طالبانو په تېر یوه کال کې د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور لس زره کسان نیولي دي

له ارشيفه د يو شمېر نيول شويو کسانو انځور

د طالبانو حکومت وايي چې، دوی په افغانستان کې د تېر یوه کال په بهير کې د نشه‌يي بوټو د کښت، نشه‌يي موادو تولید، خرڅولو او قاچاقو په تور تر لس زره ډېر خلک نیولي دي.

د کوکنارو د کښت د مخنيوي په برخه کې د طالبانو د حکومت د پرېکړې درېیم کال پيل شوی او دوی ادعا کوي، چې حکومت يې په تېرو دوو کالو کې له نشه‌‌يي موادو سره په مبارزه کې بريالی و.

په‌داسې حال کې چې ملګري ملتونه په ۲۰۲۴ ميلادي کال کې د نشه‌يي موادو د وضعیت په اړه د راپور په چمتو کولو بوخت دي، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوی په تېر یوه کال کې د کوکنارو د کښت، نشه‌يي موادو تولید، قاچاقو او استعمال په اړه څوارلس سروې ګاني کړي دي، خو د دې سروې ګانو پايلې له رسنیو سره نه‌دي شريکې شوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د دوی سروې ګاني ښيي چې سږکال د دوی نظامیانو د کوکنارو ډېرې ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړي او ډېر نشه‌يي مواد يې هم نیولي دي.

نوموړی وايي: "درې زره او ۶۴۳ ټنه نشه‌يي مواد له خپلو مشتقاتو سره له‌منځه یووړل شول، د نشه‌يي موادو جوړولو لکه الکولو او نشه‌يي ګولیو جوړولو ۷۹۰ کارخانې ويجاړې شوې او په‌دې تور لس زره او ۵۶۴ تورن اشخاص ونیول شول، ۶۵۱ هيکټاره ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې شوې او اووه ويشت زره او ۸۹۱ معتادین د درملنې او ملاتړ مرکزونو ته معرفي شوي دي."

د طالبانو حکومت وايي، د کوکنارو د کښتونو پر وړاندې يې مبارزه بريالۍ وه.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د رئیس الوزرا د مالي او اداري مرستیال په مشرۍ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عالي کمېسیون او دغه ډول د افغانستان په څوارلسو ولایتونو کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې او معتادینو د درملنې د پروګرامونو د تنظیم لپاره هم کمېسیونونه جوړ شوي دي.

په نړۍ کې د نشه‌‌يي موادو د وضعیت په اړه د ملګروملتونو په وروستي راپور کې راغلي چې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی، خو په‌دې هېواد کې د تاریاکو د زېرمو موجودیت د نشه‌يي موادو قاچاقو او استعمال ته زمینه برابره کړې ده.

په بریتانیا کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د برخې څېړونکي فليپ بيري تازه د خپلې څېړنې په لړ کې موندلې چې، سږکال بیا په افغانستان کې د کوکنارو کښت ډېر شوی او نويو تولید شويو تاریاکو دا زېرمې نورې هم غني کړي دي.

"په افغانستان کې د پام وړ تاریاک زېرمه شوي او دا کار د دې سبب شوی چې زر ټنه هيرويين تولید شي

ښاغلی بيري وايي، د طالبانو حکومت لکه څنګه چې يې د کوکنارو له کښت سره مبارزه کړې ده، برعکس يې د تاریاکو د زېرمو په اړه جدي ګام نه‌دی اخیستی.

هغه وايي: "په افغانستان کې د پام وړ تاریاک زېرمه شوي او دا کار د دې سبب شوی چې زر ټنه هيرويين تولید شي، دا کار داسې مهال کېږي چې طالبانو د تاریاکو تولید او سوداګري منع کړې ده، همدا وجه ده چې لویو ځمکه والو د تاریاکو د بیو د لوړوالي او زېرمه شویو تاریاکو له لارې ډېرې پيسې وګټلې، خو هغه بزګران چې لږ ځمکې لري له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، که طالبان د بزګرو لپاره بله مالي سرچینه پيدا نه‌کړي، په راتلونکي وخت کې به یې د کوکنارو د کښت منع کولو پروګرام ناکام شي."

په داسې حال کې چې نړۍ د افغانستان د کوکنارو کښت او تاریاکو تولید ته پام اړولی، د طالبانو حکومت په افغانستان کې اعتیاد لویه ستونزه ګڼي او د دې ستونزې د حل لپاره مالي مرسته ضروري بولي.

د طالبانو حکومت نړیوالې ټولنې ته هم ګوته نيسي او وايي چې، که څه هم نړیواله ټولنه په افغانستان کې د اعتیاد ستونزه ويني، خو بیا يې هم په دې برخه کې مرسته نه ده کړې.

Your browser doesn’t support HTML5

طالبانو په تېر یوه کال کې د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور لس زره نفر نیولي دي