د اسراییلو پوځ د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله د وژلو خبر ورکړ

د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله چې اسراییلو یې د وژلو اعلان وکړ.

د لبنان حزب‌الله تایید کړه چې د دوی مشر حسن نصرالله د اسراییلو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

دا خبر رویټرز او اسوشېټېډ پرېس خبري اژانسونو ورکړی دی.

د اسراییلو پوځ نن وویل چې د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله یوه ورځ مخکې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په یو لړ هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.

امریکا، حزب الله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

اروپايي ټولنه د حزب‌الله پوځي برخه په تور لېست کې شامله کړې ده.

د حزب‌الله سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې استازي لري.

حزب‌الله یوه ملېشه ډله او یو سیاسي ګوند دی چې د لبنان د سویل لویه برخه کنټرولوي.

د اسراییلو د پوځ ویاند افیخای ادرعي په یوه بیان کې چې په ایکس‌پاڼه خپور شوی، ویلي چې د حزب‌الله د جنوبي محاذ قومندان علي کرکي او یو شمېر نور قوماندانان هم وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه:"پیغام روښانه دی، موږ به هر هغه چا ته ورسېږو چې په شمال، سویل او یا نورو لرو جبهو کې اسراییلي اتباع ګواښي."

د اسراییلو دفاعي ځواکونو هم په ایکس‌پاڼه کې ویلي چې حسن نصرالله به نور د نړۍ د وېرولو توان ونه لري.

پر حزب‌الله د اسراییلو د برید یو انځور. ویل کېږي چې حسن نصرالله سره د هغه لور هم وژل شوې، خو دې ډلې د لور وژنه یې نه ده تایید کړې.

رویټرز د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ایران رهبر ایت‌الله علي خامنه‌يي خوندي ځای ته وړل شوی او کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

اسراییلي رسنیو نن سهار خبر ورکړ چې د حزب‌الله د مشر لور زینب نصرالله هم د اسراییلو په برید کې وژل شوې ده.

حزب‌الله دغه راپورونه نه دي تایید کړي.

د حسن نصرالله زوی هادي په ۱۹۹۷ کال کې د اسراییلي ځواکونو پر ضد په جګړه کې وژل شوی و.

د اسراییلو پوځ لومړی د سپټمبر په ۲۷ اعلان وکړ چې په بیروت کې یې د حزب‌الله "مرکز" د استوګنې ودانیو لاندې په یو لړ بریدونو کې په نښه کړی، پرته له دې چې په رسمي توګه د نصرالله نوم واخلي.

له دغو بریډونو خپره شوې ویډیو د زورورو چاودنو ښکارندويي کوي.

د کړکېچ د نړیوالې ډلې شنونکي هایکو ویمن ازادي راډیو ته وویل چې پر حزب‌الله باندې د اسراییلو پرله‌پسې بریدونو په داسې حال کې چې په بشپړه توګه یې له منځه نه ده وړې، دا ډله تر ډېره کمزورې کړې ده.

په واشنګټن کې د ملي امنیت په انسټېتیوټ کې شنونکي نورمن رول ویلي اسراییلو حزب‌الله دومره کمزوری کړی چې د لبنان حکومت واقعاً کولای شي دا ډله له منځه یوسي.

هغه وايي: "د اسراییلو دفاعي ځواکونو د حزب‌الله د مشرتابه ټول نسل له منځه وړی دی، چې پراخه تجربه لري او بدلیدلی نه شي. په یوه کامله نړۍ کې به د لبنان حکومت دا شېبه د خپل واک د ثابتولو لپاره وکاروي او لبنان به د دې وسله والې ډلې له شره خلاص کړي."

د حسن نصرالله وژنه د حزب‌الله او د هغه اصلي ملاتړي ایران ته لوی ګوزار دی.

د حزب الله د وژل شوي مشر حسن نصرالله د انځور بره د ایران د اوسني او پخواني مذهبي مشرانو انځورونه لیدل کېږي. حزب الله ډله د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده.

نصرالله د حزب‌الله په مشرۍ له دېرشو کلونو څخه زیات په لبنان کې شیعه وسله‌وال په یوه لوی سیاسي ځواک او د هغه د ګاونډي، اسراییلو په ځواکمن دښمن بدل کړل.

حزب‌الله د "مقاومت د محور" په نوم د اسراییلو او امریکا پر ضد د ایران د نیابتي ډلو د شبکې یوه برخه ده چې د ایران له‌خوا یې ملاتړ کېږي.

د منځني ختیځ او نړیوال نظم لپاره په برلین کې د یوه څېړنیز مرکز مشر علي فتح الله نژاد په دې باور دی چې د نصرالله مړینه د ایران لپاره یو "لوی ګوزار او شرم" دی.

فتح الله نژاد د ازادي راډیو فردا څانګې ته وویل دا په ۲۰۲۰م کال کې په عراق کې د امریکا په یوه هوايي برید کې د ایران د لوړ پوړي قومندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته "په سیمه کې د تهران دریځ ته تر ټولو دروند ګوزار دی."