ډبيلو‌ايچ‌او: سږکال افغانستان کې د بېلابېلو ناروغيو له امله له ۲۳۰۰ څخه زيات کسان مړه شوي

ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان "WHO" وايي، په افغانستان کې سږکال ۲۳۱۹ کسان د سختو تنفسي، شري، کانګو، ډینګي تبې او ملاریا د ناروغیو له امله مړه شوي دي.

دې سازمان پرون دوشنبې (د وږي ۵مه) ناوخته د یوه راپور په خپرولو سره ویلي دي، یوازې حادو تنفسي ناروغیو (والګي) ۲۰۶۷ کسان وژلي دي.

د راپور په دوام راغلي چې سږکال له ۸۶۵ زرو ډېر کسان په‌دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي، یوازې د روان ۲۰۲۴ کال په جولای میاشت کې د سختو تنفسي ناروغیو له کبله له پنځو کلونو د کم‌‌عمره ۲۰۹ ماشومانو مړینه ثبت شوې ده چې په سلو کې شل زیاتوالی ښيي.

د دې سازمان په وینا په افغانستان کې په روان میلادي کال کې تر اوسه د شري ناروغۍ د ۴۲۸۰۰ مشکوکو ناروغیو او ورسره د مړینو د ۱۸۸ پېښو خبر ورکړل شوی دی.

همداراز د کال له پیله د کانګو تبې د ٦٣ مړينو په ګډون ٧٧١ پېښې ثبت شوي.

دغه راز، د يوې مړينې په درلودلو سره د ملاریا ٣٤،٧٦٠ څخه ډېرې شکمنې پېښې ثبت شوي او د ډينګې تبې ٣٩٧ پېښې راپور شوې دي.

په‌همدې حال کې یو شمېر هغه کورنۍ چې ماشومان یې په‌دې ناروغيو اخته شوي او یو شمېر روغتیايي کارکوونکي وايي، په دغو ناروغیو اخته کسان جدي درملنې ته اړتیا لري.

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، په افغانستان کې په روان میلادي کال کې تر اوسه د شري ناروغۍ د ۴۲۸۰۰ مشکوکو ناروغیو او ورسره د مړینو د ۱۸۸ پېښو خبر ورکړل شوی دی.

الفت‌الله محب‌زی چې د ننګرهار ولايت، اچين ولسوالۍ کې يو روغتيايي رضاکار دی، په خپله سيمه کې يې د تنفسي ناروغيو د ډېرېدو په اړه ازادي راډيو ته وويل: "زموږ په سیمه کې اکثره ښځې او ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته کېږي، زه خپله شاهد يم ډېرى ماشومان لومړى تبه کوي بيا بې اشتهايي کېږي او د عضلاتو دردونه يې پيدا کوي، بیا يې د ستوني او سینې درد نيسي، دوى نه‌شي کولى خواړه وخوري او زموږ په نږدې روغتیایی مرکزونو کې هیڅ درمل نه‌شته، ماشومان په ډېرې سختۍ له‌دې ناروغيو تېرېږي."

"ما دوه ډاکټرانو ته يووړ، خو نتيحه یې ورنه‌کړه، درېيم ډاکټړ ته مې چې يووړ ويل يې چې د هغې نښې نښانې د شري دي

په همدې حال کې د کابل يوې اوسېدونکې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه‌غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي او څو ورځې وړاندې یې شپږ میاشتنی ماشوم په شري اخته شوی و، ازادي راډیو ته وویل: "ما دوه ډاکټرانو ته يووړ، خو نتيحه یې ورنه‌کړه، درېيم ډاکټړ ته مې چې يووړ ويل يې چې د هغې نښې نښانې د شري دي، زما لور ډېر درد وليد او اووه ورځې وروسته یې تبه کمه شوه، وروسته ما هغې کې د شري نښې ولیدلې، د هغې له سترګو اوبه روانې وې او بخار پرې را ووت."

یو شمېر ډاکټران وايي، د واکسین نشتوالی، د افغان کډوالو راستنېدل، سېلابونه او روغتیايي لارښوونو ته نه پاملرنه په افغانستان کې د ناروغیو له امله د مړینې د ډېرېدو لاملونه دي.

د کابل په انتاني روغتون کې د ساري ناروغیو متخصص ډاکټر فریدالله عمري په‌دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "د واکسین نشتوالی یو لوی رول لوبوي، نه یوازې په شري، بلکې د تنفسي ناروغیو په ګډون په نورو ناروغیو کې هم، دویم دا چې ډېری هغه کډوال چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي واکسین شوي نه‌دي او درېیم عامل یې سېلابونه دي چې په تېرو څو میاشتو کې راغلي."

په دې اړه نور: د افغانستان په ځینو سېلاب ځپلیو سیمو کې د تنفسي او نس‌ناستي ناروغیو زیاتوالي ته اندېښنې

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په‌دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو دغه وزارت په وار وار د روغتیا په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو د راوستلو خبره کړې او ادعا کوي چې د افغانستان روغتیايي سیستم د ښه کېدو په حال کې دی.

خو د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د بودیجې پر کموالي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته په افغانستان کې روغتیايي خدمات کمزوري شوي دي.