اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې خبریالان: لا هم اطلاعاتو ته په اسانه لاسرسی نه لرو

ارشیف: په افغانستان کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم یا خبر څانګه

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ یوځل بیا په افغانستان داسې مهال رارسېږي چې یو شمېر خبریالان او د رسنیو مسوولان شکایت لري چې لا هم اطلاعاتو ته په اسانه لاسرسی نه لري او له دې امله په خپلو کارونو کې له ستونزو سره مخ دي.

په کابل او ننګرهار کې د دوو بېلابېلو خصوصي رسنیو خبریالانو د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط په دې اړه ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

په کابل کې یوه خبریال وویل: "اوس په افغانستان کومو معلوماتو ته چې خبریالان اړتیا ولري، هغو ته لاسرسی نه‌شته. حکومت یوازې هغه موارد چې دوی یې خپله له رسنیو سره شریکوي او غواړي چې د ځان په ګټه ورته تبلیغ وشي، هغه کې څه ناڅه همکاري کوي، خو د خبریالانو پوښتنې، د خبریالانو تحقیقي او تولیدي سوژو لپاره په خپل وخت ځواب نه وايي."

په ننګرهار ولایت کې یو خبریال وايي: خبریالان د خبري پېښو د پوښښ اجازه نه لري، کله چې امنیتي پېښې، عملیات یا چاودنې کېږي، دوی قطعاً موږ ته اجازه نه راکوي چې پوښښ ورکړو.

په ننګرهار کې یو خبریال وايي: "د اسلامي امارت په واکمنېدو سره خبریالان او په ټوله کې رسنۍ له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی. خبریالان د خبري پېښو د پوښښ اجازه نه لري، کله چې امنیتي پېښې، عملیات یا چاودنې کېږي، دوی قطعاً موږ ته اجازه نه راکوي چې پوښښ ورکړو."

ځینې ښځینه خبریالانې بیا ادعا کوي چې د دوی د جنسیت له امله د طالبانو د حکومت چارواکي په مستقیمه توګه ورسره اطلاعات نه شریکوي.

د بامیانو ولایت یوې خبریالې د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "زه خپله چې له یوې ازادې رسنۍ سره د خبریالې په توګه کار کړم، تر دا اوسه هېڅکله نه یم توانېدلې (په مستقیمه توګه) چې د اوسني نظام له حکومتي چارواکو سره تماس ونیسم."

د رسنیو ځینې مسوولان هم وايي، خبریالان او کارکوونکي یې د راپورونو او خپرونو د جوړولو پر مهال د اړتیا پر صورت کې اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري.

په کندهار ولایت کې د یوې رسنۍ مسوول د نوم نه خپرولو او غږ بدلو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "د نور ولایتونو په پرتله دلته کندهار کې معلوماتو ته لاسرسی خورا سخت دی، دلته پر تصویر یا ویډیو هم بندیز دی، خبریالان نه شي کولای د حکومتي غونډو تصویر واخلي، خصوصاً د لوړپوړو چارواکو د ویډیو اخیستلو حق نه لري، همدارنګه که کوم ویډیویي راپور جوړوي اړونده حکومتي چارواکي یا ویاندویان ورته نه حاضرېږي، ویبپاڼې یا راډیو ته هم په ډېره سختۍ غږیز معلومات تر لاسه کوي. که معلومات ته لاسرسی نه وي، زموږ ګڼ شمېر خبریالان بې‌کاره کېږي."

د یادونې ده چې د سپټمبر په ۲۲مه په افغانستان کې دننه د بېلابېلو رسنیو مسوولانو او د سیاسي خپرونو چمتو کوونکو ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو پرې په سیاسي خپرونو او ګردي مېزونو کې په ژوندۍ بڼه په بحثونو بندیز لګولی او آن دوی (طالبانو) خپل د باور وړ مېلمانه ( شنونکي) یې ورمعرفي کړي چې دوی دا اطلاعاتو د لاسرسي د محدودلو په برخه کې د طالبانو حکومت بله هڅه ګني.

