افغانستان کې په سيستماتيکه کچه د جنسیتي تبعیض بنسټیز کول؛ اروپايي ټولنه یې جدي او بې‌سارې اندېښنه بولي

د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنه وايي، د طالبانو له‌خوا په سيستماتيکه او لويه کچه د جنسیتي تبعیض بنسټیز کول، د يوې هوسا او ځواکمنې ټولنې په جوړولو کې د افغانستان د خلکو مخه نيسي.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، د بشري حقونو د مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې سیستماتیکې سرغړونې په کلکه غندلي دي.

دغې ټولنې د سه شنبې په ورځ په خپله ويبپاڼه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره په دې برخه کې د طالبانو د حکومت پر چلند اندېښنه ښودلې او دا چلند يې په نړۍ کې بې‌سارى بللى او زياته کړې يې ده چې دا د افغانستان خلک د ځواکمنې او هوسا ټولنې په رامنځته کولو کې پاتې راولي.

دغه راز په بيانيه کې وړاندې ويل شوي چې بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی او د بیان ازادۍ ته درناوى د اروپايي ټولنې د تګلارې بنسټيز ټکي دي.

په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمېر مدافعان او خبریالان وايي، طالبان په افغانستان کې د ښځو بشري حقونه له پامه غورځوي او د هرې ورځې په تېرېدو سره د هغوی لپاره فضا نوره هم تنګېږي.

د ښځو د حقونو یوه فعاله پیتوني تايشمن وايي، طالبان هره ورځ د جنسیتي تبعیض کې يوه نوې مسئله اضافه کوي او پر ښځو او د هغوی پر اساسي حقونو سخت بندیزونه لګوي.

تایشمن وايي: دغه ډول پرېکړې په نړۍ کې بې‌ساري دي او نه یوازې د بشري حقونو او د انسان د آزادۍ سرع په ټکر کې دي، بلکې د طالبانو د فکري ارتجاع او د افغانستان د خلکو په ټولنیز او کلتوري ژوند باندې د بشپړ کنټرول ښکارندویي کوي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د طالبانو له‌خوا د تازه بندیزونو له ډلې په عامه ځایونو کې د ښځو غږ پورته کولو منع کول دي، د دې بندیز له مخې ښځې حق نه لري چې په رسنیو کې او یا په هر ډول عامه ځایونو کې خبرې وکړي او یا هم قرآنکریم تلاوت کړي، دغه ډول پرېکړې په نړۍ کې بې‌ساري دي او نه یوازې د بشري حقونو او د انسان د آزادۍ سرع په ټکر کې دي، بلکې د طالبانو د فکري ارتجاع او د افغانستان د خلکو په ټولنیز او کلتوري ژوند باندې د بشپړ کنټرول ښکارندویي کوي."

که څه هم د طالبانو حکومت تل ادعا کوي چې د ښځو په ګډون د هر چا حقونه د اسلام په چوکاټ کې خوندي دي، خو دا ادعا د افغان ښځو او نړیوالې ټولنې له‌خوا نه ده منل شوې.

له بلې خوا د خبریالانو نړیوال فدراسیون "اې‌ایف‌جي" هم د يوې اعلاميې کې د خبریالانو د نیولو او د طالبانو د حکومت هغه هڅې یې غندلې چې تازه يې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو یې بندیز لګولی دی.

دغه فدراسیون د سه شنبې په ورځ ویلي چې د افغانستان په رسنیو کې خپلسري او غیرشفافې نیونې زیاتې شوي او په افغانستان کې دننه له خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو سره د ملاتړ په څرګندولو سره یې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له دوی سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

په افغانستان کې د یوې خبري غونډې انځور

په دې اعلاميه کې وړاندې د افغان غږ خبريال مهدي انصاري او د خوشحال راډيو مسوول حکمت آرين ته اشاره شوې چې د اکټوبر په پنځمه او د سپټمبر په ۲۹مه د طالبانو د حکومت له‌خوا نيول شوي وو.

په همدې حال کې په کابل کې یوې ښځینه خبریالې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې ذکر شي، ازادي راډیو ته وویل: "د ښځینه خبریالانو لپاره د کار شرایط ډېر سخت شوي دي، ښځې ناامېده شوي دي او هره ورځ د وطن پرېښودلو په لټه کې دي، که دغه حالت دوام وکړي، موږ به د داسې رسنیو شاهدان واوسو چې ښځې حضور ونه لري."

د طالبانو حکومت تراوسه د دغو خبريالانو نيول نه تاييد او نه هم رد کړي، خو په دې وروستيو کې يې په رسنيو کې د ژونديو موجوداتو د انځورونو د خپرولو د هڅو خبر ورکړى چې د خبريالانو، د رسنيو د مسوولانو او د رسنيو د ملاتړو بنسټونو اندېښنې يې راپارولي دي.