افغانستان کې بې‌وزلي؛ ملګري ملتونه: شاوخوا ۸۵ سلنه افغانان د ورځې له یو ډالر څخه په کمو پیسو ژوند کوي

ارشیف: د کابل پر یوه سړک کارګر ماشومان

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" وايي، شاوخوا ۸۵ سلنه افغانان د ورځې له یو ډالر څخه په کمو پیسو ژوند کوي.

ملګرو ملتونو د ژمي په رانږدې کېدو او د هوا په سړېدو سره د افغانانو پر وضعیت اندېښنه وښوده.

"یواین‌ایچ‌سي‌آر" وايي، اوسهال تقریباً ۸۵ سلنه افغانان د ورځې له یوه ډالر څخه په کمو پیسو خپل ژوند پر مخ وړي.

یاد سازمان په خپل تازه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۷مه يې په خپله ویبپاڼه خپور کړی، ویلي چې په افغانستان کې اړتیاوې ډېرې پراخې دي او ۱۵.۲ میلیونه افغانان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دي.

ارشیف: په کابل کې بې‌وزله مېرمن او ماشومان

د "یواین‌ایچ‌سي‌آر" د راپور له مخې، افغانان په بې‌وزلۍ، لوږې او خوارځواکۍ کې د پام وړ زیاتوالی تجربه کوي، د عامې روغتیا سیستم سقوط ته نږدې دی او همدارنګه د اقلیمي بدلون اغېزو او طبیعي پېښو سره د مقاومت، مقابلې او تطابق وړتیا کمه شوې ده.

په راپور کې دغه شان راغلي چې د نظام له بدلون وروسته، له لسو څخه اووه افغانان لومړني توکي لکه د پخلي توکي، ژمنۍ جامې او لومړنيو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

په ورته وخت کې یو شمېر افغانان وايي چې د بې‌وزلۍ له امله د ورځې د درې وخته ډوډۍ برابرولو وسس نه‌لري.

د کابل ښار دوو اوسېدونکو، ګلدستې او محمد اصف چې دواړه د خپلو کورنیو ډوډۍ ګټونکي دي، په دې اړه ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکې ګلدستې وویل: درې وخته ډوډۍ ډېره په سختۍ پیدا کېږي، که یو وخت ډوډۍ وخورو بل وخت یواځې وچه ډوډۍ خورو، یا هم کله ناکله ګاونډيان یو څه مرسته کوي.

ګلدسته وايي: "ژمی راروان دی، ډېره خپه او خواشینۍ یم چې د هېڅ څه وس نه لرم. پخوا به د کالیو مینځلو لپاره تلم، خو اوس مې نه پرېږدي، طالبان پر ښځو ډېره سختي کوي. درې وخته ډوډۍ ډېره په سختۍ پیدا کېږي، که یو وخت ډوډۍ وخورو بل وخت یواځې وچه ډوډۍ خورو، یا هم کله ناکله ګاونډيان یو څه مرسته کوي."

محمد اصف وویل: "په کور کې ۱۲ کسانه یو. زه په کراچۍ مېوه خرڅوم، بس همداسې خپل ژوند مخ ته بیایم. شرایط ډېر خراب دي."

د "یواین‌ایچ‌سي‌آر" په راپور کې دا هم راغلي، د افغانانو د بېرته ستنېدو لوړه کچه، چې ډېری یې په جبري ډول ایستل شوي، تمه کېږي چې دوام ومومي.

د "یواین‌ایچ‌سي‌آر" اټکلونه ښیي چې په ۲۰۲۴م کال کې به له پاکستان او ایران څخه تر ۱.۴۶ میلیونه زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

په ورته وخت کې هغه افغان کډوال چې له ګاونډي هېوادونو ستانه شوي، وايي چې له خورا ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دي.

یو له دوی څخه عبدالقادر چې له پاکستانه راستون شوی، ازادي راډيو ته وویل: "حالات نه دي بدل شوي، ورځ په ورځ بدترېږي او ښه کېږي نه. په افغانستان کې ستونزې ډېرې دي. ژمی هم روان دی، خو کاروبار نه‌شته، په الله که مو ورته تیاری نیولی وي، که کاروبار نه وي په څه به ورته تیاری ونیسو."

ارشیف: په کابل کې د یوې بې‌وزلې کورنۍ دسترخوان

دا افغانان په داسې حال کې له خپلې بې‌وزلۍ کړېږي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او په بېلابېلو برخو کې د دوی د بندیزونو او محدودیتونو وروسته د کورنیو په ځانګرې توګه د هغه کورنیو اقتصادي وضعیت خرابه شو چې سرپرستي یې مېرمنو کوله.

د "یواین‌ایچ‌سي‌آر" د راپور له مخې، په روان زېږدیز کال کې تر ۲۳.۷ میلیونه ډېر افغانان چې د ټول افغانستان له نیمايي نفوس څخه زیات دي، عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.