ايران کې د شتمنو افغان کډوالو د تښتونې په تور ځينې نور افغانان نيول شوي

ايراني پوليس

په تهران کې یوشمېر افغانان چې د خپلو شتمنو "هېوادوالو" د پېژندنې او تښتولو په حال کې وو، نیول شوي دي.

سمیه عطايي یوه له هغو افغانانو څخه ده چې، د درې کلونو راهيسې د خپلې کورنۍ له اتو کسو نورو غړو سره په ایران کې ژوند کوي او ۱۴ میاشتې وړاندې د یوه سازمان له‌خوا د کار موندلو په بهانه تېر ايستل شوې او ټوله کورنۍ يې تښتول شوې وه.

هغې ازادي راډیو ته وویل، د دې بنسټ مسوول دوی ته، چې اکثره د کورنۍ غړي یې ډاکتران دي، د ایران د اذربایجان ولایت په ماکو سیمه کې د روغتون د کار ژمنه ورکړې وه، خو وروسته ټول وتښتول شول.

نوموړې وويل: "غلو موږ نهه کسه ونيولو، ورونو مې نه‌غوښتل چې وتښتول شو او مقاومت يې وکړ، دوى زما د ورور سر په ټوپک مات کړ او موږ يې په غوجله کې ساتلو، ډېر يې هلته شکنجه کړو زموږ نر او ښځه يې وهل او شکنجه کول او ويل يې ۴۵ زره ډالره موږ ته راکړئ، زموږ ډېرې پيسې او سره زر يې يووړل."

نوموړې وايي، وروسته تښتوونکي وپېژندل شول او د ایران پولیسو ته یې د پیسو ورکولو سره د تښتوونکو له منګولو ځانونه خوشې کړل، خو شکایت کوي چې دې قضیې ته هیڅ رسیدنه نه‌ده شوې.

اغلې عطايي ادعا کوي، کوم تښتوونکي چې مخکې د پولیسو له‌خوا نیول شوي وو، په ځینو مواردو کې ازاد ګرځي، دوی یې له شتون ویره لري او غواړي چې ستونزې ته یې رسېدنه وشي.

دا کډوال ادعا کوي چې پوليسو يې قضيو ته رسېدنه نه‌ده کړې، چې له امله يې دوی اندېښمن دي.

عزیز چې یو بل افغان کډوال دی وايي، یو ملګری یې تښتول شوی و او اوس په ایران کې له‌دې وضعیت څخه ډېر اندېښمن دی.

هغه وویل: "شاوخوا شپږ یا اووه میاشتې مخکې زموږ یو ملګری تښتول شوی و او نږدې څلور میاشتې په بند کې و، تر دې وروسته یې کورنۍ دولت ته عریضه وکړه او هغوی یې خوشې کړل، داسې اندېښنې ډېرې زیاتې دي."

"شاوخوا شپږ یا اووه میاشتې مخکې زموږ یو ملګری تښتول شوی و او نږدې څلور میاشتې په بند کې و
عزيز ايران کې افغان کډوال

هغه زیاته کړه چې په ایران کې د موبایل او نورو توکو د غلا موارد زیات شوي او څو ورځې مخکې د ده موبایل هم غلا شوی و.

دغه اندېښنې په داسې حال کې دي چې د ایران چاپ ورځپاڼې په تازه راپور کې ویلي، اووه تنه افغان وګړي په تهران کې نیول شوي دي چې د خپلو شتمنو "هېوادوالو" د پېژندنې او تښتولو په حال کې وو.

د دې ایرانۍ ورځپاڼې په وینا، د تښتوونکو دغې ډلې د قربانیانو غوږ یا پزه پرې کوله او د پیسو اخیستلو لپاره یې د قربانیانو کورنیو ته استول.

په راپور کې راغلي، پولیس لا هم د دې ډلې د دوو مشرانو په لټه کې دي چې په تېښته بريالي شوي.

په دې اړه نور: له ايران د افغان کډوال جبري ايستل؛ کډوالو او د بشري حقونو فعالانو يې پر وړاندې کمپاين پيل کړی

د دې راپور له‌مخې، د يادې ډلې اووه تنه غړو د خپلو مشرانو په امر د یوشمېر افغان کډوالو کورنیو څخه د پیسو اخیستلو لپاره تښتونې ترسره کولې.

دغه اندېښنې او ستونزې د افغان شتمنو په وړاندې په ایران کې په‌داسې حال کې رامنځته شوي چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي د روان کال د جوزا په ۲۱مه نېټه ازادي راډیو ته ویلي وو، ډېری افغان سوداګرو خپلې پانګې ایران ته لېږدولي او په بېلابېلو برخو کې یې پانګونه کړې ده.

هغه د دې کار لامل په هغه هېواد کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو او امکاناتو برابرېدل ښودلي وو.

ځینو ایراني چارواکو مخکې ویلي وو، په هغه هېواد کې د پانګونې کچه هر کال په بدلون او زیاتېدو کې ده.