کابل کې ځانمرګی برید شوی؛ طالبان: ۶ کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

ارشیف: د کابل د دارالامان سړک له دې مخکې هم د مرګونو او خونړیو چاودنو شاهد و.

د طالبانو حکومت د کابل ښار د دوشنبې ورځې په ځانمرګي برید کې د ۱۹ کسانو مرګ‌ژوبله تایید کړه.

د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته په لیکلي پیغام کې ویلي چې دا پېښه د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند قلعه بختیار سیمه کې شوې ده.

ځدراڼ لیکلي: "سیمه کې یو کس پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته انفجار ورکړی چې متاسفانه د یوې ښځې په ګډون ۶ ملکي وګړي شهیدان او ۱۳ نور ټپیان شوي دي."

خو د پېښې عیني شاهدان او د کابل استقلال روغتون ځینو روغتیایي کارکوونکو ازادي راډیو ته ویلي، یوازې دې روغتون ته ۱۵ مړي او ټپیان انتقال شوي دي.

همدارنګه د کابل ایمرجنسي روغتون ته څېرمه سیمې اوسېدونکو هم ویلي چې یاد روغتون سره د ټپیانو او امبولانسونو ګڼه ګوڼه زیاته وه.

د پېښې عیني شاهدانو ازادي راډیو دا هم وویل چې دا پېښه د لویې څارنوالۍ دروازې ته څېرمه د مامورینو د رخصتېدو پر مهال شوې ده.

ازادي راډیو ته د طالبانو د حکومت د ځینو امنیتي سرچینو رااستول شویو عکسونو کې ښکاري چې د پېښې په سیمه کې خلک خواره واره او ان ټوټه ټوټه پراته دي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.