د ننګرهار په يوشمېر ولسواليو کې تېره شپه سېلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي

ننګرهار کې د سېلاب راوتلو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ، انځور - ارشيف

د ننګرهار په سپين غر، اچين او کوټ ولسواليو کې د د تېرې شپې د سختو سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

د ځايي اوسېدونکو په خبره، لسګونه کورونه يې نړولي په سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه يې زيانمنه کړې ده.

دغه‌شان د خلکو فصلونه او حاصلات يې هم خراب کړي، چې ورسره بزګرو ته سخت تاوانونه اوښتي دي.

دوی وايي، سېلابونو عامه ځايونه لارې او پلونه هم زيانمن کړي دي.

"مالي برخو کې دغو سېلابونو ډېر زيانونه واړول چې دغو سيمو کې يې د خلکو څاروي چې په څرولو بوخت و يا دوى ورنه استفاده کوله له‌‌منځه وړي
ننګرهار کې يو سېلاب‌ځپلی

د سپين غر ولسوالۍ اوسېدونکي او سېلاب‌ځپلي وارث خان صادق ازادي راډیو ته وویل: "زما ځمکه ډېره خرابه شوې ده، د تره د زامنو مې هم خرابه شوې، خو زما ډېره خرابه شوې، د هغوى نيمې نه ډېره تخريب شوه او دا نيمه نوره هم له ګواښ سره مخ ده، بوټي او ځنګلونه مې وو دا يې هم ټول وړي، جوار، پمبه، لاچيان، روسۍ ونې مې کرلې وې دا يې هم ټولې زيانمنې کړې او دا کومه ځمکه چې پاتې که بل سېلاب راغى دا هم ختمېږي."

د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى سعيد‌الله حبيبي چې په خبره یې په تېرو سېلابونو کې یې د کور دوه کوټې نړېدلي ازادي راډيو ته وویل، په دغو سېلابونو کې د کرنيزو ځمکو ترڅنګ د خلکو څاروي هم تلف شوي او اوبو له ځانه سره وړي دي.

هغه وايي: "مالي برخو کې دغو سېلابونو ډېر زيانونه واړول چې دغو سيمو کې يې د خلکو څاروي چې په څرولو بوخت و يا دوى ورنه استفاده کوله له‌‌منځه وړي، ډېر زيات څاروي يې له ځان سره وړي چې دقيق يې شمېر نه‌دى معلوم."

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکى محب‌الله بیا وايي، دغو سېلابونو کې عامه ځايونو ته هم ډېر زيان اوښتى: "دلته په سپپين‌غر باندې ږلۍ شوې وه او ورسره باران هم و، بيا سېلابونه راووتل زموږ کرنيزې، ځمکې بندونه عامه‌المنفعه ځايونه يې ټول تخريب کړي."

خلک وايي، تر اوسه ورسره مرسته نه‌ده شوې.

د محب‌الله په خبره د سپين‌غر ولسوالۍ اړوند د ميدانک، چلګزې، معروف چينې، لوخۍ او کلا په سيمو کې زياتره کروندې د سېلابونو د سخت کواښ سره مخ دي او استنادي دېوالونه بسنه نه‌کوي.

نوموړى له حکومت او مرستندويه ادارو غوښتنه کوي چې، باید د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د اوبو د مهارولو لپاره بندونه جوړ شي.

په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست ویاند اجمل سبحاني هم یوشمېر رسنیو سره په خبرو کې خلکو ته د اوښتو مالي زیانونو پخلی کړى.

نوموړي ويلي، دوی هڅه کوي چې له مرستندویه موسسو سره په همغږۍ له زیانمنو شویو کسانو سره مرسته وکړي.

د دغو سېلابونو، خلکو ته د اوښتو زيانونو او د طالبانو حکومت د اقداماتو په تړاو مو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د وياند قاضي جانان سايق نظر وپوښت، خو نوموړي په‌دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

په دې اړه نور: د بېلابېلو ولايتونو سېلاب‌ځپلي: تر اوسه راسره هيڅ ډول مرسته نه‌ده شوې

د يادنې وړ ده چې د سپتمبر په ۲۷مه د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله درې تنه مړه او شل نور ټپیان شوي وو.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت د والي ویاند قاضي ملا عادل د دغو سېلابونو په اړه ازادي راډيو ته په یوه لیکلي پیغام کې وویلي وو، درې کسان په‌کې مړه شوي او ۲۰ نور یې ژوبل کړي دي.

نوموړي ځينې تصویرونه هم ازادي راډیو سره شریک کړي وو او زیاته کړې یې وه چې، یادو سېلابونو١۵٠ کورونه او د اوبو يو کانال هم ويجاړ کړي دي.