د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

نورستان کې د منډول ډنډ؛ د سيمې اوسېدونکي پرې د برېښنا بند جوړولو غوښتنه کوي


نورستان کې د منډول اوبو ډنډ
نورستان کې د منډول اوبو ډنډ

لوېدیځ نورستان کې د منډول ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په سيمه کې يي د اوبو داسې ستر ډنډ شته، چې په لږ لګښت او کم وخت کې پرې د سلګونو مېګاواټه په ظرفیت برېښنا کوټ جوړېدای شي.

دوی د طالبانو حکومت له اړوند ادارو غواړي چې څومره ژر کېدای شي، پرې کار پیل کړي.

د منډول ولسوالۍ اوسېدونکي یعقوب خان ازادي راډیو ته وویل: "موږ د اسلامي امارت له مشرانو جدي غوښتنه کوو چې د منډول په ډنډ دې د برق بند جوړ کړي، چې د وطن د ابادۍ او د خلکو د سوکالۍ سبب شي."

دا چې منډول بند څه ځانګړنې لري، چې نورستانیان پرې د برېښنا کوټ د جوړېدو غوښتنه کوي، د نورستان د ځوانانو سرتاسري شورا مطبوعاتي مسوول مولوي سیف‌الله دیوبندي یې په اړه وايي: "د منډول ډنډ د نورستان بلکې د ختیځو ولایتونو له سترو ډنډونو څخه حسابیږي، درې کیلو متره اوږودوالی او یو نیم کیلو متر پلنوالی لري، ژوروالی يې په بېلابېلو ځایونو کې مختلف دی، له سلو نیولې تر دوه سوو مترو پورې رسیږي. طبیعي بند جوړ دی پنځوس سلنه کار یي تکمیل شوی، پاتې پنځوس سلنه کار يي د کانال تېرول، ابادي جوړول او وسایل پرې لګول دي. انجینر صاحبانو ویلي، که دلته برېښنا کوټ جوړ شي، ټولو ختیځو ولایتونو او حتی کابل ته هم برېښنا ورکولی شي."

نورستان کې د منډول اوبو ډنډ
نورستان کې د منډول اوبو ډنډ

د ځايي اوسېدونکو په وینا، منډول ډنډ ته د یادې ولسوالۍ له بې‌شمېره درو اوبه راځي او همدا لامل دی چې کال و سر په‌کې د اوبو کمی نه محسوسیږي.

خو د دوی په خبره، بیا هم تېرو حکومتونو ورته پام نه‌دی کړی او همدا لامل دی چې دغه تاریخي او مهم ډنډ همداسې بې ګټې پروت دی.

"د دې ارتفاع له سل مترو زیاته ده، له درېیو نه تر پنځه کیلومترو پورې اوږودوالی لري
انجينر محمد عيسی وحدت

په نورستان کې د ملي پيوستون پروګرام پخواني مشر انجينر محمد عسيی وحدت ازادي راډیو ته وویل، څو ځلې د منډول ډنډ ته د یو شمېر دوستانو او مسلکي کسانو سره تللی دی او ټولو ورته ویلي چې په یاد ډنډ په ډېر کم لګښت برېښنا کوټ جوړېدلی شي.

ښاغلی وحت وايي، لږ تر لږه ۶۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدولی شي چې له‌دې ځای يې کابل او ختیځو ولایتونو ته انتقال هم اسانه دی.

نوموړي وايي: "د دې ارتفاع له سل مترو زیاته ده، له درېیو نه تر پنځه کیلومترو پورې اوږودوالی لري، ډېره جګه ارتفاع يې جوړه کړې ده، دواړه طرف ته يې ځړوبي تشکیل شوي دي، دلته په ډېره اسانه برق تولیدېدای شي او هیڅ ډول خساره به نه‌‌لري. منډول کابل ته هم ډېر نږدی دی، دا د پروان ولایت تګاب ولسوالۍ او همدا شان پنجشېر او لغمان سره هم سرحدې ده."

نورستان کې د منډول اوبو ډنډ
نورستان کې د منډول اوبو ډنډ

هڅه مو وکړه چې په نورستان کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د سیندیزې فرعي حوزې له چارواکو سره د خلکو د یادو غوښتنو په اړه خبرې وکړو، خو پرې بریالي نه‌شو.

خو مخکې يې ازادي راډیو ته ویلي و، چې کابل کې يې مشران د منډول ډنډ له اهمیت او د ولسونو له غوښتنو خبر کړي او دوی ته يې پرې د کار کولو ډاډ ورکړی دی.

نورستانیان په‌داسې حال کې د منډول په ډنډ د برېښنا کوټ ابادولو غوښتنه کوي، چې افغانستان د کافي اوبو په درلولو سره د خپلې اړتیا وړ ۷۵سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي، چې د راپورونو پر بنسټ په بدل کې يې هرکال شاوخوا درې سوه ملیونه امریکايي ډالر ورکوي.

XS
SM
MD
LG