د حماس د مشر يحيی سنوار وژل کېدل؛ اسراييلي چارواکو دا يوه پوځي او اخلاقي بريا ګڼلې

د حماس لوړ رتبه مشر یحیی سنوار

د اسرايیل د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه تایید کړه، چې اسرايیلي پوځیانو په غزه کې د حماس لوړ رتبه مشر یحیی سنوار وژلی دی.

د اسرايیل د بهرنیو چارو وزیر اسرايیل ګاتڅ (Israel Katz) د حماس د لوړ رتبه مشر یحیی سنوار وژنه، د اسرايیل د پوځ لپاره یوه پوځي او اخلاقي بریا وګڼله.

له کله چې د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر میاشت کې د اسرايیل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوې، یحیی سنوار د اسرايیل لپاره د مطلوبو کسانو د فهرست په سر کې و.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې، د سنوار وژل کېدل به حماس ډلې چې د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي یوه لویه ضربه وي.

د اسرايیل د بهرنیو چارو وزیر اسرايیل ګاتڅ وايي د سنوار وژنه به د پاتې یرغمل شویو احتمالي خلاصون ته زمینه برابره کړي او داسې بدلون به راولي چې، په غزه کې به له حماس او د ایران له نفوذ پرته د نوي واقعیت سبب شي.

د اسرايیل دفاعي ځواکونو هم پر خپله ایکس‌پاڼه د سنوار وژنه تایید کړې او له‌‌دې سره په څه کم درېیو میاشتو کې حماس ډله چې ایران یې ملاتړ کوي، د دویم وار لپاره بې رهبره شوه.

وروسته له هغې چې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د جولای میاشتې پر ۳۱مه په تهران کې په یوه حمله کې چې شک کېږي اسرايیل به کړې وي، ووژل شو سنوار د حماس ډلې لوړ رتبه مشر غوره شو.

۶۲ کلن یحیی سنوار پر اسرايیل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې د خونړۍ حملې طراح و، هغه بې‌سارې حمله چې د فلسطینیانو په خاوره کې د اسرايیل د روانې جګړې د پیل سبب شوه.

پر اسرايیل د حماس د تېر کال په حمله کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول، چې ډېری یې ولسي وګړي وو او تر ۲۵۰ ډېر یرغمل شول.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي په غزه کې د اسرايیل په بریدونو کې تر اوسه له ۴۲زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

وروسته له هغې چې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د جولای میاشتې پر ۳۱مه په تهران کې په یوه حمله کې چې شک کېږي اسرايیل به کړې وي، ووژل شو سنوار د حماس ډلې لوړ رتبه مشر غوره شو.

د حماس ډلې د پوځي څانګې عزالدین القسام لوا مشر سنوار، د هنیه د ځای‌ناستي لپاره چې په قطر کې اوسېده غوره کس نه ګڼل کېده.

په دې اړه نور: اسراييل د حماس ډلې د مشر يحيی سنوار وژل کېدل تأييد کړل

د هغه پر تله د حماس پخوانی سیاسي مشر خالد مشعل او خلیل الحیه چې په سیاسي څانګه کې مهم اشخاص ګڼل کېدل، مخکښ کاندیدان وو.

په دودیز ډول، د حماس سیاسي مشر چې په بهر کې مېشت وي، کولی شي سفر وکړي او د سیمه‌ییزو متحدانو لکه ایران او حزب‌الله سره اړیکې وساتي.

خو ګومان کېده سنوار په غزه کې و.

د کارپوهانو په وینا د سنوار د ټاکلو یو مهم لامل له ایران سره د هغه نږدې اړیکې دي، چې دغې ډلې ته یې مالي او پوځي مرستې برابرولې.

د اسراییل د پوځ مشر جنرال هرزي هالیوي په زمري/ اسد میاشت کې ویلي وو، چې دوی به سنوار پیدا کوي او حمله به ورباندې کوي.