یو شمېر ایراني پانګوونکي افغانستان ته تللي او له طالب چارواکو سره یې د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په اړه خبرې کړي دي.
ایراني رسنیو ویلي چې د ایران د پولادو د ستر شرکت، مبارکې د مسوولانو په شمول ایراني پانګهوال لېواله دي چې د افغانستان د وسپنې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.
ایران او د افغانستان د طالبانو حکومت له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دي.
عصمت څاروان په دې موضوع د افغانستان د کانونو وزارت له پخواني ویاند عبدالقدیر مُطفي سره خبرې کړي او لومړی یې ورته ویلي چې ایران ولې لېواله دی چې په افغانستان کې پانګونه وکړي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5