د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

خيبر کې د پښتنو قومي جرګه د يو پرېکړه‌ليک په اعلانولو پای ته ورسېده


خيبر کې د پښتو قومي جرګه
خيبر کې د پښتو قومي جرګه

په خیبر کې د "پښتنو قامي عدالت" په نوم لویه جرګه بېګا ناوخته د یوه پرېکړه‌لیک په اعلانولو سره پای ته ورسېده.

دغه پرېکړه‌لیک کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ولوست ګڼې پرېکړې او غوښتنې شوي دي.

جرګې د پاکستان پوځ او پاکستاني طالبانو ته مهلت ورکړ چې تر دوو میاشتو پورې دې د دوی له خاورې ووځي.

هغه وويل: "جرګې پرېکړه وکړه چې په‌دې خاوره باندې نوره هیڅ بد امني او جګړه نه‌شته، خو پاکستاني پوځ او وسله‌وال تنظیمونو چې په بېلابېلو نومونو له طالب نه نیولې، تر داعش پورې، دې جرګې مشترکه پرېکړه وکړه چې دوه میاشتې ټایم دی، زمونږ له خاورې دې ووځي."

د جرګې په پرېکړو کې پر ډیورند کرښه له پاسپورټ او ویزې پرته د ازاد تګ راتګ او سوداګرۍ غوښتنه وشوه او ټینګار وشو چې، د دې کار لپاره دې هغه تګ‌لاره بېرته را ژوندۍ شي چې له ۱۸۹۳ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې عملي کېده.

جرګې خبرداری ورکړ، که دغه پرېکړه عملي نه‌شوه، پر ډیورند کرښه به د ګمرک او نورو ادارو مخته کېني او هغه به بندوي.

جرګې د نورو مسئلو ترڅنګ د ورکو شویو او وژل شویو پښتنو لپاره په پاکستان کې دننه او په نړیوالو ستېجونو د عدالت د پیل غوښتنه وکړه.

د جرګې ګډونوالو وویل، دا یې د سفر پيل دی او په خبره یې دوی به هغو هیلو ته رسیږي چې ولس یې له لسیزو راهیسې په تمه دی.

د پاکستان حکومت تر اوسه د جرګې د دغو پرېکړو او غوښتنو په اړه څه نه‌دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG