د برېښنا پرله‌پسې پرچاوي؛ يو شمېر خلک: له مجبورۍ د لمريزې برېښنا جوړولو ته اړ شوي يو

انځور - ارشيف

د کابل ښار او یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي وایي، د دولتي برېښنا د دوامداره پرچاویو له امله په شخصي لګښت د لمریزې برېښناو برابرولو ته اړ شوي.

په افغانستان کې د دولتي برېښنا له دوامداره پرچاویو شکایتونه او لمریزې برېښنا ته د خلکو مخه.

د کابل ښار په ګډون د ځینو ولایتونو اوسېدونکي وایي، د وارداتي برېښنا د کمزورتیا او دوامداره پرچاویو له امله د سولري برېښناو برابرولو ته اړشوي.

د کابل ښار اوسېدونکي ذبیح‌الله حسن‌زي ازادي راډیو ته وویل: "دا چې افغانستان کې برېښنا پرچاو کېږي او له ګاونډیو هېوادونو مو برېښنا اخیستې او خپله افغانستان کې داسې بندونه موږ نه‌لرو چې ترې برېښنا تولید کړو، نو له دغې سولري برېښنا د افغانستان اکثره خلک په کلیو بانډو، سیمو او ولایتونو کې کار اخلي."

اکثرو خلکو اوس سولرو ته مخه کړې که د چا وس رسېږي د ټول کور سیستم سولر کوي

د کابل ښار یو بل اوسېدونکي چې نه‌یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي هم ورته خبره کوي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "سره له‌دې چې دولتي برېښنا هم لرو خو سولر کاروو، ځکه دولتي برقونه خصوصاً د تېر کال په پرتله له ستونزو سره مخ دي او کابل ښار اوسېدونکي له ګڼو ستونزه سره مخ شوي، اکثرو خلکو اوس سولرو ته مخه کړې که د چا وس رسېږي د ټول کور سیستم سولر کوي که د چا دومره وس نه وي یوه یا دوه بيترۍ او یوه تخته سولر اخلي، یوازې دومره شي چې د شپې خواړه وویني او ویې خوري."

د لمریزې برېښنا د ښیښو پلورنکي او د دې سیستم برابرونکي هم وایي، د وارداتي برېښنا د پرچاویو په زیاتېدو سره د لمریزې برېښنا د وسایلو پېر زیات شوی دی.

له ډلې یې نعمت‌الله منګل ازادي راډیو ته وویل: "د سولرو فروشات ښه دي، ځکه ګرمي ده خلک برق نه‌لري نو مجبوره دي سولرو نه استفاده وکړي، بل داسې فکر وکړئ چې که څوک سولر ولري نو ۲۴ ساعته برق ده، پرچاوۍ نه‌لري."

د لمریزې برېښنا د ښیښو پلورنکي او د دې سیستم برابرونکي هم وایي، د وارداتي برېښنا د پرچاویو په زیاتېدو سره د لمریزې برېښنا د وسایلو پېر زیات شوی دی.

ښاغلی منګل وايي، چې اړتیاو ته په کتو د سولري برېښنا د وسایلو په قېمت کې هم فرق راځي، ځکه په خبره یې له ۵۰ ان تر ۷۰۰ واټه سولري تختې په بازار کې موجودې دي.
خو یو شمېر خلک بیا وايي، د کمزوري اقتصاد له امله د لمریزې برېښنا د وسایلو د پېر توان نه‌لري.

د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اوسېدنکی الفت‌الله محب‌زی وایي: "ډېری داسې کورنۍ شته چې بېګا ته د خپلو بچیو د نفقې او یوې مړۍ ډوډۍ برابرولو کې مصروف دي او نه‌شي کولای چې د لمریزې برېښنا سیستم ځان ته نصب کړي، ځکه د سولر یوه ۲۵۰ امپیره تخته په په بازار کې شاوخوا ۳ زره افغانۍ ده همدارنګه بيترۍ او نور وسايل یې چې برابروي شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ لګښت پرې راځي، نو هغوی کولای شي په همدې شل زرو افغانیو په بازار کې یوه رېړه (کراچۍ) ودروي چې بېګا ته د خپلو ماشومانو نفقه وګټي."

په دې اړه نور: په کابل کې د ښارګوټو ځینې اوسېدونکي د برښنا پرچاوۍ له کبله د اوبو له کمښت سره مخ شوي

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت مسوولينو اوونۍ مخکې د طالبانو تر کنترول لاندې ملي تلوېزیون ته ویلي وو، له تاجیکستان او ازبکستان د وارداتي برېښنا مزی کمزوري دي او دوی نه‌شي کولای په ژمي او اوړي کې د کابل ښاریاونو اړتیاوې پوره کړي.

د یادونې ده چې، د افغانستان د برېښنا ستونزه اوسنۍ نه بلکې د کلونو مخینه لري، چې اقتصاد پوهان یې لامل د بد اقتصادي وضعیت او لسیزو جګړو له امله د هېواد پر بنسټیزو زېرمو په ځانګړي ډول د سیندونو له اوبو د بندونو د سالم مدیریت نشتون بولي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار د ۲۰۱۴م کال په اپرېل میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو چې، افغانستان د خپلې برېښنا ۸۰ سلنه له ګاونډیو هېوادونو واردوي چې ورسره پر افغانستان هر کال ۲۲۰ میلیونه ډالره لګښت راځي.