په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د لاریونونو پر مهال د لسګونو افغانانو د نیولو ادعا شوې

په اسلام‌اباد کې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د اخ و ډب یو انځور

په داسې حال کې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د تحریک انصاف په وروستیو لاریونونو کې له سلو د ډېرو افغان کډوالو د نیولو ادعا کړې په اسلام‌اباد کې مېشت افغان کډوال وايي، که څه هم په لاریونونو کې یې برخه نه ده اخیستې، خو د پولیسو له لوري ځورول شوي دي.

په اسلام‌اباد کې مېشت افغان کډوال عظمت‌الله ازادي راډيو ته وویل: "تېره ورځ موږ سهار چمن کې فوټبال کاوه چې پولیس راغلل، زه او دوه نور کسان یې تاڼې ته یوړو، له موږه یې ویزې غوښتې، موږ ویزو ته په وخت اپلای کړې، خو لا تایید شوي نه دي، ډېرې خبرې مو ورسره وکړې، اخر یې پرېښودو، خو ګواښ وکړ چې که بل ځل راسره ویزې نه وي نو افغانستان ته به مو وشړي."

په اسلام‌اباد کې مېشت یو بل افغان کډوال ازادي راډيو ته وویل: "په رسنیو کې دا ډول خبرونه ما هم واورېدل چې په مظاهرو کې یې افغانان نیولي دي. زه شاوخوا دوه کاله کې دلته اوسېږم، د پاکستان پولیس وخت ناوخت په بېلابېلو پلمو افغانان ځوروي، د مظاهرو په اړه مطمئین نه یم چې دوی وايي، افغانان مو نیولي دي."

له دې وړاندې پرون یکشنبه د اکټوبر په پنځمه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ادعا کړې چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د لاریونونو پر مهال یې ۱۲۰ افغانان نیولي دي.

محسن نقوي د اسلام‌اباد په ډی چوک نومې سیمه کې چېرته چې د تحریک انصاف ګوند مشر ټول لاریون کوونکي وربللی وو، خبریالانو ته ویلي چې په لاریونونو کې د افغانانو ګډون حیرانوونکی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي

په همدې حال کې په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي، د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو مسئلې اندېښمن کړي دي.

د دې شورا مشر میوند عالمي ازادي راډيو سره په خبرو کې له افغانانو وغوښتل چې د پاکستان په کورنیو مسایلو کې له ښکېلتیا ځانونه وساتي.

هغه وايي: "د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله مه کوئ، د یوه افغان په توګه ژوند وکړئ او د پاکستان له دولت غوښتنه کوم، کوم کسان یې چې نیولي، د دوی له احساساتو ګټه اخیستل شوې، باید له څېړونو وروسته دوی بېرته خوشې کړي."

د پاکستان په پلازمېنې اسلام کې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو لاریونونو له هغې وروسته زور واخیست چې د د دغه ګوند مشرعمران له زندانه په یوه پیغام کې د خپل ګوند له فعالانو او مشرانو وغوښتل چې د پلازمېنې ډي چوک سیمې ته د احتجاج لپاره ځانونه ورسوي.

د اسلام‌اباد پولیسو که څه هم د لاریونوالو مخه ونیوله، خو دغه لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل چې له امله یې د مالي او ځاني زیانونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مالي او ځاني تاوان پړه د تحریک انصاف ګوند او د خیبر پښتونخوا پر حکومت چې د دغه ګوند له لوري جوړ دی، وراچوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د اطلاعتو سلاکار وقار سیف بیا په لاریونونو کې د افغانانو د ګډون سربېره د کورنیو چارو د وزیر ادعاوې بې بنسټه بللي دي.