په لبنان کې د اسراییلو د هوايي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ ته ورسېد

پرون په لبنان کې د حزب‌الله ډلې یوه غونډه په نښه شوې چې له کبله یې لسګونه کسان وژل شوي دي.

اسراییلي ځواکونو د لبنان پر پلازمېنه بیروت کې د هوایي برید په ترڅ کې د حزب‌الله ډلې غونډه په نښه کړې ده.

د لبنان روغتیا وزیرې فراس الابیض نن وویل چې د بیروت په لمنو کې د اسراییلي ځواکونو د پروني برید له امله د وژل شویو شمېر ۳۱ کسانو ته ورسېد چې په دوی کې اووه مېرمنې او درې ماشومان هم شامل دي.

په وژل شویو کې د حزب‌الله یو قوماندان ابراهیم عقیل هم شامل دی چې د الرضوان په نوم د ځواکونو مشر و.

همداراز د ویجاړې شوې ودانۍ په تلخونې کې د حزب‌الله وسله‌والو غونډه وه چې هلته یې شاوخوا لس غړي وژل شوي دي.

الابیض زیاته کړه چې په وژل شویو کې د سوریې اتباع هم شته.

پرون ناوخته د اسراییل پوځ وویل چې د قوماندان عقیل په ګډون د حزب‌الله ۱۱ غړي وژل شوې دي.

حزب‌الله تېره شپه وویل چې د دوی ۱۵ غړي د اسراییلي ځواکونو د برید له امله وژل شوي، خو د دې کسانو د وژلو د ځای په اړه یې څه نه دې ویلي.

په وژل شویو کې د حزب‌الله یو قوماندان ابراهیم عقیل هم شامل دی چې د الرضوان په نوم د ځواکونو مشر و.

اسراییلي ځواکونو د جمعې په ماسپښین د بیروت په جنوبي برخه کې دا هوایي حمله په داسې وخت کې وکړه چې خلک له کاره کورونو ته ستنېدل او زده‌کوونکي له ښوونځيو رخصت شوي وو.

نن سهار د حزب‌الله د رسنیو دفتر خبریالان بمبارد شویو سیمو ته وروستل، هلته لا هم ژغورونکي بوخت وو، د لبنان د روغتیا وزیرې الابیض هم وویل چې د ژغورنې عملیات روان دي چې ښایي د تلفاتو شمېر زیات شي.

لبناني ځواکونه دې سیمې ته عام خلک نه پرېږدي او په سیمه کې د لبنان د سرې میاشتې کارکوونکي هم شته چې له انبارونو راایستل شوي جسدونه انتقال کړي.

دا حمله پرون څو ساعته وروسته تر دې وشوه چې حزب‌الله ډلې د اسراییل پر شمال د توغندیو داسې پراخ بریدونه وکړل چې په نږدې یوه کال یې ساری نه و.

حزب‌الله په کاتوشیا توغندیو پر اسراییل څو ورځې وروسته تر دې حمله وکړه چې په لبنان کې په پیجرونو او مخابرو کې چاودنې وشوې چې له امله یې لږ تر لږه ۳۷ کسان ووژل شول او نږدې ۲۹۰۰ نور تپيان شول.

حزب‌الله وایي چې دا چاودنې اسراییل کړي دي.

اسراییل تراوسه د دې چاودنو مسوولیت نه دی منلی.