د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

تايلنډ سل اويغور مسلمانان له خپل هېواده ایستلي


تايلنډ شااوخوا سل اويغور مسلمانان له دې هېواده په زوره ايستلي دي.

د تايلنډ د دې اقدام له کبله د بشري حقونو له خوا انتقادونه او په ترکيه کې لاريونونه شوي دي.

په ترکيه کې لاريون کوونکي وايي، ترکي ژبي اقليتونه د چين د حکومت له خوا ځپل کیږي.

د تايلند صدراعظم پرايوت چان اوچا پرون خبريالانو ته وويل، هېواد يې د چين او اويغور اقليت ترمنځ د شخړې برخه نه دی او پيکنګ ژمنه کړې ده چې له هغو اويغور مسلمانانو سره به چې له دې هېواده ايستل شوي دي، ښه چلند کوي.

د راپورونو له مخې، د تايلند حکومت پرون شا او خوا سل ايغور په زوره په الوتکه کې سپاره کړي او چين ته يې ليږلي دي.

د تايلند د صدراعظم په وينا، چين تاييد کړی چې له دې اويغور وګړو سره به عادلانه چلند کيږي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنري وايي، په هغو ايغور مسلمانانو کې چې له تايلند څخه ايستل شوي دي، ښځې او کوچنيان هم شامل وو چې نه يې غوښتل بيرته چين ته ولاړ شي.

د دې ادارې له خوا په خپره شوې یوې اعلاميې کې د تايلند له خوا د ايغور وکړو د اجباري ايستلو عمل د نړيوالو قوانينو څخه څرګنده سرغړونه بلل شوې ده.

مونشن مېشت د ايغور وګړو نړيوال کانګریس د چار شنبې په ورځ د دې خلکو په زوره له تايلنده د ايستل کېدو مخکې خبرداری ورکړی وو او په دې مسئله کې يې د نړيوالې مداخلې غوښتنه کړې وه.

له تايلنده د ايغور وګړو د ايستلو پېښه یوه اوونۍ له هغه وروسته ده چې ترکيې د تايلند له حکومت سره له مذاکراتو وروسته، ۱۷۳ اويغور مسلمانان چې ډېری يې ښځې او کوچنيان وو، ترکيې ته انتقال کړل.

يوه تايلندي جنرال ويلي، هغه اويغور وګړي چې يوه اوونۍ مخکې ترکيې ته لېږل شوي وو، تاييد شوې ده چې ترکان وو.

په ترکيه کې ځايي لاريون کوونکو، له تايلند څخه د اويغور مسلمانانو د ايستلو د اقدام پر وړاندي د دې هيواد قونسلګرۍ مخې ته راټول شول او د ودانۍ شيشې يې ورماتې کړې.

د راپورونو له مخې، اويغور مسلمانان چې مخکې له ايستلو يو کال په تايلند کې وو، په بد حالت کې اوسېدل.

اويغور مسلمانان چې په چين کې اقليت دي، په سين کيانګ ايالت کې ژوند کوي او د چين د چارواکو له بد چلند څخه شکايت کوي.

د چين حکومت پر اويغور مسلمانانو تور پوري کوي چې په تاوتريخوالي کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG