منظور پښتين جرګې ته: پر افغانستان له واکمنو طالبانو وغواړئ چې د نجونو ښوونځي خلاص کړي

منظور پښتين

د پښتین ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پرون د (اکټوبر ۱۳مه) د خیبر په ریګي للمه سیمه کې د پښتنو قومي جرګې ته په وینا کې، د دې جرګې له ګډونوالو غوښتي، چې پر افغانستان له واکمنو طالبانو وغواړي څو د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې پرانیزي.

نوموړي وويل: "موږ دې جرګې ته وړاندیز کوو، چې د پنځو میلیونو پښتنو چې په‌کې سیاسي مشران یا نورو ګوندونه شامل دي، په شریکه د افغانستان پر واکمنو طالبانو غږ وکړي، چې د نجونو تعلیم ته اجازه ورکړي."

د ۲۰۲۱ په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د افغانو نجونو پر تګ بندیز لګول شوی دی.

پښتین په خپلو خبرو کې وړاندې ويلي، پښتانه د ډیورند کرښه نه‌مني، او د کرښې په اوږدو کې د خلکو او توکو ازاد تک راتګ ته دې د پخوا په څېر اجازه ورکړل شي.

هغه ويلي: "موږ وړاندیز کوو، چې پر ډیورند کرښه څومره سوادګریزې لارې دي، د هغې لپاره دې دا جرګه پرېکړه وکړي چې د انګریزانو د وخت په څېر پرې تګ راتګ وشي او بل هیڅ ډول سیستم او اداره نه منو، پښتون ته ډیورند کرښه هیڅ حیثت نه‌لري او د پښتنو په منځ کې بیلتون نه‌شته دی."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جرګې له ګډونوالو د داسې یوې پرېکړې غوښتنه هم وکړه چې، پر اساس یې د پاکستان پوځ او پاکستاني طالبان یا ټي‌ټي‌‌پي دواړه له سیمې ووځي.

خيبر کې د پښتنو قومي جرګه

د پښتین په ټکو، په سیمه کې ناامني د دوی له‌خوا رامنځته شوې ده.

د پاکستان حکومت او پوځ د دغو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې ویلي چې دوی د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي او په‌دې لړ کې امنیتي ځواکونو "لویې قربانۍ" ورکړې دي او لوی شمېر افسران او سرتیري یې د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

منظور پښتین د خپلو خبرو په یوې برخې کې وویل: "جرګې ته دا وړاندیز کوو چې پوځ او طالبانو ته دې ۶۰ ورځې وخت ورکړل شي چې دواړه زما له خاورې ووځي."

د ښاغلي منظور پښتين دا وړانديز د جرګې له‌خوا تاييد شو او په خپلو پرېکړو کې يې هم شامل کړی دی چې بېګا ناوخته يې اعلان کړ.

په سیمه کې د ازادي راډیو د مشال برخې خبریال د راپور پر بنسټ، د خیبر په میدان کې د اکټوبر پر ۱۳مه شپه هم پراخې جلسې روانې وي.

د مشال راډیو د خبریال په خبره، ۸۰ کمېټې جوړې شوي، چې خپلې سپارښتنې يې تېره شپه ناوخته د جرګې مرکزي کمېټې ته سپارلي دي.

خيبر کې د پښتنو قومي جرګه

د راپورونو پر بنسټ، د جرګې ځای ته تر پرون شپې ناوخته خلک په موټرو او پیاده ور روان وو او د خلکو د زیاتېدو له کبله یوشمېر خېمې لېرې شوي هم دي.

ویل کېږي، په جرګه کې له دېرشو تر څلوېښتو ښځو هم ګډون کړی دی.

د پښتنو د قومي عدالت جرګې په دویمه ورځ، د پي‌ټي‌ایم مشر منظور پښتین د پښتنو له سیمو څخه د راټولو کړو معلوماتو پر بنسټ وویل: "په تېرو شلو کلونو کې په خیبرپښتونخوا کې نژدې اتیا زره کسان وژل شوي، چې څه باندې ۹ زره يې د خیبر اوسېدونکی وو."

"پښتانه به د یوه شهید وینه هم چاته ونه بښي."
منظور پښتين

پښتین وړاندې ویلي وو: "پښتانه به د یوه شهید وینه هم چاته ونه بښي."

ازادي راډیو په خپلواکه توګه د پي‌ټي‌ايم راټول کړي ارقام نه‌شي تاییدولای او د پاکستان حکومت یې هم د ارقامو د راپور خپرېدو په غبرګون کې څه نه‌دي ویلي.

د پښتنو د قومي عدالت په نوم د جرګې د رابللو موضوع وروسته له هغې راپورته شوه، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ فعال ګیله‌من وزیر د روان کال په جولای میاشت کې په اسلام‌‌اباد کې په یوه برید کې ټپي او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

منظور پښتین د جولای په ۱۲مه نېټه د ګیله‌‌من وزیر د جنازي په مراسمو کې د یوولسم اکټوبر د پښتنو د لوی جرګې اعلان کړی و.

پښتنو دا جرګه په سیمه کې د روانو ناامنیو، د جبري لادرکیو او په پښتون مېشتو سیمو کې د ستونزو د هوارۍ په موخه رابللې ده.

د راپورونو پر بنسټ، په جرګه کې په زرګونو کسانو ګډون کړی چې ۸۰۰ جریبه ځمکه ورته کمه شوې ده.

په دې اړه نور: خيبر کې د پښتنو قومي جرګه د يو پرېکړه‌ليک په اعلانولو پای ته ورسېده

د خیبرپښتونخوا حکومت ویلي، په جرګه کې د مېلمنو د پالنې په موخه يې ۶۰۰ خېمې جرګې ته ورکړي دي.

بل پلو، د پښتون ژغورنې غورځنګ یوشمېر غړو ویلي، د پاکستان حکومت د دې غورځنګ د غړو په ګډون تر ۱۰۰۰ ډېر کسان نیولي دي.

د پاکستان حکومت تر جرګې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیز لګولی و.

د پښتنو د قومي عدالت جرګې رابلونکی د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي‌ټي‌ایم، په ۲۰۱۸ کال کې رامنځته او له هغې وخت راهیسې د ناامنیو، د پاکستان د پوځ تګ‌لارو، د بشري حقونو د سرغړونو، جبري بې درکیو، د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د عام ولس واک او یوشمېر نورو ستونزو په اړه پراخې جلسې، لاریونونه او غونډې کړي دي.