لا هم دا وړتيا لري چې په شين جين کې بريدونه وکړي.

خبريال او د سياسي چارو شنونکي رحيم الله يوسفزي ته ځينو چارواکو ويلي چې لا هم له ٣٠ تر ٨٠ پورې اويغور سخت دريځي وسلوال د پاکستان په قبايلي سيمه کې شته. خو د دې ډلې په باب شکونه شته چې په ٢٠٠٣م کال کې يې د مشر تر وژل کېدو وروسته د يوه اغېزناک سازمان په توګه فعاليت لري که څنګه.

هاخوا په پيکنګ کې د پاکستان سفير مسعود خان رويټرز اژانس ته ويلي، چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري به راروانه اوونۍ د چين د شين جين مرکز ارومچي وګوري او دلته به په يوه تجارتي نندارتون کې برخه واخلي.

په دې باب مرکه له دې ځايه اورېدلاى شئ
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG