د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

امریکا د چین پر یو شمېر کرنیزو وارداتي محصولاتو بندیز لګوي


ارشیف
ارشیف

امریکا غواړي د چین د یو شمېر هغو کرنیزو محصولاتو پر وارداتو بندیز ولګوي چې د دغه هېواد په شینجن ایالت کې د جبري کار په نتیجه کې تولیدېږي.

چین د شینجن تر یومیلیون زیات وګړي، چې مسلمانان دي، په جبري کمپونو کې بند کړي دي.

د امریکا د ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې د ادارې چارواکي وايي، هېواد یې د چین د شینجن د سیمې د پنبې او سروبانجڼو په وارداتو بندیز لګوي ځکه چې په دې سیمه کې دا محصولات له زور څخه په استفادې کرل کېږي.

د امریکا د ګمرکونو او پولو د ادارې د اجرائیه کمېشنر مرستیال بریندا سمیت رویټرز خبري اژانس ته وویل، په دې بندیز کې به هغه ټول تولیدات شامل وي چې له دې دوو محصولاتو سره تړلي دي لکه جامې او همداراز سره بانجڼ او له سرو بانجڼو څخه جوړېدونکي محصولات.

د امریکا د ګمرګونو او پولو د ادارې ویندوی وايي، ټاکل شوې وه چې په دې اړه رسمي اعلان پرون سې شنبه شوی وای، خو د روانې اوونۍ تر پایه وځنډېډ.

په پام کې ده چې له چین څخه د ۵ نورو وارداتي اقلامو ترڅنګ د شینجن پر سرو بانجڼو او پنبې بندیز په سپینه ماڼۍ کې اعلان شي.

دا اقدام به د امریکا او چین ترمنځ له وړاندې څخه ترینګلتیا نوره هم زیاته کړي.

د امریکا د ګمرکونو او سرحدونو اداره د خپل هېواد د قوانینو پر اساس د هغو محصولاتو د وارېدېدو مخه نیولی شي چې په جبري ډول تولید شوي وي یا د تولید په مهال بشري حقونه په پام کې نه وي نیول شوي.

واشنګټن په وروستیو کې پر چین له ایغور مسلمانانو سره د چلند په خاطر فشار ډېر کړی دی.

د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېره اوونۍ وویل، امریکايي کمپنۍ په شینجن ایالت کې د بشري حقونو له سرغړونې خبرېږي.

مایک پومپیو
مایک پومپیو

ده په دې سیمه کې پر سوداګري راکړې ورکړې د بیاکتنې غوښتنه وکړه.

چین په دې خاطر چې تر یو میلیون ډېر ایغوران یې له ۲۰۱۷ کال راهیسې په جبري کمپونو کې اچولي، له انتقادونو سره مخامخ دی.

چین وايي، دا کمپونه یې د بیا زدکړې او روزنې مرکزونه دي چې له بېلتون غوښتونکي تروریزم او افراطیت سره د مبارزې لپاره ضروري دي.

XS
SM
MD
LG