په دې اړه نور: د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه: طالبانو په ژوندۍ بڼه په سیاسي خپرونو او بحثونو بندیز لګولی

د خبریالانو د ملاتو سازمان هم دا خبره تایید کړې وه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز مخکې ویلي وو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ړنګ شوي جمهوري نظام پر مهال تصویب او نافذ شوی و، هم د طالبانو له‌خوا په ښکاره توګه تایید شو، خو د دغه مرکز په وینا، دې قانون ته هېڅ پام نه دی شوی.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي هم وایي، له بده مرغه د طالبانو له واکمنېدو وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ګڼې ستونزې رامنځته شوي دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي

هغه وویل: "واکمنې ادارې په دې برخه کې ډېر خنډونه رامنځته کړي، زما په باور له بده مرغه دوی د بیان ازادۍ او د بیان ازادۍ مهم اصل چې هغه اطلاعاتو ته لاسرسی دی، ورته ژمن نه دي او ورځ بلې ته پر خبریالانو او رسنیو محدودیتونه زیاتوي، په دې برخه کې د ټولو اړونده بنسټونو دنده دا ده چې خپلې عدالت غوښتنې ته دې دوام ورکړي."

ازادي راډیو د خبریالانو او د رسنیو د مسوولانو او د دوی د ملاتړو بنسټونو د دغو شکایتونو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وپوښت، خو نوموړي د راپور تر خپرېدو په دې اړه پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال حیات‌الله مهاجر د سپټمبر په ۱۷مه "ملت ته د حکومت د حساب ورکولو" په نوم خبري غونډې ته ویلي وو، په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې شته چې هیڅوک ترې انکار نه‌شي کولى.

په دې اړه نور: طالبان: اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له شته ستونزو انکار نه شو کولی

نوموړي زیاته کړې وه، د دوى وياندویان مکلف دي چې د خپلو اداراتو اړوند معلومات په وخت خبريالانو ته وړاندې کړي، خو دا یې هم ویلي وو، که خبريالان په دې برخه کې له کومې ستونزې سره مخ کېږي، د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اطلاعاتو له رياست سره دې خپلې ستونزې شريک کړي.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي تر څنګ وخت په وخت پر رسنیو او خبریالانو د بېلابېلو محدودیتونو لکه د راپورونو او خپرونو د سانسور او آن د خبریالانو د نیولو، بندي کولو او شکنجو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي او کوم خبریالان چې نیول شوي هم دي د خبریالۍ د کار اړوند موضوع په اړه نه دي نیول شوي.

د سپټمبر ۲۸مه معلوماتو ته د لاسرسي نړیوال ورځ ده.

د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر ۲۸مه د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو له‌خوا معلوماتو ته د مساوي او نړیوال لاسرسي په موخه د بشري حقونو او انساني کرامت د ودې، د بې‌وزلۍ د له منځه وړلو او د ځواکمنو ټولنو د رامنځته کولو په موخه، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په نوم اعلان شوه او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ٢٠١٩م کال کې تصویب کړه چې په ډېری هېوادونو کې نمانځل کېږي.

یونسکو وایي، د دې ورځې د نمانځنې موخه دا ده چې په نړۍ کې هر څوک اطلاعاتو ته د لاسرسی حق ولري او اړونده سرچینې یا اشخاص هم باید لازم معلومات شریک کړي.

د یونسکو په ټکو، رسنۍ په ټولنو او هېوادونو کې د علاقې اړوند مسایلو خپرولو او د خلکو خبرولو کې مهمه ونډه لري، خو په دې شرط چې اړوندو معلوماتو ته لاسرسی ولري.

د یونسکو په ټکو، معلوماتو ته د لاسرسي حق د مطبوعاتو د ازادۍ له حق سره تړلې خبره ده.